بسم الله الرحمن الرحیم
انا لله و انا الیه راجعون
دمئ دمیاشتي په دریمه مي په یوې بریښنا پاڼه کي د افغانستان د یوه نومیالي ،خوله ور ، زړه ور او ویاړلي شخصیت ، فاتح الملک ننګ یوسف زي ، د مړیني خبر ولوست . د خبر دلوست سره سم مي حافظه د روسانو د سرو لښکرو په خلاف د هیواد د ازادۍ دننګیالیو د جهاد لسیزې ته ورغله او په دي ورځو کي مي د مرحوم اوخداې بخښلي ننګ یوسفزي هلي ځلي تر سترګو شوې . او په پوره فکر کي ډوب شوم چې ولې به مي لندن ته د سفرکولو په وخت کې دهغه سره یوځل نه کتل ترڅو مي ورسره پخواني یاد داښتونه راسپړلې واې او دنوو مسایلو په برخه کي مو ترې سلا اخستې واي .
فاتح الملک ننګ یوسفزي ، په داسي حال کي چې د افغانستان د شاهي رژیم په وخت کي د قندوز دولس له اړخه د ولسي جرګي وکیل ټاکل شوې وو ، خو تل د ولس په چوپړ کي د ولس د وګړو سره یوځاې وو. که څه هم به یی لکه د نن د ځوانانو په څیر تعلیمي سند دومره ستر نه وو خو دعقل ، پوهې او درائت له اړخه دنن ورځي ددوکتورانو څخه هم مخته وو .
د هجرت په شپو کي ، یعني هغه وخت چې د پاکستان نشنل عوامي (دخانانو ) ګوند دخپلو پالیسیو له کبله د افغان مهاجرینو سخت مخالفت کاوه او «بګوړي» به یی ورته ویلي ، او ان تر دي چې په خپلو سیموکي به یی مهاجرین زورول ، خداې بخښلي ننګ یوسفزي د دي ګوند د مشرانو مقابلي ته را ودنګل او دهغوې سره یی دهغوې په ژبه خبره پیل کړه ، هغه د نواې وقت او جنګ په خپرنیزو ورځپاڼو کي د خپلو شننو او لیکنو یوه لړۍ د( هم بهي مو مین زبان رکهتی هین) تر عنوان لاندي پیل کړه چې د نیشنل ګوند مشران یی چغو او عذر ته راوستل . او دې ته یی وهڅول ترڅو په خپله ناولي او روس پلوه پالیسۍ کي بدلون راوړي .
زه د خداې بخښلي ننګ یوسفزي سره په فرهنګي امورو کي د کار ډیره خوږه تجربه لرم . او دهغه څخه مي ډیر څه زده کړي . په دي اساس یی مړینه د افغان ولس اوپه ځانګړي توګه د پښتون توکم له پاره لویه ضایعه ګڼم .
دالله تعالي نه خداې بخښلي ته دهغه د تیروتنو په اړه د عفوي اوبخښني ارزو لرم ، او دهغه درني کورنۍ او دوستانو ته دزړه له کومي اجر ، صبر او زغم غواړم .
په دې کې شک نه شته چې دداسي شخصیتونو تشه به هیڅکله هم ډکه نه شي ، خو په دې پوهیږم چې د خدای بخښلي دکورنۍ غړي به دهغه لاره تعقیب او دهغه میراث به په ښه توګه نورو نسلونو ته ورسوي .
الله تعالي دې یی روح ښاد او خوشحاله ولري ( امین)
قریب الرحمن سعید
په اروپاکي دحزب اسلامي دسولي اوسیاسي امورو دجرګګۍ رئیس
۵مئ ۲۰۱۲کال