زه پدي باور لرم چې دغه موضوع به د ډیرو با احساسه افغانانو په ذهن کې وه چې ورباندي لیکنه وکړي تر څو هغه مینه، چي د افغانستان د بیلابیلو قومونو سره د افغانیت تر عنوان لاندي لري، خلګو ته وښیي او د دې لاري د یووالي احساس په ټولنه کښې نور هم قوي کړي او د جهالت هغه ریښی، چې د اوسنې نسل ټول وجود یې نیولۍ دی، له منځه یوسي.
له بده مرغه، نن افغانستان نه یوازي د امنیتې، سیاسې او اقتصادې مشکلاتو سره لاس و ګریوان دی بلکي فرهنګې مشکلاتو هم پر سر اخیستۍ دی. له یوي خوا په افغانستان کې د نړۍ د بیلابیلو ملیتونو د خلګو شتون د دغه خاوري پر فرهنګ منفي اغیزه کړیده او له بلي خوا د افغانستان د نوي نسل خپلمنځې سپکاوۍ د افغانانو فرهنګ د ستر ګواښ سره مخامخ کړیدي. نن ورځ په کور، ښوونځۍ، پوهنتون، دفتر او حتی په ټکسې موټرونو کښې ځوانان د افغانستان په درنو قومونو باندي ملنډي وهي او توهینوي یي. د بیلګي په ډول د وردګو په اړه په څومره لوړه کچه سپکاوۍ جریان لري، وردګ څوک دي؟ او ولې ورباندي ملنډي وهل کیږي؟ وردګ د افغانستان یو د وتلو او پیاوړو قومونو څخه دی. وردګو د جهاد په سپیڅلي دوره کښي ډیره فعاله ونډه درلوده او اوس مهال هم ډیر تکړه شخصیتونه لرې چې د افغانستان د پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي، د پوهنې په برخه کې هم ډیري لاسته راوړنې لري، د پوهنې کچه یې ډیره لوړه ده او دا د افغانستان لپاره د فخر ځای دی. ځوانان نه باید په داسي یو قوم پسې ملنډي ووهې، ښه به دا وي چې ځوانان خپلو ځانو ته متوجه سې او ددي پر ځای چې په وردګو پسې ټوکې وکړي، باید د هغو په لاس ته راوړنو باندي فخر وکړي او نړۍ ته یې د یو مثبت مثال په ډول وړاندي کړي.
زه دا نه وایم چې وردګ ټول له اسمانه را کښته سویدي خو زه دا وایم چې وردګ د افغانستان یو له پیاوړو قومونو څخه دي چې باید سپکاوۍ یې ونسي. او هغه کسان چې د وردګو یا د افغانستان د نورو قومونو سپکاوۍ کوي هغه په اصل کښې د خپل ځانونو، او د هغه ټولنې چې دوۍ پکښې ژوند کوي، سپکاوۍ کوي.
د اوسنې عصر اکثره ځوانانو نه یوازي خپلمنځې سپکاوۍ کوي بلکه همسایه ملیتونه لکه ترکان هم په ارامه ندي پریښې. که چیرې لږ ژور فکر وکړو، ترکان نه یوازي چې پیاوړۍ اقتصاد لري او د ژوند سطحه یې تر افغانانو لوړه ده، بلکه د افغانستان په تجارتې، صنعتې او تر ټولو مهم د پوهنې په برخو کې ډیر ارزښتناکه او د ستاینې وړ کومکونه کړیدي. ایا ځوانانو ته دا پکار ده چې په یو داسې همکاره ملیت پسې ملنډې ووهې؟ دلته مې هم موخه د ترکانو پلوې نه بلکې خپل افغانې ارزښتونه دې چې باید وساتل سې.
په دغه اړه مې د یوه ملګري سره بحث کوۍ او هغه ددغه فرهنګې فساد لامل د افغانستان مخابراتې شبکې وبللي خو زه ورسره موافق نه یم. مخابراتې شبکې او یا هم نور تکنالوجیکې اسانتیاوې، د بیلګې په توګه کمپیوټر، انټرنیټ، ایمیل او تر ټولو مهم فیسبوک چې ټوله نړۍ یې د ځان معتاده ګرځولی ده، باید په مثبت ډول استعمال سې او ددغو اسانتیاوو استعمال په شخص او د هغه شخص په استعداد، ذهنیت او مفکوره پوري تړاو لري. که چیري یو کس د ټوکو په خاطر د موبایل د مسیج د استانتیا څخه ګټه اخلې او یا هم د فیسبوک له لاري په قومونو باندې ملنډي وهې، دا د هغه کس شخصیت او کم ظرفیتې ښیې.
په دي هیله چې د ګرانو لوستونکو توجه مې و دغه مهمې فرهنګې موضوع ته را اړولې وې. په حقیقت کښې، د دغه مطلب لیکل مې د ډیره وخته په زړه کې وه خو او باالاخره نن مې تصمیم ونیوی چې یو څه ولیکم او د لر او بر ویبپاڼې درنو لوستونکو سره یې شریک کړم. پدي هیله چې ټول لوستونکې د دغه مطلب په ویلو سره خپل تر وسه د افغانستان د ملې یووالې د پیاوړتیا، د ټولني د اصلاح او د خپلمنځې سپکاوي د له منځه وړلو په موخه هلې ځلې وکړي او د افغانانو هغه غرور، چې یو د بل په درناوي کې یې لرې ، نور هم قوي کړي.
په درنښت