کور / تازه خبرونه / د پاک-افغان سرحدي سیمو پر امنیت خبرې وشوې

د پاک-افغان سرحدي سیمو پر امنیت خبرې وشوې

راولپنډۍ:د پاکستان راولپنډۍ کې د افغانستان او پاکستان د ګډو سرحدي سیمو پر امنیت مسایلو درې اړخیزه خبرې وشوې.په دې امنیتي خبرو کې د ایساف عمومي قومندان جان الن، د افغانستان لوی درستیز جنرال شیر محمد کریمي او د پاکستان د پوځ مشر جنرال اشفاق کیاني ګډون کړی و.د تېر ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د پاکستان پر پوله د ناټو چورلکو په برید کې د پاکستاني پوځيانو تر وژنې وروسته له ناټو او امریکا سره د پاکستان اړیکي ډېر ترینګلي شول.له برید وروسته پر امنیتي مسایلو د خبرو دا لومړۍ درې اړخیزه غونډه ده.په غونډه کې د تېرو شپږو میاشتو د ترینګلو اړیکو د ښه والي پر سر خبرې وشوې.افغانستان کې د ایساف ځواکونو په یوه خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي چې جنرال الن دا خبرې ګټورې بللې دي.هغه ویلي چې په دې خبرو کې د یوه ارامه، خوشاله او باثباته افغانستان پر سر خبرې وشوې.د پاکستان د پوځ د اړیکو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې درې واړو پوځي مشرانو د افغانستان – پاکستان پر ګډه پوله د خپل کنټرول پر ډېرولو ټینګار وکړ.دوی داراز ټینګار کړی چې له پولې د اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره باید لانور جدي ګامونه پورته شي.درې اړخیزې غونډې داراز ټینګار کړی چې له پولې د اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره باید لانور جدي ګامونه پورته شي.د ویلو ده چې پر پاکستاني پوځيانو د ناټو تر برید وروسته له امریکا او نړیوالو ځواکونو سره د پاکستان اړیکي تر هر بل وخت ډېر خراب شول.
پاکستان د خپلو پوځيانو له وژل کېدا وروسته، افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ د اکمالاتي توکو د لېږد لاره وتړله.
د پاکستان پارلمان له امریکا سره د اړیکو پر سر د بیا غور کولو غوښتنه هم وکړه.پاکستاني پارلمان له امریکا دا هم وغوښتل چې په خاوره کې یې د څارګرو الوتکو بریدونه ودروي. جنرال جان الن له درې اړخیزو خبرو یوه ورځ وړاندې راولپنډۍ کې ناټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې د اکمالاتي توکو د لارې د خلاصون پر سر هم خبرې وکړې.