د نورستان ولایت د افغانستان د ختیځو ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د پاکستان تر ولکې لاندې آزاد قبایل، جنوب ته د کنړ ولایت، شمال ته یې د بدخشان او پنجشیر ولایتونه او لویدیځ ته یې د لغمان او کاپیسا ولایتونه موقعیت لري.
د نورستان ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 183,758 په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د پارون ښار دی او په مرکز سربیره 7 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې کامدیش، ویګل، نورګرام، مندول، برګمټال، دواب او واما څخه عبارت دي.
د نورستان په ولایت کې د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په ۱۳۹۰ کال کې د نورستان په ولايت كې په ټولیزه توګه 247 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 229 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 15 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 3 باب دارالعلوم، 10 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه) 2 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 1 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو. د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 59,999 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 1,356 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 1,711 تنه د سواد د زده كړې په 116 بابه كورسونو كې د 60 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د نورستان په ولايت كې د 2,469,598 امريكايي ډالرو په ارزښت 49 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 16 پروژې بشپړې شوې او 33 پروژې تر کار لاندې دي.
په 1390 کال کې د نورستان ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 361 تنه وو .
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د نورستان په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، په ځینو سیمو کې ناامني، او د 153 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…