کور / تازه خبرونه / طالبان : ٦ نور سيميز پوليس راسره يوځاى سول

طالبان : ٦ نور سيميز پوليس راسره يوځاى سول

وسله والو طالبانو په خپله يوه ويب پاڼه کي خبر ورکړ چي تېره ورځ ماښام مهال د پکتيکا ولايت د سرحوضې اولسوالۍ اړوند د يوې پوستې شپږ سيميز پوليس د خپلي پوستې څخه د شپې تللي او د وسله والو طالبانو سره په ليکه کي يوځاى سوي.
ويب پاڼه ليکي چي تر دې يوه ورځ مخکي هم په ياده اولسوالي کي دېرش تنه سيميز پوليس د خپلو پوستو څخه بېل سوي ول چي وروسته د شپې ئې پر کورو بهرنيانو چاپې ووهلې او د هغوى څخه ئې خپلي وسلې ټولي او زيات مالي تاوانونه ئې ور واړه ول خو هغوى بېرته ورسره نه ولاړل.
وسله وال طالبان ليکي چي د تېرو شپږو کسانو څخه ئې يو د دوى ليکو ته رسېدلى او دوى و کم بل خوندي ځاى ته استولى.
دا لومړى ځل نه دئ چي وسله وال د سيميزو پوليس د يوځاى کېدو خبر ورکوي بلکي هره ورځ د افغانستان د بېلابېلو اولسواليو څخه د دا ډول خبرو خبر ورکوي او کله کله خو د سيميزو پوليسو د لوړ پوړو قوماندانو د تسليمېدو خبري هم کوي.
په دې اړه تر اوسه افغان حکومت څه نه دي ويلي.