کور / سياسي / د کابل همزمانه حملې

د کابل همزمانه حملې

په کابل، ننګرهار، لوګر، او پکتیا کي د طالبانو همزمانه حملو  یو ځل بیا د کرزي صاحب حکومت او د هغه بین المللي حامیان سخت غافلګیره کړل.  طالبانو په خورا مهارت د کابل په زرغونې دپلوماتیکي سیمي کي نفوذ کړی وو ، او هلته يې  په نویو تعمیرونه کي سنګرونه جوړ کړي ول.  هغوی له خپلو جګو مرچلونو څخه د جرمني، برتانیې،جاپان، امریکا، او روسیې پر سفارتونو باندي مستقیم ګوزارونه کول، او ۲۴ ساعته يې د وزیر اکبر خان سیمه بنده او فلجه کړې وه.  د طالبانو بلي ډلي پر پارلمان باندي برید کړی وو، او هلته هم طالب جنګیالي یوې ودانۍ ته پورته سوي ول او  پر پارلمان يې ټکان کول.  په مقابل کي، د کندهار استازي ښاغلي حمیدزی د پارلمان د حریم او حاکمیت د دفاع په غرض جوابي ډزي کولې.


د طالبانو حملې منظمي، په دقت پلان سوي، او په پوره قاطعیت او تشدد اجرا سوې.  د مارچ ۱۵ په حملو کي یو بل نوی انکشاف دا دی چي طالبان نور موټربمونه زیات نه کاروي، بلکي مغلقي ځانمرګي ښاري حملې کوي. د لویو ښارونو  د قدرت مرکزونه او  حساس ځایونه د ساعتونو او یا ورځو لپاره  په جنګي میدانونو بدلوي. د انتحاري جنګیالیو واړه او سیار ټیمونه د حکومتي قواوو سره مخامخ جنګېږي، او ښاریان يې عیني شاهدان وي. تېر ځل، طالبانو د امریکا سفارت، ایساف مرکز، او دافغان استخباراتو یو مهم دفتر له یو څو پوړیز عمارت څخه په نښه کړي وو.   د تېر کال حملو د متحده ایالاتو او پاکستان روابط ډېر خراب کړل، ځکه هله هم د حقاني ټروریسټي شبکه تورنه وه.


په عین حال کي،  د کابل حملو وښوده چي د کرزي صاحب بېکاره حکومت ته په ۲۰۱۴ کي ټول امنیتي مسولیت ورسپارل به نن سبا په غربي ملکونو کي سیاسی مصحلت وي، خو دا حکومت ددې جوګه ندی چي امنیتي مسولیت سمبال او اجرا کړي. که څه هم د طالبانو په وژلو کي د دولت ځيني امنیتي واحدونه ښه وبرېښدل، خو په کلي توګه د مرکزي حکومت بې کفایتي او غفلت له هره لحاظه رابرسېره سو.  برعلاوه،  د مار چ حملو  په کابل حکومت کي د مخالفانو پراخ نفوذي فعالیت او شتون هم ښيي.


په کابل او نورو ولایتونو کي، د طالبانو د مارچ ۱۵ ناببره ځانمرګي حملو څو اهداف لرل چي دلته به په لنډه توګه اشاره ورته وسي.


د طالبانو  لمړی هدف د مرکزي حکومت عجز او کمزوري ښودل ول.  دې حملو  د کرزي صاحب د فاسدي ادارې همدا خطرناک ضعف لا عیني او بربنډ کړ. په بل عبارت، د کابل حکومت استخباراتي او امنیتي ورګانونه د خپلو وظایفو په سرته رسولو کي په څرګنده توګه پاتي راغلل. هغوی نه مخکي له مخکي د حملو پلان کشف کړ، او نه هم د مهماتو او خلګو له تګ راتګ څخه خبر سول. دېته وايي استخبارات!  دې بریدونو وښوده چي د کابل اداره پرته له خارجي حامیانو څخه د طالبانو په مقابل کي د مقاومت تاب نه لري.  البته، ریس صاحب په عام محضر کي ومنل چي دې حملو د افغان او ناټو استخباراتو «ناکامي» وښوده.


په کابل کي د طالبانو د حملو  بل هدف تبلیغاتي وو.  کابل مرکز دی او د ملي او بین المللي مطبوعاتو پام ژر ور اوړي.  ټول سفارتونه، نړیوال موسسات، اینجیوګاني، او د خارجي میډیا مرکزونه په کابل کي دي.  په مرکز کي د طالبانو یو ټک په ولایاتو کي د هغوی له سلو ډزو سره برابرېږي.  په کابل کي، پر یوه سفارت باندي حمله کول، د نړۍ په ګوټ ګوټ کي ازانګې کوي.  طالبان پوهېږي چي په لسهاوو ځانمرګي جنګیالي کابل نه سي فتح کولای، مګر ناببره ښاري حملې کولای سي چي  د ۲۴ ساعتو لپاره د نړیوالو مطبوعاتو سرلیک مضمون سي.  د اکانومیسټ مجلې د «غیر عادي او ننداريي» عنوان لاندي لیکي:  د کابل حملو د حقاني شبکې ځانګړې ټاپه لرله.  لدې وروسته به د افغانستان جنوب شرقي سیمي د ناټو زیاته توجه ور جلبه کړي، ځکه دلته د حقاني شبکه فعاله ده.  همدا منطقه به د کابل د سیاسي برخلیک لپاره د راتلونکي معرکې اصلي میدان هم وي.


د طالبانو بل هدف ډار او بې اعتمادي خورل دي.  طالبان غواړي چي افغانانو او نړیوالو ته وايي چي هر ځای او هر وخت عملیات کولای سي. پر سفارتونو، وزارتونو، او پارلمان باندي برید کولای سي. نه د کابل حکومت او نه هم ناټو د دوی د حملو مخه نیولای سي. همداراز، د ناټو مشرانو هغه ادعا چي وايي د طالبانو مومینټوم مو ور خراب کړی دی، درسته نده. بلکي برعکس طالبانو کش کړی دی، او له دفاعي او چریکي حالت څخه يې تهاجمي بڼه غوره کړي ده او د ښاري جنګونو لپاره ځانونه تیاروي.   په عین زمان کي، طالبان غواړي چي خپل سام، نفوذ، او سلط خوره کړي، او افغانانو او جهانیانو ته طالبان نه ماتېدونکي وښيي.


والسلام