کور / تازه خبرونه / کابل: نامعلومو وسله والو مولوي ارسلا رحماني وواژه

کابل: نامعلومو وسله والو مولوي ارسلا رحماني وواژه

نامعلومو وسله والو د افغانستان د مشرانو جرګې غړى مولوي ارسلا رحماني په کابل کي وژلى دئ.
مولوي رحماني چي د سولي د عالي شورا غړى او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د لوړو زدکړو وزارت مرستيال وو، نن سهار پارلمان ته په لاره کي خپل کور ته نيژدې وژل سوى دئ.
رويټرز آژانس وايي پر رحماني باندي له يوه موټر څخه ټکان سوي چي له امله يې پر هغه ځاى ساه ختلې ده.
ارسلا رحماني په مشرانو جرګه کي د اصلاح او عدالت د کمېټې او د سولي په عالي شورا کي د زندانونو د څېړني د کمېټې مشر وو.
نوموړي د استاد رباني په مشرۍ د مجاهدينو په حکومت کي د حج و اوقافو د وزير په حيث هم کار کړى وو.
مولوي رحماني د سولي د عالي شورا دوهم لوړ رتبه غړى دئ، چي په کابل کي وژل کېږي، تر ده دمخه د دې شورا رئيس استاد برهان الدين رباني هم په يوه ځانمرګې حمله کي وژل سوى وو، چي افغان حکومت يې مسئوليت د طالبانو د کوټي پر شورا او پاکستاني استخباراتو باندي واچاوه.