په دغه لیکنه کې د افغانستان او د نړۍ په اړه څو لرغوني او د پامه لوېدلي ټکي ته نغوته کوم.
افغانستان یو غرنی هېواد دی. او په پخوانیو وختو کې د ژبې د واړتوب د امله د ساحو او کلیو لرغوني نومونه یې هم د غرونو د نومونو سره تړاو او د هغه ځای د غره په نامه په نښه کېدل. چې دې څخه یو نوم کاشغر دی. کاشغر ټکی له کاش (یا ارمان) او غر څخه اخیستل شوی دی. څه اروپایي پوهان په دې اند دي چې دا د نړۍ ګوټ دومره ښکلی وو چې خلک یې د لیدو په ارمان وو. د غرونو څخه په داسې یو ساز او ګډا اوبه راکښته کېدې او اوبو دغه ساحه شنه کوله او دوو خواو ته یې د هر ډول مېوې بڼونه پراته وه. په لنډه که ووایم د دغه ښکلا د لیدو سره د انسان سترګې او اند له کاره وتو.
دا ساحه د کاشغر (چې نن ورځ په چین پورې تړلې ده) پیل کېده او ګندهار،پکهت ، غوریان او را کوزېده تر کندهار، هلمند او کوټې کې پای ته رسېده.
کاشغریان (کاش – غر – یان) پښتانه او څاروي لرونکي خلکو وه. دوی عقیده درلوه بوټیو، ونو، ژویو، په لڼډه پنځ (طبیعت) ته. وروسته د اسلام د راتګ سره دا عقیده په سوفیزم واوښته.
د لویې پکتیا په یوه برخه کې د کاشغر په نامه قام وه. په لومړۍ پېړۍ کې کاشغر (کاش – کیش- کوش) چې وروسته د کاشغریانو – کیشانیانو او یا کوشانیانو په نامه یادېدل، راپورته شول او ډېر غټ واک یې جوړ کړ. په دغه واک کې بخارا، د ننني ایران لوېدیزه برخه، د هند ختیزه او د چین د پامیر خوا ته پرتې خاورې، ګډون درلود. دوی، د زده کړې ښه وړتیا درلوده او ډېر شیان یې د خپلو ګاونډیانو څخه چې په هغه کې چین اړین رول لوبه وه، زده کول. د دوی نښه او سمبول ګوربت وه. ګوربت په دې ساحه کې اړینې دندې او د خلکو په زړونو کې یې د مینې او د درناوی ځای درلود. د بېلګه په توګه یو د غټو دندو څخه چې مرغه درلوده هغه د مشر ټاکل وو. مرغه یې الوزوه چې د هر چا په اوږه به کېناست د هغه سړي په مشری کې د خبرو او د اړنګ بړنګ توب د څرگندونی څه نه پاتې کېدل. په دې ډول دوی د پڼځ د واک او قوت څخه کار اخیستو. په پښتنو کې د هغه وخت نښې او نښانې لا هم لیدل کېږي. د ګوربت انځورونه په لوړو او د درناوی وړ ځایونو کې، د ګربز (ګربت – ګوربت) ځواکمن ټبر، د ګوربت غر او داسې نور.
کاشغریان د ۱۸۰۰ تر ۵۳۹ مخکې د زيږديز د بابل – بابیلون (عراق) په پادشاهی کې هم لوی لاس درلود. هلته دوی د کیشیانو په نامه پېژندل شوي وه. دوی، هلته یو پرمخ تللی دود او ژوند جوړ کړ. کیشیانو د هغه ځای اوسېدونکو (سومریانو) ته هم د پنځ سره د مینې او د پنځ د واک څخه د کار د اخیستلو لارې ښکاره کړې. د هغه ځای د نامتو ښارونه: اور، اورک، کیش، یسین او بابل وو. چې په دغه نومونو کې هم د پښتو ژبې بڼسټ په ډاګه کېږي. کله چې د دوی واکمني وچاړه شوه نو دوی بېرته د خپلو نیکوګانو ملک (ننني افغانستان) ته راستانه شول او د دوی د راتګ سره نور پښتنه قامونه لکه ارککوز، کاکړ، سلیمان، لودي، باختر، ګندهار او نور وړونو سره یو ځای شول. دا قام په ګډه نن ورځ د پښتون (پټان، پختون، پشتون) په نامه یادېږي. او تر نن ورځې دوی په غټه توګه خپل دود او دوی کاشغریان نن ورځ په پښتونخوا خو په لویه کچه په کندهار او کویته کې میشت دي.
په دې هکله ډېر اسناد او څرګندونې شتون لري. او په خپله ما په دې اړه نه یوازې په پښتونخوا کې خو په اروپا کې د لرغونپوهانو او پېښلیکپوهانو سره خبرې او اترې کړې دي. پرېکړه پر دې شوې ده چې کاشغر، په بله پښتون مدام د غره په بله وینا د (کوه کاف) اوسېدونکي وو.
په دې هکله ډېر اسناد او څرګندونې شتون لري چې په راتلونکې کې به رڼا ورباندې واچول شي .