د افغانستان او امريکې متحده ايالاتونو تر منځ ستراتيژيک تړون په داسې حال کې لاسليک کيږي، چې د يو شمېر کړيو او ګاونډيو هېوادونو لخوا يې په مخ کې هر ډول خنډونه ايجاد شول او دوى هڅه کوله، چې ددې تړون د لاسليکېدو مخه ونيسي. ددې تړون د لاسليکولو د مخنيوي لپاره په افغانستان کې ډېرې قوي حملې ترحه شوې او ځينې داسې مسايل رامنځته شول، چې افغان دولت يې تر سخت فشار لاندې راوستى وو او بايد يادونه وکړو، چې د تړون له لاسليکولو څو ساعته مخکې په پلازمېنه کابل کې دوې چاودنې وشوې.
يو شمېر هغو ګاونډيو هېوادونو ځکه ددې تړون لاسليکول نه غوښتل، چې په دې تړون کې يې خپلې ګټې په خطر کې لوېدلې. د دوى ګټې دا وې، چې د افغانستان پر سر به يې له امريکې او نړيوالې ټولنې سره په يو او بل نوم معاملې کولې او په دې نوم به يې هم له امريکې څخه پيسې او نور امکانات اخيستل، چې موږ په افغانستان کې امن او سوله راولو. خو په حقيقت کې دوى دا پيسې او امکانات وسله والو ډلو ته ورکول، چې په افغانستان کې جنګ او جګړې ته همداسې دوام ورکړي.
له بل لوري ددې تړون د لاسليکولو مخالفت هغو هېوادونو هم کاوه، چې د امريکا سره دښمني لري او په دې هېوادونو کې ايران هغه هېواد دى، چې تل يې په افغانستان کې د امريکې او نړيوالې ټولنې شتون غندلى او ويلې يې دي، چې امريکا او ملګري به د افغانستان له خاورې څخه ګاونډي هېوادونه په نښه کړي او په سياسي، اقتصادي او نورو برخو کې به يې وځپي.
ايران په وار، وار هڅه کړي، چې زموږ په هېواد کې د ننه يو شمېر رسنيو ته د منفي تبليغاتو لپاره نغدې پيسې ورکړې، تر څو دا رسنۍ له يوې خوا د منفي تبليغاتو پر مټ د افغان ولس ذهنونه خراب کړي او ونه توانيږي، چې د افغانستان د ابادولو لپاره تصميم ونيسي او له بلې خوايې د داسې خپرونو د خپرولو امر ورکړى، چې له مخې يې افغانى کلتور له منځه لاړ شي او پر ځاى ايرانى کلتور پر موږ حاکم او دلته په دې سيمه کې خپور شي.
ددې تر څنګ د تېرو لسو کلونو په ترڅ کې د نيمروز، هرات او نورو هغو سيمو کې چې د ايران سره پر پوله پرتې دي زيات کسان د ايراني دولت له لوري د افغانستان پر ضد جګړې ته هڅول شوي، دوى ته وسلې او نور امکانات راليږل شوي، چې د افغان دولت لخوا په وارو، وارو نيول شوي او رسنيو ته هم ښودل شوي دي، چې د ايران دولتي نښان پرې لګېدلى دى.
خو د دوى دا اندېښنه د افغانستان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي بې ځايه بللي او په وار، وار يې دوى ته ويلې، چې د افغانستان خاوره به هېڅ وخت څوک د چا په مقابل کې ونه کاروي. خو د ګاونډيو هېوادونو اصلي هدف دادى، چې افغانستان دې له هر اړخه مختاج وي، تر څو زموږ هر ډول ګټې په کې خوندي ساتل شوي وي.
همدارنګه ګاونډي هېوادونه نه غواړي، هغه افغانستان، چې پېنځه زره کلن تاريخ لري په سيمه کې د يوه قوت او پوره ځواک په توګه راڅرګند شي، خو اوس زموږ ولس او خلکو دا اراده کړي، چې په هر ډول وي، بايد افغانستان نور جوړ، پر خپلو پښو ولاړ او د هغه چا له غلامۍ نه خلاص شي، چې زموږ د سوټيو په زور مسلمانان شوي او د اسلام سپېڅلى او مبارک دين زموږ نيکونو او پلرونو تر دوى پورې رسولى دى.
له امريکې سره ددې ستراتيژيک تړون د لاسليکولو لپاره د ولسمشر حامد کرزي لخوا په دريالسوه نهه اتيا کال کې دوديزې لويې جرګې ته دوه زره د ولس استازي راغوښتل شوي وو، تر څو دا پرېکړه وکړي، چې افغانستان له امريکې سره ستراتيژيک تړون لاسليک کړي او کنه؟
هر کله چې جرګه پاى ته ورسېده، نو ټولو جوړو شويو کمېټو خپل نظرونه په دوه اويا ماده ييز پرېکړه ليک کې په ليکلي بڼه دولت ته ورکړل، چې په دې نظرونو کې اکثرو هېوادوالو په دې ټينګار کاوه، چې له امريکې متحده ايالاتونو سره دې افغانستان ستراتيژيک تړون لاسليک کړي.
په يو شمېر مادو کې داسې راغلي وو، چې امريکايې ځواکونه به د شپې عمليات نه کوي او د خلکو کورونه به نه تلاشي کوي، د ۲۰۱۴ كاله وروسته كله چې ټول بهرني ځواكونه د افغانستان نه بهر كيږي په هيواد كې د ترسره كيدونكو عملياتو واك بايد افغان ځواكونو ته وركړل شي، که چا زموږ پر هېواد تېرى کاوه، نو بايد دوى له موږ سره اوږه په اوږه په دفاع کې ودريږي او همدارنګه به د افغانستان دودونو او کلتور ته درناوى کوي. نورې هم ډېرې داسې مادې وې، چې د هېواد په ګټه وې او د هغې له مخې افغانستان ښه پرمختګ کولاى شي.
د افغانستان او امريکې متحده ايالاتونو تر منځ ستراتيژيک تړون د چهارشنبې په شپه ناوخته لاسليک شو او ددې تړون د لاسليکولو لپاره بارک اوباما په يوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغى. د تړون له لاسليکولو وروسته نوموړي وويل، چې موږ به افغانستان يوازې نه پرېږدو او موږ غواړو، چې له دې وروسته دا هېواد اباد او پر خپلو پښو ودروو. ده زياته کړه، چې له دوه زره څوارلسم کال وروسته افغانستان دومره يوازې نه پاتې کيږي، چې د پخواني برخليک سره مخامخ شي او د تل لپاره يې امريکا او نړيواله تولنه همکاره ده.
دده په خبره، چې امريکا به افغانستان له دې وروسته هم يوازې پرېنږدي، خو که امريکا رښتيا د افغانستان او ددې هېواد د خلکو همکاره وي، نو په رښتيا سره دې په دې هېواد کې د نمايشي کارونه پر ځاى داسې کارونه وکړي، چې افغانانو ته په راتلونکې کې هم په ګټه تمام شي او امريکا بايد زموږ کلتور، مقدس دين، ملي حاکميت او نورو برخو ته ډېر پام وکړي او که چېرې د تېرو لسو کلونو تېروتنې تکرار کړي، نو کېداى شي، چې په دې هېواد کې زياتې ستونزې رامنځته شي.
دا تړون لا لاسليک شوى نه وو، خو لاسليکولو ته يې د تيارېدو خبر ورکړل شوى وو او په هغه وخت کې د افغانستان د ملي امنيت مشاور داکتر رنګين دادفر سپنتا ويلي وو، چې د افغانستان او امريکا تر منځ دغه مسوده اته فصلونه لري، چې د افغان ځواکونو پياوړتيا، په امنيتي برخو کې مرستې، د القاعده پرضد مبارزه او د خپلواکۍ ساتل يې مهمې برخې دي. خو تېره شپه خبر ورکړل شو، چې د يادو هېوادونو تر منځ ستراتيژيک تړون لاسليک شو.
افغانان هم بايد نور لاس تر زني همداسې ناست پاتې نه شي، دوى د نور د هېواد د ابادۍ لپاره داسې کار وکړي، چې د هغې له مخې افغانستان پرمختګ کولاى شي، ځکه که موږ همداسې د نن کار سبا ته پرېږدو او يا وايو، چې دا کار به خير دى خارجيان وکړي، نو ددې هېواد جوړونه نه يوازې ګرانه ده، بلکې بايد نور له دې لاس ووينځو، چې افغانستان به اباد او د خپل واک خښتن وي. لنډه دا چې خپل هېواد او خپل کور په خپله جوړيږي او که په خپله يې جوړ نه کړو، نو د ډېرو دلايلو له مخې يې جوړېدل امکان نه لري.