اسلام اباد “په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او امريکا تر منځ د درې اړخيزې ناستې پر مهال له پاکستان څخه د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دواړو هېوادونو په ګټه وبلل شول.د افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو مرستيالانو جاوېد لودين او جليل عباس جيلاني او د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا متحده ايالتونو ځانګړي استازي مارک ګراسمن ترمنځ نن سهار شاوخوا لس بجې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې درې اړخيزه ناسته ترسره شوه.له غونډې وروسته دغو درېيو واړو چارواکيو غرمه مهال يوې خبري غونډې ته وويل چې دوى په يادې ناستې کې د افغانستان د راتلونکې او پر سولې او ثبات سربېره د افغان کډوالو د بېرته تګ او له ترکمنستان سره د ګازو نل ليکې پر موضوعاتو خبرې وکړې.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين وويل، چې د افغان کډوالو د ساتنې او عزت ورکولو له امله د پاکستان له حکومت او خلکو څخه مننه کوي.د هغه په وينا، دا مهال خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي.نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان د ښې راتلونکې او امن په موخه د امريکا د متحده ايالتونو د هڅو ستاينه کوي.د لودين په خبره، که وسلوال طالبان د افغانانو له هيلو سره سم خپل هېواد ته ستنېدل غواړي، نو دوى به ورسره په اړيکه کې شي.دغې خبرې غونډې ته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جليل عباس جيلاني وويل، چې د افغانستان د سولې د خبرو اترو د پروسې په اړه د پاکستان پاليسي څرګنده ده .د هغه په وينا، د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو اترو ملاتړ کوي او هر ډول ممکنه مرسته به ورسره وکړي.نوموړي زياته کړه، چې ترهګري د کرښې د دواړو غاړو لپاره لوى خطر دى او د دواړو هېوادونو په ګډه پوله بايد امنيتي چارې ټينګې شي.د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګراسمن وويل، چې د افغانستان د امنيت په اړه تر هروخت اوس د درېيو واړو هېوادونو ترمنځ د باور کچه لوړه ده.نوموړي دغه درې اړخيزه غونډه د افغانستان د راتلونکې لپاره ډېره ګټوره وبلله او زياته يې کړه، چې امريکا يو باامنه او باثباته افغانستان غواړي.د هغه په وينا، د افغانستان ټول ګاونډيان او په ځانګړې توګه پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستو په برخه کې مهم رول ترسره کولاى شي.نوموړي هيله څرکنده کړه ، چې دوه مياشتې مخکې پاکستان ته د ولسمشر کرزي په سفر کې دپاکستان د لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني لخوا د سولې په برخه کې په شويو ژمنو دې عمل وشي.
ګراسمن وويل، چې پاکستان او امريکا به په راتلونکې کې د افغانستان د بيارغونې په برخه کې هر ممکن رول ترسره کړي.