د کندهار ولايت د امنيت آمر رحمت الله اطرافي وايي چي د دې ولايت په يوشمېر اولسواليو کي ئې چاڼيز عمليات کړي او په پايله کي ئې د غلو يوه ډله نيولې.
نوموړى وايي چي د غلو د منګولو ئې هغه درې کوچنيان چي نوموړو برمته کړي ول هم آزاد کړي.
اطرافي زياتوي چي نيول سوي کسان اووه تنه دي چي اوس مهال تر پوښتو او ګروېږونو لاندي دي.