کور / تازه خبرونه / طالبان : البرز اولسوالي مو ونيوله

طالبان : البرز اولسوالي مو ونيوله

وسله وال طالبان وايي چي د بلخ ولايت برز اولسوالي ئې نيولې او اوس د دوى په لاس کي ده .
په دې اړه وسله والو طالبانو په خپله ويب پاڼه کي ليکلي چي تېره ورځ شااوخوا څلور بجې ئې پر يادي اولسوالي د سپکو او درنو وسلو ډزي پيل کړې چي په پايله کي ئې ياده اولسوالي د دوى لاس ته ولوېده او پکښي مېشت پوليس د اولسوالۍ څخه وتښتېدل.
ويب پاڼه ليکي چي په دې بريد کي دوه وسله وال طالبان وژل سوي او دوه ټپيان سوي دي چي د ټپيانو حالت د ډاډ وړ دئ او همدا ډول ليکي چي په دې بريد کي ئې يو مشهور قوماندان احمدشاه او د هغه يو ملګرى وژلي او نور له سيمي تللي.
په دې اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي.