له پاکستانه د ناټو د اکمالاتو د لیکې د بیا پرانستیدو په اړه د رازونو خپرېدل پیل شول
تر ۲۰۲۰ کاله په افغانستان کې د امریکا د پاته کېدو پروګرام …!
د اسرايیلو له خوښې پرته له افغانستانه د امریکا وتل ناممکنه دي.
په منځني ختیځ کې له “سترې جګړې” وړاندې به امریکا له افغانستانه و نه وځي.
سرچینه: ندای ملت (اوونیزه) April 28, 2012
لیکوال: محمد انیس الرحمن
ژباړن: نسیم پسرلی
د سکندر اعظم د خوب په څېر د امریکا د نړۍ د فتح کولو خوب هم ناممکنه شوی. واشنګټن اوس خپل پیل کړی جنګ بېلابېلو سیمو ته خپروي. خو حالات د امریکا له لاسه تقریبا په وتو دي. امریکایي تګلاره جوړونکو ته اوس هم روس غټ قوت ښکاري او په دې فکر کې دي چې دوی به د پخواني شوروي اتحاد په برخلیک اخته کړي. خو د اکمالاتو په لار کې خنډونه یوه ستره ستونزه ده، په داسې حال کې چې په مختلفو سیمو کې پراته امریکایی ځواکونه هیڅ پرمختګ ته تیار نه دي. د امریکایي جنرالانو غوښتنه دا ده چې د پاکستان او افغانستان پر سرحدي قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دوام ورکړي تر څو د جنګ تنور ښه ګرم و اوسي. امریکایی څیړونکي ډاکټر تامس اف لاینچ چې د جنوبي اسیا پر موضوعاتو په امریکا کې تکړه څیړونکی دی په دې وروستیو کې په “فارن پالیسي” مجله کې یوه مقاله لیکلې ده. “فارن پالیسي” تر ډېره په جنوبي اسیا کې د پاکستان په اړه لیکنې خپروي او له دې سره سره په جنوبي او غربي اسیا کې د امریکا د نظامي او سیاسي اړیکو په اړه هم څېړنیز مواد خپروي. ډاکټر تامس په خپله لیکنه کې امریکایانو ته مشوره ورکړې چې ” دوی دې د پاکستان او هند تر منځ د اختلافاتو د کمولو هڅې وکړي ځکه چې د افغانستان ځمکني حالات هغه څه نه دي چې په ظاهره مو تر سترګو کیږي. د اسامه له مرګه وروسته په القاعده پورې تړلي نور وګړي د دغې شبکې په بیا پراخولو اخته دي، او د طالبانو په زور کې هم زیاتی راځي. په داسې حالاتو کې چې د پاکستان او هند تر منځ اړیکې هر څومره خرابې وي ګټه به يې القاعده ته رسیږي. امریکا باید پرېنږدي چې افغانستان د استخباراتي شبکو د نیابتي جګړې پر میدان بدل شي، دوی ته په کار دي چې له هره اړخه د القاعده مشران په نښه کړي.” ډاکټر تامس په خپله لیکنه کې نور داسې لیکي “اسلام آباد د افغانستان ملي اردو د هندي پوځ زیاتونه ګڼي. د اسلام آباد د دې وېرې د لرې کولو لپاره امریکا ته په کار دي چې د ښو اړیکو پواسطه دغه وېره لرې کړي او دوی په دې قانع کړي چې افغان ملي اردو کوم هندي خنجر نه دی چې دوی به پرې له شا وهي بلکه پاکستان او هند کولای شي دغه ځواکونه د ترهګرۍ او افراطیت پر خلاف استعمال کړي، ځکه چې تر راتلونکې یوې لسیزې به دوی له افراطیت سره په ګډه مبارزه کوي.”
له دې سره سره ډاکټر تامس امریکا ته مشوره ورکوي چې ” امریکا باید په افغانستان کې نوره هم واوسیږي، کم له کمه د همدې لسیزې تر پایه باید په دغه هیواد کې پاته شي او دغه پاتې کېدنه باید د ناټو په شکل کې ډېره وي خو د موخو د ترلاسه کولو لپاره هم د ناټو پاته کېدنه هم د دې لسیزې تر پایه په افغانستان کې ضروري دي. په دې اړه دې د پاکستان او هند پوره باور هم ترلاسه شي. د همدې لپاره له هر څه وړاندې امریکا ته په کار دي چې دې خبرې ته پام وکړي چې د افغانستان خاوره د هند او پاکستان تر منځ د نیابتي جګړې میدان نه شي. په همدې ډول امریکا او ناټو کولای شي د “افراطیت” خلاف دغه جګړه وګټي.”
ډاکټر تامس وایي چې د دغو موخو د لاسته راوړلو لپاره دا ضروري ده چې د پاکستان، هند، د افغان طالبانو مشران او د شمالي افغانستان د قوم پاله ډلو تر منځ خبرې وشي. اوس پر دې خبرو د فکر نه بلکه د عمل وخت دی.
د ډاکټر تامس د دغې مقالې له مخې ویلی شو چې د ده دغه مقاله په واشنګټن کې د موجودو صهیوني سیاسي مبلغینو د هغو هڅو منعکسوونکې ده چې امریکایي او د هغوی د صهیوني صلیبي متحد- ناټو- ته په اوس وخت له افغانستانه د وتلو اجازه نه ورکوي. له دې پرته دا هم یو حقیقت دی چې د سپتمبر د یوولسمې د ډرامې وروسته د مسلمانانو پر خلاف د جګړې له امله د امریکا اقتصاد خراب شوی او د امریکا وګړي اوس داسې محسوسوي چې د دوی د ټکس پر پیسو امریکایي جنرالانو او صهیوني سیاست کوونکو په نړیواله کچه د ترهګرۍ بازار ګرم کړی دی. همدا وجه ده چې د ټاکنو پر مهال د اوباما د “تغییر یا change” شعار د امریکایانو د غولولو لپاره وو. خو په حقیقت کې هماغه څه وشول او روان دي چې د نړیوال صهیونیت تګلاره ده. کله چې په امریکا او اروپا کې د جګړې خلاف د خلکو د مخالفې رایې شمېر زیات شو، اوباما له افغانستانه د وتلو نېټه اعلانه کړه او ویې ویل چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به امریکایی پوځ له افغانستانه وځي، خو دا هم یو فریب وو تر څو د امریکا او اروپا د خلکو پر قهر اوبه توی کړي. موږ په خپلو شننو کې همېشه دا ویلي چې له افغانستانه د امریکایانو وتل د هغوی په خپله خوښه نه شي کیدای او نه هم امریکا افغانستان ته د بېرته وتلو لپاره رالېږل شوې ده. که امریکا او یا ناټو ته په دغه جګړه کې ځاني یا مالي تاوان رسیږي نو ودې رسیږي، نړیوال صهیونیت ته له دې امله هیڅ تاوان نه رسیږي، د نړیوال صهیونیت پر وړاندې امریکایي او اروپایي پوځیان او سیاست کوونکي د نړیوال شطرنج مهمې دانې دي. زموږ له نظره کله چې په ۲۰۱۱ کال کې امریکا او ناټو دا ضروري وبلله چې په افغانستان کې د خپلې پاتې کېدنې یوه ګټه امریکایانو او اروپایانو ته وښیي نو یې په “ایبټ آباد” کې د خپلو عملیاتو نتیجه ور ته وړاندې کړه. د دنیا په وړاندې یې د اسامه د مرګ کریډیټ واخیست او د امریکا خلک یې وپوهول چې ستاسې د ټکس پیسې بیځایه نه مصرفیږي… دا چې په دغه ډرامه کې له دوی سره په سیمه کې چا چا مرسته وکړه دا به هم شاید په راتلونکو کلونو کې په کوم “ویکي لیکس” کې راښکاره شي. ډېری په دې نظر دي چې اسامه له دغو عملیاتو ډېره موده مخکې له دنیا سره خدای پاماني کړې وه او دلته یې یوازې کورنۍ اوسېده، له همدې امله ده چې هغو امریکایانو چې د صدام حسین له نیولو وروسته یې د هغه خوله پرې خلاصه کړه، د هغه غاښونه او ږيره یې لا نړیوالو رسنیو ته وښوده، هغو امریکایانو چې قذافي یې د لیبیایي باغیانو پواسطه ونیو او په ټولې نړۍ یې د هغه ننداره وکړه، د اسامه له مرګه وروسته د هغه دیوه تصویر په ښودلو حتی و نه توانیدل…؟ او د اسامه د کورنۍ د غړو له نیولو وروسته یې هغوی هم ازادو رسنیو ته و نه ښودل… تر څو هغوی نړۍ له دې حقیقته خبره نه کړي چې اسامه هیڅ نه وو… دلته خو یوازې موږ اوسیدو… او اوس په پاکستان کې له سزا پوره کیدو وروسته به دوی موږ یمني چارواکو ته سپاري تر څو هلته یو ګمنامه ژوند وکړو… ځکه چې که امریکایان له دې خبرې خبر شول چې د ایبټ آباد په هستوګنځای کې خو اسامه هیڅ وو نه، بلکه د هغه د کورنۍ غړي په کې اوسیدل نو ممکنه ده چې امریکایان به سپینه ماڼۍ په هګیو وولي.
رښتیا خو دا دي چې اسراییل په منځني ختیځ کې یوه ستره جګړه پیلوي. په داسې یوه حالت کې اسراییل یا د نړیوال صهیونیزم سرلاری په هیڅ ډول امریکا ته له افغانستانه د وتلو اجازه نه شي ورکولای ځکه چې د دغه وتلو اغیز به په منځني ختیځ کې د اسراییلو پر جنګ پرېوځي. دوهم دا چې هغو اسلامي تحریکونو او ځواکونو چې په منځني ختیځ کې د اسراییلو مزاحمت کړی دی، هغوی به له د امریکا له وتلو سره غښتلي شي. همدا علت دی چې د امریکایانو او اروپایانو د ذهنونو د تیارولو لپاره دغه ډول په اصطلاح “تحقیقي” مقالې په غربي رسنیو کې خپریږي، چې که امریکایان ژر له افغانستان نه ووځي نو القاعده به بیا په یوه قوت بدل شي او له پاکستانه نیولې تر هنده به “اسلامي افراطیت” یو ځل بیا خپور شي. د همدې علتونو له امله له پاکستان څخه د ناټو د اکمالاتي لارې تړون د پاکستان په پارلمان باندې پاس کړای شو. پاکستان په دې باوري کړای شو چې که د نړیوال وجهي صندوق له خوا دوی ته پور ور نه کړای شو، امریکایان به ور سره مرسته وکړي. دوی د سیاسي مشري او اپوزیسیون د ډلو په واسطه د اکمالاتي لارې لایحه په پارلمان باندې ومنله، په داسې حال کې چې د پارلمان پواسطه ایښودل شوي شرطونه هم د امریکا له خوا – په ظاهره- رد شوي دي، او پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د دوام اعلان یې کړی دی. د دې حالاتو په لیدلو ویلای شم چې تش په نوم جمهوري حکومت، پوځ، ملکي حکومت او تش په نوم اپوزوسیون د امریکا پر وړاندې له اولې ورځې په ګونډو دي. دوی ته یوازې دا کار ور پاته دی چې د امریکا د ظالمانه کړنو پړه پر یو بل واچوي او ملت غافل کړي. د ناټو د اکمالاتي لارې د پرانستو مخالف په ښکاره مسلیم لیګ نون او د فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام ښکارېدل، خو په حقیقت کې دا هم یوه سیاسي ډرامه ښکاره شوه. کله چې د قیام وخت راغی نو فضل الرحمن او نواز شریف دواړه په سجده پرېوتل. تېره اونۍ د زرداري د هند دوره هم د امریکې د پروګرام یوه کړۍ وه. په هر حال هغه کښت چې پاکستاني چارواکو په خپله کرلی وو ریبل یې هم په خپله کوي، خو حقیقت دا دی چې امریکا اوس له افغانستانه نه وځي بلکه د همدې لسیزې تر آخره په افغانستان کې د پاتې کیدو پروګرام لري. له طالبانو سره د امریکا خبرې هم یوه ډرامه وه چې اوس ځنډېدلې دي او افغان طالبانو هم له امریکا سره له خبرو لاس اخیستی دی. د امریکا دا هڅه ده چې په افغانستان کې قوي اډې جوړې کړي او هلته و اوسیږي په دې معنی چې په مهمو او ستراتیژیکو ځایونو کې د اډو په جوړولو سره به په دغو اډو کې اوسیږي او نور افغانستان به یوه لاسپوڅي حکومت او افغان ملي اردو ته پرېږدي تر څو د طالبانو د ډېرو بریدونو هدف افغان حکومت او د هغوی پوځ وي، په داسې حال کې چې امریکا به په خپلو مضبوطو اډو کې خوندي وي او تر ډېره به په بې پیلوټه الوتکو خپل کار تر سره کوي.
له بله اړخه په اسلام آباد کې د امریکا د سفارت پراختیا له کومې عسکري اډې پرته بل څه نه دي چې په تیزۍ سره پرې کار روان دی.
په افغانستان کې د امریکا تیارۍ له یوه اړخه د پاکستان لپاره دي او له بله اړخه د روس او چین لپاره. د همدې موخې لپاره، امریکا د خپل اقتصاد د خرابتیا سره سره همدې موخې ته د رسیدو لپاره د ۲۱ بلیون ډالرو په مصرف laser airborne programs او د Blue Devil Spy Blimp په ټیکنالوژۍ سمبال د درې جنګي بیړیو تیارۍ تقریبا پوره کړې دي. چې دغه تیارۍ د چین لخوا د کوم بحري پرمختګ د مخنیوي توان لري. له بلې خوا په شرقي اروپا کې د پولنډ او آذربایجان په هیوادونو کې امریکا خپل د مزایل د سپر پروګرام ته حتمي بڼه ورکوي تر څو د روس په وړاندې نظامی بند موجود وي.
دا ټولې امادګۍ د اسراییلو د هغه ظلم او بربریت د امادګۍ لپاره وړاندې له وړاندې تر سره کیږي چې کیدای شي د همدې کال په آخر کې یې پیل کړي. ځکه چې په تونس، مصر، لیبیا، یمن او شام کې اسلامي خوځښتونو سر را پورته کړی دی.
په نړیواله سطحه د HAARP په نامه نړیوال صهیوني ځواکونه ځمکنۍ تبدیلۍ لکه زلزلې او بحري توپانونه د نظامي موخو لپاره استعمالوي. همدا ډول یوه زلزله –خدای ناخواسته- هر وخت په اشغال شوي بیت المقدس راتللای شي، چې له امله به یې مسجد اقصی پخپله په حادثاتي ډول شهید شي تر څو نړیوالو ته داسې وویل شي چې د اسراییلو صهیوني حکومت په دې کې لاس نه لري، خو کله چې د مسجد د بیارغونې مخه د زور پواسطه ونیول شي نو د ملګرو ملتونو یا کوم بل نړیوال صهیوني ادرس لخوا به د “قدامت” په وجه د سلیماني هیکل د رغونې سند اسراییلو ته ورکړل شي. په داسې یوه وخت کې چې به په عربي نړۍ کې د عکس العمل یوه څپه را اوچتیږي، اسراییل او صهیوني قوتونه د همدغو عکس العملونو په انتظار کې دي تر څو دنیا ته همدغه عکس العملونه غټ خطر ور وښیي او له هر څه وړاندې په مصر برید وکړي، د نیل تر سینده سیمه ونیسي او ترې وروسته د خلیج هیوادونو ته مخه کړي، د تیلو پر ذخیرو تر تسلط وروسته نوره نړۍ د اسراییلو د دجالي حکومت پر وړاندې ټیټېدلو ته مجبور کړي. په داسې یوه وضعیت کې ستر عکس العمل به د روس او چین له اړخه وي چې له اوس نه يې چاره کیږي. د پاکستان ملت ښایي اوس پر دې پوه شي چې که امریکا په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د وتلو پرېکړه کړې وای نو د اکمالاتي لارې د پرانستلو لپاره يې دومره هڅې نه کولې. اوس د دې خبرې ثبوت مشکل نه دی چې زموږ چارواکي چې په حکومت کې دي که په اپوزیسیون کې د کوم ډول یوه دجالي پروګرام د ترسره کولو لپاره وسیله ګرځېدلي دي… آیا دا هماغه پاکستان دی چې علامه اقبال او قاید اعظم یې خوب لیدلی وو؟