تاسو ښاغلیو څه کول چی وطن مو د اور میدان ګرځیدلی و او د دربدرۍ په لوری روان و ؟
دا پوښتنه به خامخا له ټولو کیږی .
غواړم چی خپلی خبری په ډیرو ساده الفاظو کی راونغاړم .
زما خبری هغه چا ته متوجی دی چی د جنګ مسول دی ، او هغه چی له سنګره ګولۍ وروری ، زما خبری هغه روشنفکرانو او سیاست مدارانو ته متوجی دی چی د جګړی په اصلی موخه خبر دی ، خو د خپلو شخصی ګټو لپاره یی یا خاموشی اظهار کړی ده او یا یی په خپلو پچو تبلیغاتو د جګړی میدان د نورو په اشاره تود ساتلی دی .
نن ورځ په افغانستان کی خلک د ملی مقاومت ، ملی پاڅون ، ملی …………….او داسی دیته ورته نورو خبرو باندی د خلکو اذهانو ته د یو بل ملی ناورین خبری زمزمه کوی .
مګر دا هغه کسان دی چی تر هر څه اول یی د خپلو شخصی ګټو لپاره ملی ګټی قربان کړی دی ، او دوی داسی فکر کوی چی لا تر اوسه هم د افغانستان اولس بی خبره دی خو خبره داسی نه ده ، ځکه چی اوس په دی خبره هر څوک پوهیږی ، چی احمد او محمود څوک و او دوی د دی وطن لپاره څه وکړل .
د افغانستان ننۍ جګړه دا کومه د یوی ، دوو ، یا درو لسیزو ، ساده او کومه تصدفی جګړه نه ده ، چی زموږ افغانان دی داسی فکر وکړی چی موږ به خامخا د دی جګړی ګټونکی و !!!
دا جګړي له پیړیو ، پیړیو څخه مخکی پلان شوی جګړي دی چی د جهان ناپوه ، بی علمه ، په اقتصادی او سیاسی لحاظ کمزوری او بی اتفاقه اولس به یی کفاره ورکوی .
او د جهان هغه اولسونه چی د دی ګناه مرتکب شوی دی یو هم د افغانستان اولس دی چی د خپلی ناپوهۍ ، بی علمۍ ، بی معنا غرور څخه د ذلت او فقر ژوند تیروی ، او د جګړی اور یی په خپل خاوره کی په لسیزو لسیزو بل ساتلی دی . او دا اور به لا نوره څومره بل وی د دی خبری اټکل لا ناشونی ښکاری .
مګر د افغانستان اولس نه به دا پوښتنه ضرور کیږی چی تاسی د خپل وطن افغانستان لپاره څه کړی دی ، چی دا وطن مو هر وخت د جګړی میدان ګرځولی و ؟
دلته د هر چا دلیل او منطق فرق کوی ، یعنی دا منطق به د یو او بل په ضد وی ، ځکه چی افغانانو همیشه او هر وخت د یو بل لپاره د بل په لمسه سنګر نیولی او په خپلو کی یی د یو او بل پر سینه ګولۍ ورولۍ دی .
زه هم د خپل دلیل او منطق له مخی غواړم چی خپل نظر له تاسوم محترمو لوستونکوسره شریک کړم .
په اوسنی حالاتو کی افغانان تر هر څه اول باید له شخصی ګټو ملی ګټی بهتره وبولی ،او بله مهمه خبره د صلحی خبره ده ، چی افغانان یو بل ته د ورورۍ غیږ خلاصه کړی ، او د ملیت دعوی ته د عمل جامه ورواغوندی .
او تر ټولو چی ډیره اړینه ده هغه دا چی موږ باید ټول د خپل وطن ابادۍ او سمسورتیا لپاره په یوه اتفاق مټی راونغاړو او د عمل په ډګر کی د خپل راتلونکی لپاره زیار وباسو ، تر څو دا وطن ( افغانستان ) د یوه افغان ملت او یوه افغان هیواد په نوم د جهان د سیالو هیوادنو په کتار کی ودروو.
نن چی څومره د جهان پرمختللی هیوادونه مخ په بره روان دی دا دی یوه شخص یا د څو نفرو د زحمت ثمره نه دی ، بلکی دا د وطن پرستو وګړو برکت دی ، چی دوی په ګډه او اتفاق خپل هیوادونه اباد کړی او د بل د شر او غوبل ځینی په امن کی دی .
لکه څرنګه چی موږ په پښتو ژبه کی متل لرو چی وایی ( په یوه ګل نه پسرلی کیږی ) نو دا روښانه خبره ده چی د افغانستان د حالاتو بدلول ، د ترقی او پرمختګ راوستل د افغانستان په هر وګړی فرض دی .
په ځان وژنه او د بل په وژنه دا وطن نه جوړیږی ، دا انقلاب علم ، پوهی او وطن پرستی مینی ته ضرورت لری ، تر څو موږ دا فرض ادا کړی وی چی په راتلونکی کښی زموږ نوی نسلونه زموږ په تیر ژوند باندی د شرم احساس ونکړی ، او برعکس زموږ ژوند دی دوی لپاره د سوکالۍ او ارام ژوند ډالۍ وی .
د ښکلی افغانستان د ابادۍ په هیله
هلمند پردیس
د اوکراین جمهوریت د ادیسی ښار