کور / سياسي / زه طالب وم، طالب یم او طالب به یم!

زه طالب وم، طالب یم او طالب به یم!


مولوی معتصم اغا جان پرون د The Daily Beastغربي ورځپاڼي سره مرکه کړې وه او ما هغه له انګریزي څخه پښتو ته ترجمه کړه چي د ډېرو کسانو تر څنګ خپله د مرکې لیکوال سمیع یوسفزي او مولوی صاحب اغا جان یې هم ژباړه خوښه کړې وه او دواړو راته سلامونه راولیږل. د مولوی صاحب سلامونو زما لپاره خورا خوشحالونکی پیغام درلود چي نن ټوله ورځ په همدې خاطر ښه خوشحاله ورځ راباندي تېره سوه او د خوشحالۍ دلیل ته به بیرته ددغي لیکني په پای کي راوګرځم.
 
مولوی معتصم د طالبانو په حکومت کي د مالیې چارو وزیر وو، د طالبانو د حکومت تر نسکورېدلو وروسته د طالبانو د کویټي د شورا غړی، بیا د همدې شورا مشر او د ملا عمر د مرستیال په توګه یې هم وظیفه اجرا کړې ده. ده په تحریک کي ددې ویلو جرات وکړ چي باید طالبان د ملکي افغانانو بشري اړتیاوو ته احترام ولري او د سولي خبري باید پیل سي. دی وایې چي د طالبانو تر واک لاندي سیمو کي باید بشري او پرمختیایې کارونو ته اجازه ورکړل سي او زیاتوي چي موږ په دې پوهیږو چي ځني انجوګاني په افغانستان کي په رښتوني توګه د افغانستان له مسکینو خلکو سره مرسته کوي. معتصم اضافه کوي، چي ښوونځي د افغانستان لپاره بیخي ضروري دي او افغانان باید له تعلیم څخه محروم پاته نه سي او دغه انجوګاني کومه سیاسي اجنډا نه لري او غواړي چي یوازي له غریبو افغانانو سره مرسته وکړي. مولوی اغا جان په تحریک کي لومړنۍ کس وو چي پدې وپوهیده چي طالبان باید د نظامي ځواک ترڅنګ سیاسي او د سولي پروګرامونه هم ولري.
 
خو د طالبانو او د افغانستان مشکل په همدې کي دئ چي که طالبان د خپل نظامي ځواک تر څنګ سیاسي اجنډا ولري، افغانانو ته احترام وکړي او هغه ټولي خیره ادارې پريږدي چي د افغانستان مظلومو خلکو ته ملکي خدمتونه ورسوي بیا خو نو ددې اوسني حکومت چي د افغانانو په رایو ټاکل سوی دئ تر منځ مشکل هم نسته او دې کار ته به چي طالبان دي یو ملي، سیاسي او اسلامي تحریک سي هیڅکله پاکستان اجازه ورنکړي. د طالبانو په تحریک کي چي هر هغه چا د ملي او اسلامي سیاست پر لور قدم پورته کړی دئ د پاکستان له خوا یا بندي سوی دئ او یا وژل سوی دئ. ملا داد الله، ملا اختر محمد عثماني، ملا برادر، ملا عبیدالله، کوچنی ملا او په خپله مولوی صاحب معتصم یې ښه مثالونه دي.


مولوی صاحب خپل ژوند هغه وخت په خطر کي واچاوه چي کله یې په خلیج کي له افغان حکومت او نړیوالي ټولني سره د طالبانو د خبرو کولو دروازي پرانیستې او دا کار د پاکستان لپاره د خطر زنګ وو او هغوی سم دستي دده د مخه لیري کولو په لټه کي سوه. د ۲۰۰۹ م کال په پای کي نوموړي د کوټي د شورا د غړیتوب په شمول له ټولو پوسټونو څخه بر طرفه سو او تر هغه یوه میاشت وروسته ونیول سو خو ډېر ژر بېرته ایله کړل سو. لومړی د پاکستانیانو پلان داو چي دی باید په زندان کي وساتل سي خو د دوی په نظر دده ګنا خورا لویه وه او صرف په بند یې غاړه نه وتل او دی باید په ګولیو سوری ـ سوری سوی وای.  مولوی صاحب تر خوشي کېدو وروسته له خپلي کورنۍ سره په کراچي کي مېشت سو او په تیر اګسټ کي نا معلومو کسانو په کراچي ښار کي په سپینه ورځ په ګولیو وویشت ،دی پر مځکه ولوېد او ویشتونکو هم نور ځکه سر په ونه ګرځاوه چي ګومان یې کاوه نور یې نو کار ور کړی دئ. که څه هم په سپینه ورځ د کراچي په ښار کي د وژني ددغي هڅي مسولیت هیچا په غاړه وانه خیست خو موږ ټوله افغانان او مولوی صاحب  پدې پوهیږو چي ولي او چا دی په ګوليو وویشت.
 
مولوی اغا جان باید د ټولو وطن دوستو او پر اسلام مینو طالبانو لپاره یو ایډیال او د لاري مشعل سي، ځکه چي ده هغه طلسم مات کړ چي که اسلام غواړي او جهاد کوې نو یوازي باید د پنجاب له لاري د جنت پردوس تر دروازو ورسیږي. په دې نړۍ د پاکستان تر څنګ نور ۵۴ اسلامي هیوادونه سته او هر یو یې تر پاکستان پر اسلام مین خلک دي او هغوی د افغانانو مظلومیت هم پېژني او د پاکستاني واکمنو پر اسلام تجارت او پر مسلمانانو او غیر مسلمانانو د ظلمونو او بربریت څخه هم ښه خبر دي. که طالبان په خوا نه وه خبر او یا دا موقع نه وه ورته برابره چي د پاکستان څخه بغیر هم د نړیوالو سره په افغانستان کي د سیاسي لاري مبارزه کولای سي او له هغوی څخه خپل حقوق غوښتلای سي نو اوس دغه بهانه پر نورو درېدلي او دا دروازه د ټولو پر مخ د مولوی صاحب اغا جان په قدم خلاصه سوه. زه د یوه افغان په صفت له خپلو ټولو طالب ورونو څخه دا هېله لرم چي نور د هغه اسلام اباد له ملګرتوب څخه لاس واخلي چي د دوی نیکونو ورته اسلام ور وړ او اوس هغوی دوی ته اسلام ور ښوویې. طالبان باید پوه سي چي یوازي پاکستان نه دئ چي دوی باید د دوستي لاس ور اوږد کړي بلکي دلته د ترکیې، اماراتو، سعودي عربستان، انډونیزیا او نور اسلامي هیوادونه هم سته چي هر یو یې په نړیواله سطحه تر پاکستان لوړ مقام او اعتبار لري.
 
د مولوی صاحب په شان هر هغه طالب چي په افغانستان کي ملي سیاست کوي او د خپل ولس قدر او احترام لري زموږ ټولو افغانانو لپاره یو ایډیال دئ او د افغانستان دا پاکه خاوره د هغوي په وجود فخر کوي. هر هغه طالب چي د پاکستان تر څنګ نوري اسلامي نړۍ ته د اسلام په سترګه ګوري زموږ د غیور ملت پر افتخاره تاریخ په هغوی فخر کوي. او دا ولس هر هغه څوک مسخه کړي او شړلي دي چي هغوی د پردیو پر اوږو د خپلو خلکو په وژنه نه مړیږي.
 
مولوی صاحب ما نه لېدلی او نه یې پېژنم خو شاید هغه ما او زما کورنۍ پېژني چي ماته یې سلامونه لیږلي وه. خو تر دې ټولو ور اخوا زما لپاره د خوشحالۍ ځای دا دئ چي نن زما یو طالب ورور خپل اواز لري، هغه کولای سي له ترکیې څخه کاناډا ته خپل یوه ورور ته لیک ولیږي، هغه کولای سي له پېښوره ورغلي یوه افغان سمیع یوسفزي کوربه سي او له هغه سره مرکه وکړي او هر څه چي یې په زړه کي دي ورته ووایې، هغه نن کولای سي نړۍ ته خپل ږغ په خپله ورسوي نه د اسلام اباد له لاري، هغه نن د مولانا رومي د زیارت تر څنګ د افغانستان خلک سولي ته رابولي او له نړیوالو سره د افغانستان پر کشالي د سولي خبري مخ ته بیایې.
 


ایا افغانان حق نه لري چي سوله ولري؟ ایا افغانان د نړۍ د یو غیور ملت په توګه دا حق نه لري چي د پرمختللي نړۍ سره څنګ په څنګ کي ودریږي؟ ایا افغانان دا حق نه لري چي د نورو ملتونو په شان د علم له رڼا څخه برخمن سي؟ ایا افغانان دا حق نه لري چي خپله نماینده ګي د اسلام اباد پر ځای په خپله وکړي؟ ایا طالب حق نه لري چي خپله مبارزه د نړیوالو اصولو سره سم تر خپل قیادت لاندي وکړي؟ ایا طالب حق نه لري چي خپل اواز په خپله ولري؟ ایا بل څوک دا حق لري چي طالبان د حیوانانو په شان سودا کړي؟ او داسی نور…که دې ټولو ته جواب هو وي نو اوس دا د طالبانو اسلامي تحریک د مشرانو او کشرانو مسولیت دئ چي دوی باید نور د نورو له ایثارت څخه ځان خلاص کړي او په خپله په نیغه توګه له افغان حکومت او نړیوالي ټولني سره هر څه سپین کړي. زه به ډېر خوښ سم چي د خپلو نورو طالب ورونو داسي ازادانه پیغامونه تر لاسه کړم لکه نن چي مي د مولوی صاحب اغا جان څخه تر لاسه کړ. په هغه ورځ به زما هر طالب ورور نه یوازي زما بلکي زما د ټوله غیور ولس ایډیال وي او په تاریخ کي به یې نوم په زرینو کرښو لیکلی وي.
 
که خدای مه کړه هغه اش هغه کاسه وي نو انجام به یې زموږ د تیر جهاد په شان وي چي د ویني ولي زموږ وبهېدي خو کریډیت یې جنرال اختر واخیست، په ملیونونو افغانان معیوب سول خو چارلیزویسلن یې کریډیټ سټنیګر او خپلو څو رقاصو نجونو ته ورکوي. وطن مو په کنډواله بدل سو خو انګیلا میرکل د شرقي او غربي المان د یو ځای کېدلو په ورځ مننه له ګوربچوف څخه کوي، په ملیونونو افغانان مو دا دېرش کاله کيږي چي بې وطنه دي خو د افغان جهاد د افتخار ډالۍ د ترکي الافیصل په جیب کي ده.
 
که خدای مه کړه له تیر څخه یې زده نه کړو نو نه به د طالب نوم په تاریخ کي معلوم وي او نه به یې قبر. نه به یې خپل خپل کړي وي او نه به یې پردي دوستان کړي وي. د یوې داسي ورځي په هیله چي ټوله افغانان تر یوه واحد قیادت لاندي د خپل ولس د ابادۍ په کار کي برخه لري او یو له بله سره سیالي کوي. دداسي ورځي په هیله چي زما هر طالب ورور د مولوی اغا جان صاحب په شان خپل اواز ولري.