کور / تازه خبرونه / دیني عالمانو د اجمل خټک مزار ورانول وغندل

دیني عالمانو د اجمل خټک مزار ورانول وغندل

پېښور:- په پاکستان کې مذهبي عالمانو د پښتو ژبې د نامتو شاعر، لیکوال او ملتپاله سیاستوال اجمل خټک پر مزار د بمي بریدونو په کلکو ټکیو غندنه کړې او وايي چې په دغه ډول کړنو سره نه یوازې اسلامي ارزښتونو او قدرونو ته زیان رسېږي بلکې په ټولنیز ژوند کې د ګډوډۍ سبب جوړېږي.مفتي اختر اورکزی وايي،” اختلاف په دې کې نه دی چې کوم شی روا او جایز دی یا کوم شی مکروه دی بلکې خبره دا ده چې چا ته د یو شي کولو اختیار دی او چا ته نه دی. داسې اقدامات کول چې په هغه کې د خلکو کوم روایات دي د خلکو کوم ثقافت دی هغوی ته نقصان ورسېږي، د اسلام په حواله سره د هغوی په زړونو کې شکوک و شبهات پیدا شي اونفرت پیدا شي او له دې سره سره انساني حوالې سره ځاني او مالي نقصان ټولنې ته ورسېږي نو یقیناً دا خبره په هیڅ یو مذهب کې هم جایزه نه ده.٬٬په پېښور کې دیني عالم مفتي فضل منان هم وايي چې اسلام قطعاً د یو چا د قبر ورانولو اجازت نه ورکوي، او که یو څوک پر یو مزار د شرک عملیات کوي نو باید چې حکومت یې ودروي.” په شریعیت کې د قبرونو ورانول دا ممنوع دي او حرامې قطعي دي. د اجمل خټک قبر ورانول غیر اسلامي کړنه ده. د هغه په قبر کې نه چا داسې کار لیدلی دی چې هغه خدایه یې مه کړې د اسلامي احکامو ضد وي نو داسې قبرونه ورانول دا بالکل احرام قطعي دي“د نامتو شاعر او لیکوال اجمل خټک د قبر ورانول نه یوازې دیني عالمانو بلکې ادبي، سیاسي او ټولنیزه ډلو او شخصیتونو په کلکه غندلی دی. او له حکومته یې په راتلونکې کې ددغه ډول پېښو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.