د پکتيکا ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي يوشمېر ځانمرګي بريدکوونکي چي په وسله سمبال ول د پوليسو په ډزو کي وژل سوي .
د دې ولايت والي محب الله صميمي وايي چي بريد نن سهار د يحيى خېلو په ا ولسوالۍ کي پر نهه بجې پيل سو چي د پوليسو له لوري ئې مخه ونيول سوه او د پوليسو په ډزو کي شپږ بريد کوونکي ووژل سول او يو پوليس هم ووژل سو.
وسله و ال طالبان بيا وايي چي بريد د دوى ملګرو په داسي وخت کي کړى چي غونډه روانه وه او په پايله کي ئې درنه مرګ ژوبله اړه واوښته او اوس هم جګړه دوام لري.
د يادوني وړ ده چي تر دې مخکي هم په کابل ، جلال آباد ، پکتيا او يو شمېر نورو ولايتو کي ډليز ځانمرګي بريدونه وسول چي د درنې مرګ ژوبله په اوښتو سره پاى ته ورسېدل.