د لوګر ولایت د افغانستان د مرکزي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د ننګرهار ولایت، لودیځ ته یې د وردګ او غزني ولایتونه، جنوب ته یې د پکتیا ولایت او شمال ته یې د کابل ولایت موقعیت لري.
د لوګر ولایت چې د هېواد دریمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 645,900 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د پل علم ښار دی او په مرکز سربیره 6 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له محمدآغه، برکي برک، څرخ، ازره، خوښي او خروار څخه عبارت دي.
د لوګر په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د لوګر په ولايت كې په ټولیزه توګه 266 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 244 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 17 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 13 بابه دیني مدرسې، 3 بابه دارالحفاظونه) 4 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 1 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو. د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 124,310 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 3,070 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 8,869 تنه د سواد د زده كړې په 383 بابه كورسونو كې د 231 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د لوګر په ولايت كې د 12,735,751 امريكايي ډالرو په ارزښت 144 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 85 پروژې بشپړې شوې او 59 پروژې تر کار لاندې دي.
په 1390 کال کې د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 2,042 تنه تنه وو.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د لوګر په ولایت کې د نا امنیو موجودیت، د مسلکي ښوونکو کموالی او د 80 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…