کور / هراړخیز / د نیمروز ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د نیمروز ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د نیمروز ولایت د افغانستان د لویدیځو صحرايي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د هلمند ولایت، لودیځ او جنوب ته یې د ایران هیواد، او شمال ته یې د فراه ولایت موقعیت لري.

د نیمروز ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 148,500 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د زرنج ښار دی او په مرکز سربیره 5 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له کنګ، چابرجک، اصل چخانسور، دلارام او خاشرود څخه عبارت دي.

د نیمروز په ولایت کې د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.

هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.

د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د نیمروز په ولايت كې په ټولیزه توګه 146 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 129 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 11 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 8 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه) 1 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 5 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.

د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 64,225 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 1,907 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.

همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 14,025 تنه د سواد د زده كړې په 505 بابه كورسونو كې د 445 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.

له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د نیمروز په ولايت كې د 3,568,370 امريكايي ډالرو په ارزښت 74 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 63 پروژې بشپړې شوې او 11 پروژې تر کار لاندې دي.

په 1390 کال کې د نیمروز ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 526 تنه وو.

د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د نیمروز په ولایت کې د تعلیمي وسایلو کمښت، د مسلکي ښوونکو کموالی او د 70 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.

باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…