کور / سياسي / دبلوڅو تايخې بهير ته لنډه کتنه دوهمه او آخرې برخه

دبلوڅو تايخې بهير ته لنډه کتنه دوهمه او آخرې برخه

د پاکستان حکومت وايې چې دوښمانان د پاکستان د ورانولو پسې راخښستې ده او دا وخت چې هر څوک د پاکستان خواته د دوستې لاس راغزوي هغه د پاکستان ريښتنې دوست ګڼل کيږي او پدې ډول پاکستان د کلات له الحاق څخه پرته په بل هيڅ خبره باندې د غور کولو له پاره تيار ندي


سټرفل وويل : دا يو حقيقت دي چې خاران ، او لاس بيله د کلات حق دي خو کله کله دا حق د حقدار په لاس کې نه وي ، د سټرفل د بيان په ختميدو د کلات شورا اور واخيست ميربخش بزنجو وويل : مونږ د بل پلاس کې د خپل سرنوشت ورکولو ته تيار نه يو مونږ به نر او ښځې خپل سرونه قربان کړو خو غلامې ته به سر ټيټ نکړو.


پدې وخت کې يوځل بيا د کلات صدراعظم کراچی ته لاړ او د کلات د شورا د دواړو مجلسونو تصويبونه يې د ځانه سره واخيستل خو دا ځل بيا هم تش لاس راستون شوه نه يواځې دا چې تش لاس راستون شوه بلکې پر کلات باندې د پاکستان د يرغل نښې او نښاتې هم راڅرګندې شوي د کلات خان دي ستوخو پيښو ډير زړه تنګې کړ او دي ته اړ شوه چې د خپل دريځ کې څه بدلون راولي د « ۱۹۴۸ م » کال د فبروری په مياشت کې چې د پاکستان ګورنر جنرال جناح د سيوی ميلې ته د ګډون له پاره راغي نو د کلات خان ورسره وکتل او په پاکستان پورې د کلات د تړلو له پاره د لارې د هوارولو په کار کې ور څخه مرسته و غوښتله خو جناح ده ته وويل ( حکومت د کلات د الحاق له پاره يوه طرحه تياره کړيده ته هغه وګوره او ماته دی خپل اند ووايه ) خان اعظم چې دغه طرحه او مسوده وکتله نو ور معلومه شوه چې پاکستان په هيڅ ډول له خپلې خبرې ګرځيدو ته تيار ندي د کلات خان يو ځل بيا دا کشاله د کلات شورا ته وړاندې کړه ولسې جرګې خپله پخوانې فيصله تايد کړه خو مشرانو جرګې په خپل تصويب کې نرموالې راوست او له پاکستان له حکومت څخه يې د سلا مشورې له پاره درې مياشتې مهلت وغوښت پدې وخت کې د کلات خان د پاکستان مشرانو ته د خپل ورور آغا عبدالکريم په مشرې د بلوڅو د سردارنو يوه ۱۵ کسيزه هيت کراچې ته وليږه خو پاکستانې واکدارانو له دوې له کتنه څخه ډډه وکړه .


د « ۱۹۴۸ م» کال د مارچ په اتمه نيټه د پاکستان ګورنر جنرال جناح کلات ته يو مکتوب وليږه چې پدې مکتوب کې يې د کلات خان ته خبر ورکړی و چې ما په پاکستان پورې د کلات د الحاقه له پاره له څارنې او مراقبت څخه لاس واخيست او دا خبره مې لدې ورسته د بهرنيو چارو وزير ته وسپارله . لدغې مکتوب له مفهوم څخه هيڅ څوک نه پوهيدل چې د پاکستان واکدارنو پدې باب کومه نوی لاره غوره کړيده خو د همدې کال د مارچ په اولسمه نيټه نا څاپه د کراچې راديو اعلان وکړ چې ( مکران ، خاران او لاس بيلې ) خانانو په پاکستان پورې د خپل رسمې الحاق اعلان وکړ .


پدې خبرې سره د بلوڅو د زړونو پرهارونه نور هم تازه شول دا ځکه چې د بلوڅو پر ضد د پاکستان د حکومت يوه دسيسه و او د بل پلويې د کلات څخه يوه ځنډه د مکران په نوم بيله کړه مکران په دغه وخت کې يوه ولسوالې و چې شهزاده عبدالکريم يې حاکم وه . د کلات خان دي خبر ډير ورخطا کړ نو د پلوڅو د سردارنو له مشورې پرته يې په خپل سرپه پاکستان پورې د کلات د الحاق اعلان وکړ ، ددې اعلان په اوريدو سره بلوڅ نور هم و پاريدل او دغه اعلان تر اوسه پورې چاندې منلې د پلوڅو د مروجه قانون له مخې د کلات خان دا حق نه درلود چې پخپل سر د داسې لوې فيصلې پريکړه وکړي .


پدې ټوګه د کلات د خانې چارې « ای ،جې ، جې » ته وسپارل شوي دوي يوه اعلاميه صادره کړه او دکلات ټول پخوانې تشکيلات يې لغوه اعلان کړل د کلات نيشل پارټې او شورا هم ړنګه شوه ، لوی ، لوی مامورين يې برطرفه کړل او ځينې د بلوڅ مشران لکه : مير بخش بزنجو ، مولانا محمدعمر ، مولانا عرض محمد ، ګل خان نصير او نوريې بنديان کړل بلوڅو دي پيښو ډير راوپارول او تر ټولو اول شهزاده عبدالکريم خان د کلات د خان ورور او ګلران پخوانې حاکم چې له زلميتوب څخه يو خون ګرم نشنليست د ۱۰۰ بلوڅوسردانو او ځوانانوسره يوځای د افغانستان سرحد « سرلټ » سيمې ته راغي او د نظر محمدخان کاريز ته يې واړول دغه خبر د برښنا په څير په ټوله علاقه کې خور شو ، په موده کې ۵۰۰۰ بلوڅ ځوانان په وسلو سمبال شول ،دي پيښې د پاکستان حکومت سخت ورخطا کړ نو په حيله او نيرنګ يې لاس پورې کړ تر څو عبدالکريم خان او ورسره ملګري يې په پيسو او غلطو وعدو وغولوي او بيرته کلات ته راستانه شي خو عبدالکريم خان درې مياشتې ورسته راستون شوه دکلات سيمې د ننوتو سره جوخت د خپل ملګرو په ګډون ونيول شوه او سمد لاسه قيدونه او جرمونه پرې وختل د ( ۱۹۵۲ / ۱۹۵۵ کالو کې د پاکستان حکومت پريکړې ،دسيسې د بلوڅو قوم پرضد يوه د بلې پسې عملې کيدله دغه چلواټو پر بلوڅو قوم ړنا ورځ توره شپه کړ او هره پيښه دبلې نه درنده او ځورونکې وه لدې کبله د بلوڅو پدې تنګه موقه کې د کلات خان په « ۱۹۵۸ م » کال د « ميرې کلا » د پاسه د خپلواکۍ بيرغ و رپاوه او بشپړه خپلواکېۍ يې اعلان کړه پدې موقه کې د پاکستان پوڅ د بلوڅو پربې دفاع قوم وروخوت او ناڅاپه جګړه پيل شوه . بلوڅ قوم ډير بې رحمانه او د ټولو انسانې کرامت څخه لېري د مرميو تر سوزونکو وړانکو لاندې ونيول شوه ، پاکستان حکومت خپل ناروا يرغل يې پداسې غولونکې بڼه توجيح او معرفې کړ چې ګواګۍ دوي د ولس مصونيت او د امنيت چګړې ته راغلي دي او دا ددوي روا حق دي ، برعکس دا جګړه د يو داسې پرلپسې اشغال له پاره هلې ځلۍ وي .


دې ستر يرغل د بلوڅو د خپلواکې سينه وڅيرله ، ګريبان يې په اوښکو لوند شوه په زرهاو بې ګناه او بې دفاع سپين ږيرې ، ګونډۍ ، يتمان ، ماشومان ، ځلميان د پاکستان د بټيو په پخو ښويو باروتو کې وسوزيدل او ددي ناروا يرغل د تنور سرو لمبو ته ګذار شول .


په پايله کې « ۹۰۰ » بلوڅ شاه ځلمی چې سردار هم پکې و شهيدان شول د پاکستان پوڅ پر کوټ وروختل په سل ګونه تور سرې يې سر لوڅې کړي ان تر دي چې د خان اعظم  او دده ميرمن او يو وړوکې زوی يې هم ټپيان شول ، د کلات خان په زخمې ځان بندی لاهور ته وليږل شوه او پوڅ پر بلوڅو کربلا جوړه کړه ، په زرګونه بلوڅان و نيول شول ، کورونه يې لوټ ، مالونه يې تالا او فصلونه يې په بمونو وسيځل شول . د پاکستان پوڅ شل زره سر تيرې په عميلاتو بوخت څو کاله هلته پاتې شول خو ميړنې او غيرتې بلوڅ قوم چې د آزادی د لارې پتنګان و داسې ريکاړت يې ټينګ کړ چې مثال يې لږ ليدل کيږي .


بلوڅ مجاهد ميرنوروزخان چې بو ځل يې د ( ۱۹۲۶ / ۱۹۲۷ کې د خپلو مبارزو په سلسله کې افغانستان ته پناه وړي د ميړنو بلوڅو د لښکرو سره د جاله وان غرونو او تنګو درو ته يې مخه کړه او په پاکستان پوڅ ، نظامی او اداری تاسيساتو ، سرکاری دفترونو ، تحصيل داريو ، جمه داران ، سرميران او منصبداران يې بې شميره ووژل او ځينې يې ژوندی وتښتول .


دا ځل پاکستان حکومت يو بل چل و چلاوه مير نوروز خان ته يې د مسلم ليک يو ليډر ورواستوه چې ستا د قوم مطالبات منظور دي او دا دي عهد او پيمان د قرآن پاک په حاشه کې ليکل شوی ، امضا شوی درواستول شوه راځه چې روغه جوړه سره وکړو .


مير نوروز خان سره د خپل زوی او نورشاه زلمې د قرآن پاک په احترام راکوز شول د راکوزيدو سره سم پاکستانيانو ونيول په همدې موقه کې پاکستان حکومت اوه تنه ميړنې بلوڅ چې د نوروززرګزی زوی مير بټې هم پکې شامل و په دار وخيژول او پخپله مير نوروزخان ته يې د عمر قيد سزا ورکړه چې ورسته په جيل کې مړ شوه .


 بلوڅ رهبران لکه : نواب محمد اکبر بکتې ، مير غوث بزنجو ، ميرګل خان نصير ، حسين عنقا ، خيربخش ميرې ،عطاالله خان مينګل ،شهزاده عبدالکريم په عذابو ولړل سول پدی ډول د پيل څخه تر اوسه پورې د بلوڅو باتور قوم د پاکستان د حکومت لخوا په رنګارنګ دسيسو تورن کږي او په ګڼو برخوکې ورته پرابلمونه پيدا کوي پدې اړوند د خپل پليد سياست څخه ګټه پورته کوي پدې ترتيب سره د بلوڅو د طبعې زيرمو څخه چې د بلوڅ قوم پورې اړه لري ناروا ګټه اخلي او دخپل ميکاولستې سياست په چلولو سره بلوڅ قوم د ټولو مادی او معنوې شتمنيو څخه بې برخې کړي پدې ټوله موده کې بلوڅ قوم د خپلواکۍ غوښتنونکې وه او دي خو سوال دا دي چې اوس ول امريکا ورسره همغږه شويده ؟ آيا په ريښتيا امريکا د مظلومو بلوڅو په فکر کې ده ؟ یا دا چې په سيمه کې نورې موخې لري ؟ د بوچستان په سيمه کې د امريکا د پام وړ مسله د ګوادر بندر دي ددې بندر د کار پيل د پاکستان د بوڅې ولسمشر پرويز مشرف له لورې د چين په مرسته پيل شوه . امريکا ولې دې بندر ته ليوالتيا لري ؟ د ګوادر د بندر د جوړيدو ټول لګښت ۲۴۸ ميلون ډالره ده چې له دغې شميرې څخه ۱۹۸ ميلون ډالره د چين له لورې مرسته شويده او چينايې نظامې کار کوونکې هم ددغه بندر په چارو بوخت دي . د ګوادر بندر د دريو مهمو سيمو منځنې ختيځ ، سويلې اسيا او منځنې اسيا تر منځ پروت دی چې له کراچې څخه ۴۶۰ کيلو متره ،له ايران څخه ۷۲ کيلو متره او له هارموز له تنګې څخه ۴۰۰ کيلو متره واټن لري همدا راز دا بندر د هند سمندر او د عربو خليج د انرژې د ليږد لارې په ټوګه امريکا ته ځانګړې ارښت لري ، که دا لاره د چين تر کنترول لاندې راشي دا به د امريکا لپاره جدې ننګونې وزيږوي هودا راز چين کوالاې شې ددغې بندر د لارې د سينګيانګ ايالات او د چين د لويديځو سيمو څخه افريقا او ايران ته د تيلو د ليږد را ليږد د لاری په توګه ګټه پورته کړي او چينايې مالونه د همدې بندر د لارې نړۍ ته وليږدوي .ددی بندر کارکونکې چينايې پوځيان دي چې د کار تر څنګ په سيمه کې د امريکا له فعاليتونو څخه هم څارنه کوي چې دی عمل د امريکا قهر راپارولې ام په هر بيه چې کيږی غواړي د چينايانو لاس ددغې سيمې څخه پری کړي ، بله دا چې امريکا هيڅ کله نه غواړی چې په پاکستان کې دې د چين د نفوذ د پراختيا له پاره زمينه برابره شي نو ځکه دبوچستان د آزادی غوښتنونکې دي کچيرې خپلواک بلوچستان رامنځ شي نو د بلوچستان سره به د لويديځوهيوادو په ځانګړې توګه امريکا پراخې مرستې جارې شي د طبعې زيرمو څخه به يې د بلوچستان خلک ګټه پورته کړي پدې نږدو کې يو ځل بيا د بلوڅو د آزادې غوښتنې نعرې راپورته شوي چې غواړي د خپل ټاټوبې وارسان په خپله خاوره کې شتون شي د بلوڅو پدې پاک او مقدس ارمان کې د نړۍ صلح غوښتنونکې ولسونه ځانونه د بلوڅو د ننګيالې قوم سره همږغې لري او پدې پاک ارمان کې هغوي ته د لا بريليتوب غوښتنه کوي .


  په درناوي


 


ماخذونه :


۱ /  لرغونې پښتانه قومونه  قيام الين خادم


۲/ تاريخ بلو چستان ميرګل خان نصير بلوچ


۳/ د پښتنې قبيلو شجرې او مينې  پوهنوال محمدعمر روند مياخيل


۴ /  بيلابيل ويپ سايټونه