کور / تازه خبرونه / شمالي وزیرستان: په نښتو کې ۱۲ مړه ۴۵ ژوبل

شمالي وزیرستان: په نښتو کې ۱۲ مړه ۴۵ ژوبل

وزېرستان:په قبایلي سیمه شمالي وزېرستان کې د امنيتي سرتېرو او وسله والو تر منځ د تېرو دوه ورځو په نښتو او د وسلو په يو مارکېټ د ګولۍ د راپريوتو پيښې له کبله د څلور مېرمنو په ګډون دولس کسان وژل شوي او پنځه څلويښت نور ژوبل شوي دي.
ځايي خلکو رسينوته ويلي چې پرون ناوخته پورې هم د جنګي هېلې کاپټرو بمباري رو وه چې په کې ځینې ګولۍ په ولسي ابادۍ هم راپريوتې دي ، دغه رنګ يوه ګولۍ د وسلو په يو مارکېټ راپرېوته چې له وجې يي غټه چاودنه وشوه او ټول مارکټ اور واخیستو ، په دې کې يوسل اتيا دکانونه سوځېدلي دي . د وسلو مارکېټ مشر جلال خان ويل چې په دې پيښه کې دوه ماشومان هم وژل شوي.
ياده دې وي چې دا نښتې له هغې وروسته رامنځ ته شوي چې د تېر اتوار په ورځ نا څرګنده وسله والو په امنيتي سرتېرو بريد وکړو.