کور / تازه خبرونه / چارواکي: د کندهار پر ولايت مقام حمله کوونکي ووژل سول

چارواکي: د کندهار پر ولايت مقام حمله کوونکي ووژل سول

له کندهار ښار څخه تازه ورکړل سوي خبرونه وايي چي د کندهار والي او د ولايت اداري کارکوونکو ته په وسله واله حمله کي تاوان نه دئ رسېدلى او بريدکوونکي وژل سوي دي.
د کندهار چارواکي وايي په ولايت کي دننه مقاومت ځپل سوى او لږ وروسته به د پېښي پوره جزيات خپاره کړي.
نن سهار د د کندها رولايت مقام ته څو تنه وسله وال ننوتلي وو او غوښتل يې والي له منځه يوسي.
د حمله کوونکو د شمېر په باب اول سر ويل کېدل چي يو تن دئ، وروسته دوه سول، خو اوس ويل کېږي چي څلور کسان ول.
د دې حملې مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستى دئ، خو د پېښي د مرګ ژوبلي په هکله نه د کندهار چارواکو او نه هم طالبانو تر اوسه څه ويلي دي.