کور / تازه خبرونه / ظهروند د پټي جګړې د طراحانو نه دئ

ظهروند د پټي جګړې د طراحانو نه دئ

په کابل کې د ایران د سفیر وروستۍ څرګندونو او په وړاندې یي پورته شوي غبرګونونه نن بیا هم د کابل ورځپاڼو د بحث مهم مطالب جوړوي، چې حمید مومند ورته کتنه کړې.

سرنوشت:

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د ایران د نوي سفیر ابوالفضل ظهروند په سابقې بحث کړې او دې یي په افغانستان کې د جاسوسۍ په هڅو تورن کړې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې زهره وند د اویاومې لسیزو په لومړۍ نیمایی کې په مزار شریف کې د ایران سر کونسل پاتې شوې او په مزار شریف کې یی د طالبانو د مخالف ځواکونو د پیاوړې کولو هڅې کولې.

ورځپاڼې لیکلي، چې ظهره وند په افغانستان کې د ملي ماموریت په نوم د پټې جګړې د طراحانو څخه دې او دې د افغانستان جګړه د ایران په وړاندې د عربستان، پاکستان او امریکا جګړه ګڼي.

ورځپاڼې د ده د کاري خصلت په اړه هم د ځینو اسنادو له مخې بحث کړې او لیکلي، چې دې تر ډیره یو سر زوره او خپل سرې کس دې، د غچ اخیستلو حس یي زیات دې.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ایران د نوي سفیر په اړه د ځینو سناتورانو څرګندونې راخیستي او لیکلي، چې ده په افغانستان کې ښه مخینه نه لري او د کورنیو جګړو په مهال یی قومي، ژبنیو او مذهبي شخړو ته لمن وهله.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان سناتورانو په ابوالفضل ظهره وند کې دغو ستونزو ته په پام سره له افغان دولت نه غوښتي، چې دې له هېواده وشړي، خو د ورځپاڼې په وینا دولتي چارواکو بیا تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د ظهره وند د څرګندونو په وړاندې پورته شوېو غبرګونونو ته کتنه کړې او لیکلي، چې ښاغلې ظهره وند پرون د بهرنیو چارو وزارت ته وربلل شوې وو، څو د خپلو څرګندونو وضاحت وړاندې کړي.

د ورځپاڼې په وینا د ښاغلي ظهره وند د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې خبردارې ورکړې وو، که له امریکا سره ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، نو ایران به ټول افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

خو ویسا دا ندي لیکلي، چې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت غوښتنه منلې او ورغلې وو، ترڅو د خپلو څرګندونو په اړه وضاحت وړاندې کړي او که نه؟

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ایراني چارواکو او سفیر څرګندونو ته په اشارې لیکلي، چې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون له لاسلیک وروسته داسې ښکاري، چې سیمه ایزه شخړه یو نوي پړاو ته ننوتلې ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې ددې تړون په اړه د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غبرګونونه د افغان چارواکو پرته نور ټول اړخونه حیرانه کړي، چې دوی د کومو اصولو له مخې داسې څه وایی.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا ویره څرګنده کړې، که حالت همدا سې دوام وکړي، نو ممکن ایران د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالې ټولنې په شتون کې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې اور بل کړي.

خو دولتي ورځپاڼو بیا د افغان حکومت هغو هلوځلو ته کتنه کړې، چې په سیمه او ګاونډ کې له امریکا سره د ستراتیژیک تړون په اړه د پورته شویو اندیښنو د لرې کولو لپاره کوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر پرون د اسیا په زړه کې له افغان سفیرانو سره په یوه ناسته کې دوی ته دنده وسپارله، څو دا ډاډ رامنځ ته کړي، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ ستراتیژیک تړون د سیمې پر ضد ندې