په سهیل ختیځ زون پکتیا کې د ماین پاکی، خبرتیا او مرستی ورځ ولمانځل شوه.
نن ۱۳۸۷ لمریز کال چې د وري اتلسمی نیټی سره سمون خوري د سهیل ختیځ زون پکتیا په مرکز کې د ملګرو ملتونو دماین پاکی نړیوالی اداری له خوا د ماین پاکی، خبرتیا او مرستی ورځ د نوموړی اداری په دفتر کی ولمانځل شوهږ
نوموړی مراسم د قرانکریم په څو ایتونو تلاوت پیل شول چی بیا په سهیل ختیځ زون کی د ملګروملتونو دماین پاکی دفتر مسول انجینر شیراغا احمدزی د غونډی برخه والو ته خپله وینا واوروله نوموړی غونډی ته د پکتیا ولایت دولتی چارواکی د ملګروملتونو دمرستندویه پلاوی استازی او یو شمیر ژورنالستان رابلل شوي وو چی په پای کې د دولتی اوغیر دولتی ادارو استازو د ماین پاکۍ د پروګرام سره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.