کور / هراړخیز / د کابل ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کابل ولایت د پوهنیز پرمختګ بهیر

د کابل ولایت د افغانستان پلازمینه او د هیواد د مرکزي ولایتونو له جملې څخه ګڼل کیږي چې ختیځ ته یې د لغمان او ننګرهار ولایتونه، لودیځ ته یې د وردګو او میدان ولایت، جنوب ته یې د لوګر ولایت او شمال ته یې د کاپیسا او پروان ولایتونه موقعیت لري.
 
د کابل ولایت چې د هېواد لومړۍ درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 3,568,500 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د کابل ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له کلکان، شکر دره، پغمان، ګل دره، موسهي، سروبي، چارآسیاب، ده سبز، خاک جبار، بګرامي، فززه، قره باغ، میربچه کوټ او استالف څخه عبارت دي.
 
د کابل په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
 
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
 
د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د لیکنې په لومړۍ برخه کې یوازې د کابل د ولایت د اړوندو ولسوالیو تعلیمي بهیر له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي او د کابل د ښار د پوهنې وضعیت به د پلازمینې په توګه د همدې لیکنې د پای په برخه کې ستاسو درانه چوپړ ته وړاندې شي.
 
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د  کابل  د ولایت په اړوندو ولسوالیو كې په ټولیزه توګه 348 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 320 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 19 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 15 بابه دیني مدرسې، 3 بابه دارالحفاظونه)  7 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 2 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي.
 
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 185,075 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 5,426 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې  4,200 تنه د سواد د زده كړې په 138 بابه كورسونو كې د 257  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د کابل ولایت په اړوندو ولسوالیو كې د 3,299,029 امريكايي ډالرو په ارزښت 59 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 38 پروژې بشپړې شوې او 21 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د کابل ولایت د ولسوالیو د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,774 تنه دی.
 
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې
د کابل ولایت په اړوندو ولسوالیو کې د ښوونکو د انتقال لپاره د ترانسپورتي وسایلو کمښت، د مسلکي ښوونکو کموالی او د 104 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
 
د کابل ښار د پوهنې وضعیت
په 1390 کال کې د  کابل ښار د پوهنې د ریاست په چوکاټ کې په ټولیزه توګه 263 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 230 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 12 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 4 بابه دارالعلوم، 6 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه)  1 باب دارالمعلمین، 20 باب د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسې تشکیلولې.
 
د کابل ښار د پوهنې د ریاست په اړوندو تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 903,272 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 28,926 تنو ښوونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
 
همدارنګه د کابل ښار د پوهنې په مربوطاتو کې  22,009 تنه د سواد د زده كړې په 822 بابه كورسونو كې د 179  تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
 
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د کابل ښار د پوهنې ریاست په مربوطاتو كې د 43,713,414 امريكايي ډالرو په ارزښت 388 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 269 پروژې بشپړې شوې او 119 پروژې تر کار لاندې دي.
 
په 1390 کال کې د کابل ښار د پوهنې د دولسمو ټولګیو د فارغانو  شمیر 39,496  تنه دی.
 
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی