پېښور:د پښتو ادب سترعالم اوليکوال فاتح الملک ننگ يوسفزى تېره چارشنبه د روانې مياشتې په دويمه ومړچې د جنازې مراسم يې په پېښور کې ترسره شول او د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز لخوا د هغه په کور حيات آباد کې يې فاتحه او خيرات ترسره شول .ارواښاد فاتح الملک ننگ يوسفزى د ساپي پښتو څيړنواوپراختيامرکزد مشر کتونکي په صفت د ستاينې وړ خدمتونه کړي و چې تراوسه د ساپي د پښتوڅيړنواوپراختيا مرکز د ارواښاد ننگ يوسفزي له هلوځلو گټه پورته کوي. ارواښاد ننگ يوسفزى د ٨٢ کالو په عمر له دې فاني دنيا د تل لپاره سترگې پټې کړې.اروا دې ښاده وي.