اسلام اباد:د پښتو ژبې نامتو شاعر، لیکوال او تکړه سیاستوال ارواښاد اجمل خټک مزار د نامالومو کړیو لخوا ویجاړول په کلکه غندو.ارواښاد اجمل خټک د لر او بر پرتو ټولو پښتنو ترمنځ د یو روڼ اندي سیاستوال او د یو بااحساسه او انقلابي شاعر په توګه شهرت او د پولې دواړو خواوو ته خورا زیات مینه وال لري.ارواښاد د خپل اولس د ویښتیا لپاره د ادب او سیاست له لارې زیاتې هلې ځلې کړي او زیات مشکلات یی ګاللي.مونږ پداسې حال کې چې د ارواښاد کورنۍ او ټولو مینه والو ته د دغې ناوړې پېښې تسلیت وړاندې کوو د مسئولو چارواکو څخه هیله کوو چې ددې پېښې پلټنه وکړي او هم په راتلونکې کې ددغه راز پيښو د مخنیوي په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي. په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لوئ سفارت