کور / راپور / دکندهار پوهنتون ته نوې ودانۍ جوړيږي

دکندهار پوهنتون ته نوې ودانۍ جوړيږي

کندهار افغانستان- د کندهار په ټولو عصري ښارګوټي عينو مېنه کي نن ددې ولايت د پوهنتون لپاره د يوې بلي عصري ودانۍ د بنسټ ډبره کښېښودل سوه.


د کندهار پوهنتون لپاره د نوي ودانۍ د بنسټ ډبره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د جلالتماب جمهور رئيس حامد کرزي د ځانګړي فرمان پر اساس نن د لوړو زدکړو د وزير او کندهار والي لخوا کښېښودل سوه.


د لوړو زدکړو وزير پوهاند عبيدالله باوري نن سهار ددې وزارت له علمي مرستيال، د کابل پوهنتون استاد او يو شمېر نورو لوړ رتبه مامورينو سره يو ځاى کندهار ولايت ته راوسېدى او دلته يې د پوهنتون د تاداب ډبري د ايښوولو ترڅنګ په کندهار پوهنتون کي د ٢ نورو پوهنځيو د بنسټ ډبري هم کښېښودې.


دلوړو زده كړو وزير ښاغلى عبيد او كندهار والى پوهنوا ل ډاكتر توريالى ويسا په داسى حا ل كى چى يو شمير نور دولتى چارواكى هم ورسره ملګرى وو دولسمشر دفرمان له مخى  د كندهار ښار ختيځ پلو په عينو مينى ښارګوټى كى دكابل كندهار دلويي لارى شما ل پلوته موازى په دوه سوه شل هكتاره ځمكه كى د كندهار پوهتون لپاره دنوى ودانى د جوړونى د بنسټ ډبره كښيښوده


. د لوړو زده كړو وزير پوهاند عبيدالله عبيد رسنيو ته وويل ديادى ځمكى فرمان مخكى دولسشمر له لورى د لوړو زده كړو وزارت ته وركړل شوى وو چى اوس مو دادى پر ياده ځمكه د پوهنتون د بنسټ ډبره كښيښوده او د افكو دكمپنى له لورى به يي د ملكيت اسناد هم دلوړو زده كړو دوزارت په واك كى وركول شى . دلوړو زده كړو وزير د عينو مينى په عصرى ښارگوټى كى د كندهار پوهنتون لپاره د نوى ودانۍ جوړول ددى پوهنتون د پراختيا لپاره يوه ښه پيلامه وبلله .


كندهار والى پوهنوا ل ډاكترتوريالى ويسا  هم په دى مراسمو كى هيله وښوده چى د كندهار پوهنتون د نوى ودانۍ د بنسټ دډبرى په ايښودو سره به دلوړو زده كړو محترم وزارت خپله پاملرنه نوره هم دى پوهنتون ته ډيره كړى او له دى وروسته به ددى وزارت پلاوى هروخت دى پوهنتون ته سفرونه كوى اود محصلينو او استادانو له ستونځو به ځان خبروى .


د لوړو زدکړو وزير، کندهار والي او ورسره ګډپلاوى وروسته د کندهار پوهنتون ته ولاړى او هلته يې د پوهنتون په انګړ کي د ژورناليزم او اقتصاد پوهنځيو لپاره د نويو ودانيو جوړولو د بنسټ ډبري کښېښودې او همداراز يې د عمومي لابراتوار، هوا پېژندني او کار موندني مرکز رسماً پرانستل.


وزير دلته د پوهنتون له رئيس، مرستيال، استادانو او سلګونه شاګردانو سره د هغوى پر ستونزو خبري وکړې او ورسره يې په اړوندو برخوکي د مرستي کولو ژمني وکړې.