کور / سياسي / سردار محمد داؤدخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش شپږمه برخه

سردار محمد داؤدخان(۱۲۸۸-۱۳۵۷)ه،ش شپږمه برخه

( بې ګودره ګډیدل دځان غرق کیدل )
خلق اوپرچم دواړو په خاص ډول (خلقیانو)که څه چي له داودخان سره په حاکميت کي ورسره شریک نه وه،مګربیا ئې هم د سردارداوخان سلطنت (جمهوریت) ترشا هي نظام ښه بلۍ. دسردارمحمد داؤد خان دحکومت دپالیسی مخالیف عمل ئې نه کاوه. مګرداچي د سردارمحمد داودخان نه کورنی اودباندنی استوراوروښانه سیاست لاره،اودجهاني لویو قدرتونود اهدافواو سیا ستونو تر منځ ئې ځان لیونی ،لیونی کاوه ،دلویوقدرتونو سره دمناسباتو په توازون ساتلو نه پوهیدی. کله به دیوه په ښه ږغ وبل ته غړمبې دی اوکله معکوس .داځل دشوروي دمخالف لوري په لږتبسم پر بل مخ سو ،هغه ؤچي سردارمحمد داودخان هرات ته یونه ترمخه پلان سوې په عجله سفروکړې.دلته ؤ چي سردارمحمد داؤد سخته لویه اشباه وکړل ،دامریکا دحکومت نظرخو دشاهي کورنۍ په باب د ډیر پخواڅخه روښانه ؤ.هغه داسي:(( په ۱۳۳۴ه،ش کال کي دامریکا دجمور رئیس مرستیال «نیکسن» افغانستان ته په رسمي سفر راغلې.تر لیدنواو ملاقاتونووروسته کله چي بیرته ځي دمطبوعاتي کنفراس پر وخت دخپل نماینده په خوله دافغانستان په هکله چي واضح مطلب ئې شاهي کورنۍ وه ، خپل نظر داسي بیان کړی:«په افغانستان کي نوردپرمختګ استعداد نسته» امریکا د«نیکسن» ترسفروروسته دافغانستانه لاس پرسرسو.امر یکا دا شاهي کورنۍ ښه وپیژندل ،چي سر دارمحمدداود هم ددې کورنۍ بدنه وه )). په هرات کي داودخان دلمړۍ ځل لپاره خوله خلاصه کړل په خپلوخبروکي ئې دا سي وویل:«هغه واریداتي عقاید چي نوي وطن ته را وړل سوېدي هغه باېد لیرواچول سي……»چي واضح مطلب ئې دوخت شوروې اتحاد او دایران دواړو ته په نژدې سرحدي ښار (هرات)کي دهغوی په غوږنوکي د یوه آزان کول وه،پدي نه پوهیدي چي آزان خپل یومعین وخت غواړي ،بې وخت آزان دسړي سرخوري. زموږ په کلیوکي به خلګو ویل :(چرګ چي بې وخت آزان وکړي اوچرګه چي هروخت آزان وکړي باید حلال سي) دسردار دغه اعلان شوروي ته دګوتې څنډني معنی لرل، اودایران دولت چي هغه وخت ئې په منطقه کي دامریکا دګټو ساتنه کول ،دهغه پام خپل لوری ته د راګرزوني. اودکور دننه(خلقیانو،پرچمیانو او مذهبي بنسټ پا لو) ته هم سیده اخطارؤ. سمد ستي دپرچم څخه دځان اوحکومت خلاصون وو. لمړی ئې دپرچم دډلۍ لوړرتبه کسان کوم چي دسردار سره په دولت کي وه لکه: جیلانې باختري، نظرمحمد سکندر، نعمت الله پژواک، له وظیفو لیري کړل. فیض محمد ئې له وزات داخله څخه دسر حداتو وزارت ته تبدیل کړې،سعید افغانې ئې له وظیفي لیري کړې، پاچاګل وفادار ئې سفیر کړې،عبدالحميد محتاط ئې سفیر کړې.خوپرسردارمحمد داود خان بیچاره ډېرناوخته سوي وو.په۱۳۵۵ هجري کال کي ددلوی دمیاشتې پر ۲۵ تاریخ یعني دسردار محمد داودخان دحاکمیت له درې نیمو کلونو وروسته ئې یوه ساختګي اونمایشي لو ډرامه (لویه چرګه) دخپلو حکومتي او استیخباراتي شبکو پر لاس چوڼولي دخپلي خوښی خلګ او یومعین شمير باوری لوړ رتبه دولتي مامورین دکابل پولیتخنیک په لیله کي تر سخت امنیتي کنترول لا ندي سره کښینول.دجرګي دټولو غړو تماس او ارتباط ددباندي سره قطعه وو. قانون درې ورځي دجرګي تر پراستلو مخکي په اخبار کي نشر سو. عجب عدالت، عجب قضاوت ،عجب حکومت،دهیواد داساسي قانون دولس دمطالعي اونظر ورکولو لپاره درې ورځي وخت هغه هم په افغانستان غوندي هیواد کي؟ نوټ: (( آیاسته داسي شخص چي ووايې ما یاموږ داساسي قانون دموادوپه هکله خپل نظر اویا وړاندیز دولت ته ورکړي ؟ بیله هغو چي ورسره شریک وه. اودولت زموږ خبري ته غوږ ونیوي ؟ آیا هرڅه درست وه ؟ په داسي جرګو کي دولس هیڅ نقش اورول نه وي.ټولي معاملې داوس په شان په درواغو پر مخ وړه کیدې )).هغه هم په لمړ ی ورځ تر غرمي ورسته اخبار په بازارکي ولیدل سو.شمارې ئې هم محدوددي وي.باور نه لرم چي حتی دلوی جرګي سم نیمائې غړو قانون اساسي لیدلۍ وو،اولوستلۍ خوشلو فیصدو دجرګي غړو هم نه وو. ځکه دلوی جرګي (۳۰٪) غړو سواد نه لاره .په قانون کي دمطبوعاتو آزادي مطلق نفي کړل سوې وه. ددروګونو قواو تفقیق پکښي سم نسوای کیدای.(یو حزبې سیستم چي هغه هم د سردارداود خان حزب به وي هغه سیا سي اوسیاسي فعالیت کولاې سي) .څونه دغه پریکړ دیوه دولتي حزب دبشري اوالهي قوانینو سره برابره وه ؟دهیڅ ګډون وال وجدان ددي مادې پر تائید ونه لړزیدئ ،ولي؟بل یو کاندید دجمهوریت دچوکۍ دپار،بله مور نه وه لنګه سوی، سردارمحمدداودخان ؤ اوبس. کله چي سردار داودخان دفرمایشي جرګې والو لخوونصب سو ،نو سردارداودخان دجرګي غړو ته وویل زه دغه د جمهوري ریاست مسؤلیت هغه وخت قبلوم چي تاسي زما …….دلته په مجلس کي یوشمیر ناستو… ډوډي خوروخلګو خبروته سردار پرې نښود ټولو نارې کړې ستا هر شرط منوصاحبه.خبره خلاصه سول،دامعلومه نه سوال چي سردارڅه ویل غوښتل. ډیرژرسردارداؤدخان دجزأقانون نافذ کړئ ټول سياسي فعا لیتونه ئې غیري قانوني وبلل. هرڅه ئې دخپلۍ شاهي کورنۍ او پلار ميراث بلۍ . سره ددي ټولو کمبودیو اونمګړتیا وو،بیاهم دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند دداؤدخان حکومت نسبت دظاهر خان پاچهۍ ته یومترقي حکومت بلۍ ،هیڅ وخت ئې دداؤدخان دحکومت مخالف عمل نه کاوه اونه دي کړی. په فوځ اوردوکي دنظامي سازمان جوړېدل دخلق ددموکراتیک حزب لخوا څخه عیني اوفوري کارنه ؤ. بلکي دسردار محمد داودخان تر حاکمیت مخکي خبره ده.خو دسردارمحمد داودخان دحکومت په لیونې مرحله کي دغه دخلق ددموکراتیک حزب د (نظامي کمیټۍ ) درهبرې اوتنظم کارهغه وخت حفیظالله «امین» وسپارل سوو، چي خلقي رهبرۍ ته ثابت سول نورسردار داؤدخان ټول مترقي شخصیتونه اومترقي سازمانونه یو په بل پسي دمنځه وړي اوغواړي وطن دمړوخالي کړي ښه داموضوع بلې خواته ځي راځم خپلې خبري ته. په هیواد کي ډېروهغو راست روګرو ګروپونواو نورو چي دپاکستان د(آی،اس،آي) مستقیم ملا تړورسره ووډېر ځل دهیواد په ډېرو برخو کي دبغاوتو نو په نوم ښو رښو نه وګړل. او دنظامي بد لونونو(کودتا) ګانو عملو نه خپله دسردارحکومت اعلانول اوخلګ ئې نیول اووژل . نو دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوندهم دځان څخه ددفاع په منظوردنورو سازمانو په شان خپل نظامي سازمان ته ډیره توجوو کړل. داؤدخان رښتیا هم یو شميردهم دې حزب(خلق) اعضأ (غړي) بیله دې چي کوم عمل دي ئې کړی وي له وظیفولیری اوبندي کړل اوپه قصدي توګه ئې تلاښ کاوه چي دافغانستا ن دخلق دموکراتیک حزب تحریک کړي چي کوم عکسل العمل وښئي ،څو سردارداودته بهانه پلاس ورسي ددوي دوهلو.بل اړخ دسردارمحمد داود خان په حکومت کي دننه پټ شوروي جاسوسانو چي شمیر ئې کم نه ؤهم، دیوه طرفه داود خان تحریک او تشويق کاوه چي دخلق پر دموکراتیک ګوند او دهغوی پر اعضأوو فشار راوړي ، دوظیفو ئې لیري اوبندیان ئې کړي. جاسوسانو دخلق دحزب رهبري ته په ټنګار ويل کره معلومات لري چي سردارمحمد داودخان تصميم نیولې دئ تاسي ټول(خلقیان اوپرچمیان) له منځه یوسي. نودخلاصون لاره موداده چي بیرته دواړه سره یو ځای سي .څو یو قوت سي ،او محمدداودخان ونه کو لاې سي تاسي له منځه یوسي. خلقي رهبرې داسي فکرکاوه چي شورو يان خوزموږپه خیر خبره کوي ،اوبل خواته په عمل کي ئې دسردار داود خان کړني ئې لیدلې .نو دحکومت له ويري دشورو ي دعلاقې او دفشار له مخي ووچي ددې دوحزبو نويوځای والی ته (خلقي) رهبري زړه ښه کړي. دپرچمي رهبرې په منځ کي په خاص ډول(ببرک کارمل) دشورو ي په مستقیم هدایت ، دیووالي ،اصلاً ( توطیی) سره مینه وال وو. ( ځکه زه داوحدت توطیه بولم چي یوي خواته دپردوتر فشاراوبل اصول او نورمونه پکښي مراعات نه سول ،صداقت موجود نه ؤ، که څه چي دحزب ځوان غړي چي داصلي خبري خبر نه وه،هغه وحدت ته خوشحال وه.مګرپه څه پوهه اولوړحزبیان اکثریت غړوذهنیت وحدت ته تیارنه وو. ،بل ددواړوطرفوپه رهبري کي وه اشخاص چي دوحدت لپاره پوره صداق نه وه.بلکل دایوجبري عمل ؤ، دشورویانو اوامریکا یانودواړو غوښتنه وه،نه خپله ددواړوحزبونوداعضأ و ،چي دادوه حزبونه شکلن سره متحد سول .شورویانوخپلو اهد افوته دنژدې کیدولاره ددغه دوګو ندونوپه یووالې کي پلټلی اوامریکا یانو دتشنج دګرم والي چي شورویان پکښي راګیراووسوځي اونور….).دخلق دحزب مشر(نورمحمد تره کي) دشوروي دسفارت لخوا ترفشارلا ندي راغلۍ. اورښتیا خوداوهم وه چي دشوروي سره تماس هغه وخت دواړواړخونو افتخار اوامتیازهم بلې.یو خوجهاني حالات داسي وه،بل زموږ،افغانانواو دهغه وخت دمشرانونه تجریبه ،دسياست په هکله ،( البته دجهان دسیاستوالو په نسبت، نه په دافغانستان کي دافغاني سیاسیونو په پرتله کمه یالږ ). ښه ددې خبرو څیړل څه ډیر وخت غواړي ،اوموږ دموضوع لیري کوي . نوددې کمي تجریبې مسؤلئیت هم دکلو فاسدو حکومتو اوپه خاصه توګه دنادر،ظاهراوخپله داودخان پرغاړه ورلویږ ي ، ځکه ایضافه تر(۵۰) کاله زموږ ولس دعلم،پوهي ،سیاست اوخبرو څخه بې خبره ساتلې وو، ددغي کورنۍ سلطنت،غفلط اودنه کار نتیجه وه. ددي جهاني لوبي په انجام نه داچي خلقیان نه پوهیدل بلکي خپله سردارداودخان دهغه ټوله کابینه،استخبارات پولیس هم نه پوهیدل .ولې که پوهیدلای داودخان به ئې دعواقیبوخبر کړي وای .باور ولري کم وخت چي موږ ځوانان وودداسي چا سره به مخامخ سو ،چي هغه په شوروي کي زده کړي کړي وي ،موږ ته به ئې دخپلو سترګو لیدني، دشوروي دټولني ،ژوند،پرمختګ، قیصۍ کولۍ ، موږ څه نه اوریدلي وه اونه مو لیدلې وه ،ټولې خبري راته عجائیبې وې. ځکه دمطالعي اومعلوماتو لپارهم دې شهزاده ګانوپرموږ ټولي لاري تړلي وې. برق، کتاب، اخبار، رادیو اوتلویزون مونه لرل اونه پريژندل. ((دایوه خبره به دځوانان دپاره ولیکم :تاسي به فکر کوي چي په افغانستان یونظام ؤ،هلته نظم ؤ،هلته انسانیت ؤ،هلته علمه او پوهه وه.نه بابا هیڅ هم نه وه. دمثال په توګه ولایات ،ولسوالې اوکلي هلته پریږدئ.په کابل کي دشاهي ارګ دشمالي دیوال سیوري ته هر لاروي( بولي) حتی لوي اودس ماته هم ماتاوه . دښار ټولي کوڅي دانسانو په مردارې لړلې وې. په ټول کابل ښار اودافغانستان په ټولو لوي اوکوچنیو ښا روکي همدغه حالت ؤ. دخلګو داستفادي دپاره په هیواد (یو) تشناب هیڅ حکومت جوړ نه کړي . پوهیږي چي نارینه خو خیرپه کوڅوکي خپل رفع حاجت کاوه مګر دا ښځو بیچاره ګانو به څه کول؟.علاوه پرنوربیهده بدبختیو….)) شوروي اوکارمل دواړو غوښتل دداوخان ځای ناستئ باېد کار مل سي. مګر کولاې ئې نسوای چي دداودخا ن پاچهي ړنګه کړي .رښتیا دخلق دموکراتیک جریان ئې دلاري اصلي خنډ و. ځکه دافغانستان په ملي اوردوکي دخلق ددموکراتیک ګوند غړي هغه یوازني افسران وه چي دسردارمحمد داودخان سلطنت ئې ساتي. متاسیفانه داودخان سیاسي پوهه څه چي سم سواد هم نه لاره او ددرک سطحه ئې کمزورۍ وه ، په کابینه اومشاورینوکي ئې دفاسدو اوجاسوسو اشخاصو تله درنه وه. نو هغه وو چي شورویانودخپل پلان دسرته رسولو لپاره څه اوږده لارونیول. لمړی ددوحزبو(خلق اوپرچم) وحدت، بیا دداوخان او حزب تر منځ د ټکر خبره.دشوروي اوکارمل هدف داوچي په لمړی قدم کي دپرچم دننه دکارمل سرسخت دښمن اوسیال(مير اکبر خیبر) تروکړې. څو دهغه له شتونه ځای بیغم کړي اوبیا دجوشه ډک جنازه دکارمل په ټنګار او غوښتنه .کارمل دمکر اوښکي تويوي ،د نورمحمدتره کي څخه جدی غوښتنه کوي چي دجنازي پرسره باېد دی هم دحزب دعمومي منشي په حیث بیانیه ورکړي.حال داچي نورمحمد تره کي تر دغه دمخه هیڅ کله هم په مظاهرو اومیټنګونو کي د ستيج پرسرخبري نه کولې. کارمل صاحب ،شوروي استخباراتي شبکو اوسردار داودخان په ګډه او مشترک پلان لاره چي دالوبه د(سیاسیونوپه خاصه توګه دخلقیانو) په له منځه وړوکي به بریالي سي. بل اړخ ته دامریکا سفارت او سردار داودخان ځانګړې پلان پرمخ وړي . شورویانواوامریکایانودواړو په داودخان باندي خلقي رهبري نسي او تصمیم دی چي مړه ئې کړي . (چکونه ما به بیمار وایروس(ای) (هجوم به افغانستان) مبتلا میګردیدیم). داسي راوړیدي :(د۱۹۷۸م کال داپریل دمیاشتي پر(۲۴) تاریخ یوه ورځ دمخه دافغانستان دخلق ددموکراتیک حزب درهبری دغړوتر ګیرفتارې دمخه دمتحده ایالاتو لوی سفیر«ریچارد ایلیوت» چي دکار موده يې پای ته رسیدلی وه ،دسردار محمد داودخان (ریس جمهور) څخه دخدای په امانې ملاقات وکی. دکتاب مؤلف لیکي:څوورځي وروسته ورئیس جمهورته نژدي حلقوراپور راکړي ،چي دامریکا سفیر«ریچاردایلیوت» کوم چي دتشنوج دکمولود سرسخت طرافدارمعرفي ؤ.وداودخان ته داسي مشوره ورکړل «دافغانستان دخلق ددموکراتیک حزب دمشرانو په وړاندي باید سخت چلند وکړي ځکه چي امنیت تهدیدوی،اوپه مقابل کي سفیر دخپل ځان او دامریکا دحکومت لخوا و رئیس جمهور داودخان ته دزیاتواوهر اړخیزومرستو وعده ورکړل ) شورویان خپل پلان مخته وړي څو کارمل په سياسي ډګرکي تنها پاته اوپه راتلونکي ئې مخته کړي او دراتلونکي لپاره ئې دداوخان ځای ناستۍ کړي. دامریکا دسفیر تراطمنان ورسته په دغه شپه سردارمحمد داودخان په خپل کورني مجلس کي دخپل پلان پر بریالیتوب افتخارکوي داسي وخپلۍ کورنۍ ته وائې:«ما درپلان خودمؤفق هستم ». دشوروي پلان سم مخته ولاړې اوس نو یوي خواته داؤدخان دخپلي مَړی، مستی، بیکاري، دهرڅه بی خبره،عیاشي کابینی سره په هواکي پاته سو.نوپهلوان (زنده خوش است) یا دداودخان دخپل زوی (ویس) خبره ده چي پلارمي دواوري زمری دئ ،خومنځ ئې ويلي سوې اوپراټول ئې ټول دښمنانه دي . پر راټول هریو ورته وائې:« رهبر همین طوری باشد». دهرغیري لازمي عمل تائید ئې کوي او دداودخان دنورو مریضیو علاوه ځان خوښوني نور هم بې ایمانه کاوه . هوښیاردوست او مشاورئې نه درلودې. داچي اوس ئې پر قبر اوښکي تويه وي داهغه غوړمالان ،مفت خوره اویادهغوی د کورنۍ پا ته شوني دي،دوی فکر کوي چي په دې چل به ځانونه غربې حلقوته نه نژدې کړو. که یو وار بیا قدرت لاس ته ورسي چي ملت پوست کړي،خوپروخت دپیل په غوږکي بیده وه، شوروي،امریکأ اوجهان ټول حالات څاری.اوس نوداؤدخان اوساده مشاويرین ئې دخلق ددموکراتیک حزب دنابودی پلانونه جوړوي. شورویان ،امریکایان اوخپل کارمل صاحب دي اورته پکې وهی.ځکه نورخوئې ټول وخوړل،غواړي دا سخت هډ هم تیر کړي. دپښتو ژبي نه زده کړي ورته دا تاوان واړاوه.که نه خوپه پښتو کي مشهور متل سته چي وائې :(سپي چي هډوکي خوري خپلي شاه ته هم ګورې).بل ځای وائې چي( دګیډر وجنګ ته باېد تېاري دزمري په شان ونیول سي).نو دزمري سره جکړي ته باېد څونه تېاري نیول سوي وای؟. دشورویانو ،امریکا یانو،کارمل آګاهانه او دداودخان بې ادبانه اونا ګاهانه ،دهغه نا معقول حرکت څخه راپیدا زخم دی چي تراوسه ئې وينه نه دریږي که هغه وخت معقول فکر سوي وائې ،اوس به دا حالت نه وای.
زما دخبروپه تایيد د پرچم درهبری دغړي عبدالقدوس غوربنه دي دلیکونو څخه داسي معلوميږی چي د ميرعلې اکبر خیبر په تروکي به حتمي دببرک کارمل لاس وي .او دورستیو انکشافاتو څخه هم داسي نتیجه سړی اخیستلاي سي. چي دميرعلې اکبر خیبر (دپرچم درهبري برجسته غړي او دکارمل سرسخت سيال په خټه پښتون) ، په ترورکي به ئې دکارمل اوخپله دسردارمحمد داؤد خان لاس او رضائیت دخل وي. اوپلان روسي وو،دخیبرمړی دکارمل دغوښتني له مخي دحزب لخواپه ښه درنومراسيموسره خاوروته سپارل کیږي. بل له دې خبري څخه سړی پوهیدای سي اوباورئې ټنګیږي چي دخیبر په ترورکي به حتمي شوروي دخیل وي . ولۍ دا (دخیبر) دترور دوسيه تعقیب نه سول .(سردارمحمد داودچپ ؤ،نورمحمد تره کی،حفیظ الله امین ،ببرک کارمل اوداکټر نجیب الله او نور) ټول چپ سول. کله ناکله دسیاسي ګټی پر بنیاد دامرګ یا ترورغندل کیږي . دسلطان علۍ کشمند دخبرو په اساس کار مل تر هر بل چا ډېر وژړل . څه ښه وائې: ( هم مي ووژني په خپله، هم پر مابانه دي ژړاکاه ، څه ښه یاردئ ښه ئې مینه ، وژل هسي شبخون هسي ). لنډه ئې داچي جنازي دښخیدو پر وخت په خبروکي حکومت ته دملامتیا ګوته نیول کیږي، دقاتلینودنیولو او په جزأرسولو غوښتنه ،په خپلوويناو کي کوي.(آیا داکُفروسووچي دقبرپرسرخبري وسوې ،یعني په یوه ملک کي چي پر خپل مړي ژړل کُفروبلل سي هغه به نوڅنګه ملک وي؟) دجنازي په مراسيمو کي دزیاتو خلګو برخه اخیستنې دداودخان اوکابینې،دامریکا دسفیر،دشوروي دسفیرټولو اندامونه ولړزول. ځکه دوی هیڅ داسي فکر نه کاوه چي دې حزب دي دونه ریښې ځغلولي وي. داودخان په هغه شپه دامريکا دسفیرمؤافقه واخستل، اوبیا ئې په عاجله دخپلوبیکاره مشاورینوپه مشوره، فیصله ورکړل ،چي همدغه خبري اوغونډه بهانه ده راځي دغه دخلق دموکراتیک حزب غړي هم دنوروپه شان ورک کړو. داسي ډېر انسانان دې کورنۍ خوړلي وه. اودخلګوورکيده ورته کوم مشکل کارنه ؤ.دې کورنۍ هیڅکله هم انسان ته دانسان په سترګه نه وه کتلي.خوداځل دا خواړه نرم نه وه. هغه و چي متاسفانه، داؤدخان خپلو امنیتی اداروته آمر کوي ،چي دخلق ددموکراتیک جریان درهبری اعضأ وي،کوم چي دحکومت پټ نه وه ټول ګرفتار کړي.همداسي ئې وکړل. په رادیو کي ئې دملي خائینینو په نوم بیله دې چي خپل قانون ته پام وکړي ،یا دهغه خیال وساتي اویاجُرم ثابت وي او یادي محکمي حکم کړې وي دملي خائنینو په نوم اعلان کړل . دي کورنۍ اوپاچهي هیڅ وخت دقوانینو خیال نه دئ ساتلي اونه ورسره ناستو(دکابیني غړو،خپلوانو اودکورنۍ غړو) دا ورته و ويل چي دا ستا عمل ستا دنأفذه قانون خلاف ورزی ده .بیله مشهود جُرمه دچا یا یوکس نیونه ،او بیله دمحکمي له حکمه اوفیصلې وخلګوته دخائین دلفظ استعمال.دخلق دموکراتیک حزب ټول اعضأ وي ئې جبراً دیوه داسي تحميلی جګړی سره مخامخ کړل ،چي هیڅ دخلاصون اویا دکندهار په اصطلاح دمیږي لاره ئې ورته پری نښوول .