کور / هراړخیز / د ګیدړانو قباله

د ګیدړانو قباله

په ولسي کیسو کې اورو چې کومې په نس وږې ګیدړې  یوه بادراوړې  پاڼه یا صفحه پیدا کړې وه ، او بیا ددې لپاره چې د حرامخورۍ په خطرناکه هڅه کې تنها نه وي او  بل ملګری هم ورسره وي ،  کوم ساده  ګیدړ ته یې ست کړی وو ، چې درځه چې هغه دانګورو باغ ته ورشو او ځانونه په کې ماړه کړو ، ګیدړ ورته ویلي وو چې هغه باغ خو دپلاني سړي دی ، او که ورواوړو  هسې نه چې له وهلو مو په منډو ستړي کړي ، چالاکې ګیدړې ورته ویلي وو ، چې څوک وایي چې باغ دهغه دی  ، باغ زما دی  ، په دې وخت کې  ورته هماغه بادراوړې صفحه ښکاره کوي او ورته وایي ، که یې نه منې نو وګوره دا یې  ( قباله  ) ده !


ساده ګیدړ هم دګیدړې په قباله خطا کیږي او له ګیدړې سره یوځای باغ ته وراوړي ، په باغ کې  یوڅه  وخت دانګورو په خوراک مصروف کیږي چې ناڅاپه باغوان راښکاره کیږي ، ګیدړه چې دقبالې حقیقت ورته معلوم وو ، له پيله یې ځانه ترپ ته اماده کړی وو ، نوځکه مخکې له دې چې دباغوان لاس ته ورشي ځان دباغ کنډو ته رسوي ، خو ناخبره  ګیدړ دباغوان لخوا نیول کیږي ، په دې وخت چې ګیدړه له کنډو څخه دا ننداره ګوري ، نو نیول شوی ګیدړ ورته وایي  چې راشه کنه هغه قباله دې څه کړه ، ګیدړه ورته  خپله باد راوړي صفحه ښکاره کوي او ورته وایي چې ( قباله خوداده  مګر منې یې پرچا ؟! )


که دکرزي او اوباما دستراتیژیک سند روان جریان  وګورو ، کټ مټ همدا دګیدړانو دقبالې کیسه سړي ته ورپه زړه کوي ، ددې سند ( چې تیره شپه یې ددوه اړخیز منلو او امضاء پړاو بشپړ شو) تدریجي بهیر تراوسه هو بهو همداسې روان دی  ، کرزی او ملګري یې دخپل واک داوږدولو او راتلونکي رهبرۍ دنوش جان کولو سختې لوږې  په مخه کړي دي ، او باما سره له دې چې په افغانستان کې پاته کیدل یې حیاتي نه دي ، خو تر دې حده ساده دی ، چې په چل او تزویر په دې هیواد کې بې ضرورته بوخت ساتل کیدای شي ، نوموړی چې له افغان لس کلن جهاد وروسته  افغانستان ورته کومه مفته او اسانه  مړۍ نه ښکاري ، نو ځکه ددې هیواد په اړه خورا په احتیاط سوچ کوي  .


له تیرې څه مودې راپدیخوا کرزي  دخپلې بقاء لپاره  اوباما په دې متیقن کړی ، چې له قانوني اړخه یو داسې کاغذ ( ستراتیژیک سند ) شته چې که  دواړه خواوې پرې باور وکړي ، نو کولای شي چې افغانستان  بیغمه دځان کړي او په ګډه یې وخوري ، تیره شپه چې دکابل په ارګ کې څه تیر شول ، په حقیقت کې داوباما لخوا دکرزي دخیالي سند دمخ کتنې مراسم وو ، چې دواړه خواوې پرې متیقنې شوي او نیت یې دی چې په راتلونکي کې یې له مخې اجرآت وکړي ، په دې توګه  دواړو ګیدړانو بادراوړی کاغذ د باغ ( افغانستان ) دقبالې په توګه  سره ومانه ، او کیسه دې ته ځای ته ورسیده چې نور به بیغمه په باغ کې خپلې خیټې ډکوي ، دلته یوبل په زړه پورې مناست دا وو چې معمولا ګیدړان د ورځې دچا کور یا باغ ته دوراوښتلو جرأت نلري او دشپې له تیارې څخه په استفاده چرګې پټوي یا انګور خوري ، دکرزي او اوباما غونډه هم دشپې په تیاره کې ترسره شوې ده .


  ښه ،  اوس چې دباغ دلوټ لپاره  دګیدړانو اجماع رامنځته شوه ، راځئ دکیسې ترټولو جالبې برخې ته انتظار وکړو ، چې ډیره زر پیښیدونکي ده ، اوس به که خیر وو ګیدړان په دې نیت دباغ لوټماري پیلوي ، چې ګنې خپل یې دی ، په داسې حال کې چې باغ دګیدړانو نه بلکې د( باغوانانو )دی


هو کې  ! زموږ دعقیدې له مخې دا ځمکه لومړی درب العلمین ذات جل جلاله ده ( ملکا  وخلقا وتصرفا ) ورپسې دا خاوره ( افغانستان ) زموږ د مؤمن مجاهد اولس دی


دا به راتلونکی هم په ډاګه کړي چې دا وطن دچادی ، خو دګیدړانو په ادرس داوس لپاره باید یوازې دومره ووایو چې  :


این ملک ملک ماست


که ملک خدای ماست