کور / تازه خبرونه / په كوټه كې د دوو خېلو تر منځ روغه وشوه

په كوټه كې د دوو خېلو تر منځ روغه وشوه

په كوټه كې د دوو خېلو تر منځ روغه وشوه
په كوټه كې د دوو خېلو تر منځ د روغي ډبره كېښودل شوه
تېره شپه ناوخته په كوټه كې د پښتنو د لوى كام خروټو د دوو خېلو حاكيم خېلو او بانزو تر منځ د روغې جوړې ډبره كېښودل شوه.
څه د پاسه اتۀ كاله وړاندي د دغو كامونو تر منځ په څه مسله باندي تلخ كلامي راغلې وه چې وروسته په بدي بدله شوه او له يوې خوا څخه دوه مړي په كې شوې وو، اوس د دې سيمي د كامي مشرانو، سپين ږيرو ، علماء كرامو، او معتبرينو  په هلو ځلو باندي دا دوښمني بېرته په دوستي بدله شوه، كه څه هم د پښتنو په ډېرو كامونو كې دا دستور دى چې ستنې به د مړي په پور كې وركوي خو په دې روغه كې له دې كار څخه ډډه شوې ده.
د يادونې وړ ده چې څه موده وړاندي د غلجيو په ټولو كامونو كې دا پرېكړه وشوه چې نور به په بديو كې ستنې [ نجونه ] نه ور كول كېږي، چې دا يوه اسلامي، اخلاقي،انساني، او قانوني ، پرېكړه ده.