امريکايي ځواکونه او د هغوی نظامي ملګري د تېښتې په درشل کې خپلې پلمې لټوي او د فارسيوانانو خبره ځانه ته د «بيني خميري» د جوړولو په لټه کې دي، چې په کوم چل او نيرنګ له افغانستانه پښې سپکې کړي او له خپل تګ سره سم د ځان لپاره د منلو وړ او امريکا ته د ژمن دولت د جوړولو او راتګ په هڅه کې دي، چې يو شمېر افغانستاني سياستوال يې هم رابوږنولي دي، چې کله په افغانستان کې او کله هم په بهر کې د افغانستان د وېشلو يا له منځه وړلو هڅې پکې په نېغه رابرسېره کېږي، چې د افغان ولس ماغزه په يوه او بله بڼه مشکوکوي.
تاسوته څرګنده ده، چې څو مياشتې مخکې د شمال ټلوالې څو کرغېړنو څېرو د جرمني په برلين ښار کې د خپلو امريکايي بادارانو او صليبي خواخوږو په ګډون يوه غونډه رابللې وه، چې ګواکې د افغانستان رياستي سيستم دې په پارلماني واوړي، واليان دې په سيمو کې د سيمې د خلکو لخوا وټاکل شي او افغانستان دې فدرالي شي، چې نن سبا يې بيا په افغانستان کې دغه ناندره راژوندۍ کړې ده. افغان چارواکو له امريکا نه شمال ټلوالې ته راغلی ډانا روهرا بکر، چې په سيمه کې د قومي شخړو، د سيمې د خلکو د تباهي او د افغانستان د وېشلو پلوی دی، له دوبی يې کابل ته پرېنښود، خو څو تنه نورو چوکړه ګانو يې د شمال له ټلوالې سره وکتل او هغوی يې په دې ډاډه کړل، چې ګواکي لکه سپيو غوندې به يې د «سګ جنګيو ميدان ته» ورخوشې کړي، چې خپل ملت وداړي او افغان ولس لکه نويمو کلونو غوندې بيا په وينو کې ولمبوي.
څه موده مخکې جنرال عبدالرشيد دوستم له خپلو ۲۰۰ ملګرو سره مکې معظمې ته د عمرې حج په پلمه تللی وو. له راتګ سره يې سم په مزار شريف کې غونډه جوړه کړه او په غونډه کې يې له طالبانو سره سوله ييزې خبرې تأييد کړې. جنرال دوستم په خپلو څرګندونو کې سوله او پخلاينه د افغانستان د ستونزو يواځينۍ لاره وبلله. جنرال رشيد ياده کړه چې د سولې لپاره به د مجاهد ملا محمد عمر په غاړه کې د ګولونو ګېډۍ واچوي او د سولې لاس به ورکړي، خو دغه جناب يو شی له هېره ايستلې دي، هغه دا چې د ښاغلي عبدالرشيد دوستم ځواکونو د مزار په جنګي قلا، د مزار-شبرغان په لويه لار او د ليلا په دښته کې په لسهاو زرو تسليم شوي طالبان، سيمييز مشران او بې وزله ځوانان ووژل او تری تام يې کړل، چې افغان ولس يې د وېر په ټغر کېناوه او ملت يې په وينو کې ولمباوه. پوښتنه دا ده، چې آيا جنرال دوستم په دې فکر نه دی کړی، چې لکه د طالبانو د بل قاتل مرحوم جنرال داود داود په سرنوشت به آخته شي، چې نن يا سبا به د مرګ څکه وکړي! په بهر کې خو اوزبکستان او تورکيې له خپل ملکه ځواب کړی او په ترکمنستان کې خو يې هسې هم نه پرېږدي، ځکه په خپلو ملېشو يې ډېر ترکمن مشران وژلي دي او د اکبر بای کیسې ليا په ولس کې ژوندۍ دي!
د مرحوم احمد شاه مسعود ورور ښاغلی ضيا مسعود هم نن سبا په يو او بل ځای کې خلکو ته ټينکتې کوي، چې ګواکې په ننني حکومت کې د طالبانو مخکني مشاورين واک چلوي او يا وايي چې د طالبانو د انګرېزي ژبې ترجمانان اوس په افغانستان کې واکمن دي او يا د امريکايي او لوېديزوالو د تېلو د کمپنيو مشاورين دي چې نن دلته واکمن دي او يا هم طالبانو ته اوسمهال هم وروڼه وايي! ښاغلی مسعود خپلې ټينکتې نورې هم پسې اوږدوي او يادوي چې ګواکې نننی حکومت يا دولت لاسپوڅی دی، خو ښاغلي ضيا مسعود لکه چې هېره کړې ده، چې څه موده مخکې دی يعنې ښاغلی ضيا مسعود په افغانستان کې د امريکايانو تر څارنې، لارښوونې او لاسوهنې لاندې د افغانستان د جمهور رئيس لومړی مرستيال وو او يا دا چې د ضيا مسعود خوسر مرحوم برهان الدين رباني د سولې د شورا رئيس نه وو او يا هم دا چې په ننني دولتي سيستم کې د ښاغلي ضيا مسعود پخواني ملګري لکه (جنرال فهيم، يونس قانوني او يو شمېر نور) لوړ پوړي چارواکي او يا د ولسې جرګې غړي واکمن نه دي؟ دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې دغو لوړ پوړو چارواکو اوښاغلي ضيا مسعود په څه ډول افغان ولس لوټ کړ او څنګه يې چور او چپاول نښلولی دی، خو نن بيا لکه مرور ماشوم په خپل بادار او رئيس نيوکې کوي، چې ګواکې دی خپلواک او نور بلواک دي!
په فارسي کې وايي چې «زور کاکاست که انګور در تاکاست!»، نو د شمال ټلوالې وړې خولې هم د کاکا په مټ لويې خبرې کوي. له ورايه ورته نغوته کېږي، چې کوم ساز وغږوي او کوم آواز ته بايد ونڅېږي! د ناټو په غونډه کې، چې څو ورځې مخکې د بلجيم په بروکسل کې جوړه شوې وه، په هغه غونډه کې د روسيې د بهرنيو چارو وزير لوروف هم خپلې اندېښنې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو يا سم ووايو د تېښتې په اړه څرګندې کړې او له بل پلوه د امريکا د کانګرېس يو شمېر غړو هم پرون ځان تر کابله ورساوه، خو افغان چارواکو د ډانا روهکرا بکر په نه پرېښودو او يوې دولتي اعلاميې صادرولو بسنه وکړه، مګر د کانګرېس نور غړي خو تر کابله ورسېدل او له ارګه هم تېر شول!
د امريکا د کانګرېس د غړو اندېښنې او يا ټينګتې خو د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې خپل علتونه لري، چې هغه په افغان جګړه کې د امريکایانو ماته او تېښته ده! مګر پوښتنه دا ده، چې جګړه په افغانستان کې کېږي او لويديز ځواکونه له افغان ولس سره په جګړه کې ښکېل دي، یعنې په جګړه کې د افغان ولس وينه تويېږي او امريکا پکې ډوبېږي، خو بادونه د روسانو ماتېږي او بې ځايه اندېښنې څرګندوي. بايد ياده شي، چې د خپلواکي مبارزه افغان ولس تر سره کوي، زيانونه امريکايان ګالي، مګر هډونه د روسانو خوږېږي! نو دا هم خپل علتونه لري، چې په څو کرښو کې به بیا ورته پام وشي.
د افغانستان نننۍ جګړه د روسانو، هندوانو، پاکستان، ايران او منځنۍ آسيا په ګټه ده، ځکه د منځنۍ آسيا يو شمېر ملکونه خپل سرحدونه د بنسټپالو له تېريو خوندې بولي، ځکه د اور لمبه يې له خپل کهوله لرې ساتلې ده، که نه نو د اور لمبه به ډېر ژر تر تاشکند، دوشنبې او آستانې تېره شي او د روسيې تر کازان او ګروزني به خپره شي! پاکستان د خپل سرحد په نامه د ډېورند ببولاله توده ساتي او د امنيتي لګښتونو په پلمه په ملياردونو ډالره له لوېديزې نړۍ تر لاسه کوي، له بل پلوه د لوېديزوالو د نظامي ځواکونو د انتقال لپاره د ترانزيت لګښتونه هم ترلاسه کوي او په افغانستان کې يې د خپلو خوراکي، تعميراتي او تخنيکي موادو د خرڅلاو لپاره يو ښه ګټور بازار هم جوړ کړی دی، چې په کال کې له ۵ تر ۶ ميلياردونو ډالرو په لګښت خپل مواد په افغانستان کې اوبه کوي، نو ولې جګړه داسې مفته پای ته ورسېږي!
ايران وروسته د طالبانو له نسکورېدو نه د خپلو کلتوري يرغلونو او تيريو لپاره ميدان شغالي ليدلی دی او افغانستان په «سه کشور همزبان» کې مدغموي، خو د ايران په ګڼشمېر ښارونو کې د پسرلي د جشنونو په اړه پر افغانانو بنديزونه لګول ګېږي او استخباراتي مرجعو ته هدايت ورکول کېږي، چې د افغانانو په پېژنده کې سهل انګاري و نه کړي، افغانان ژر تشخيص کړي او له ښارونو يې وباسي، جريمه يې کړي او په بنديخانو کې يې واچوي، نو عجيبه وروري او همسايه ګي ده او د کرزي صيب په اصطلاح «سه کشور همزبان»!، نو همغه د خلکو خبره چې «ملنګ چا په کلي کې نه پرېښود، خو د ويل چې لکڼه مې د ملک په کور کې کېږدی!»
پر ايران د امريکايانو غضب او د احتمالي حملې ولولې هم تودې دي، نو د افغانستان جګړه چې څومره اوږدېږي، هومره د ايران د ملايانو د واکمني عمر ډېرېږي! ځکه امريکا به د افغانستان په جګړه کې بوخته وي او ايران به خپل کلتوري تيري او مذهبي يرغلونه په افغانستان او نورې اسلامي نړۍ کې پر مخ بيايي، نو احياناً که جګړه په افغانستان کې پای ته ورسېږي، نو د جګړې لمبې به د ايران په سيمو کې راپورته شي او امريکا به ايران ته وزګاره شي، چې پايله به په ايران کې لکه عربي نړۍ غوندې د ډيموکراسي پسرلني خوځښتونه لکه د چمچه مست راده سېلابونه راپورته شي، چې څپې به يې تر تهرانه، مشهده او اصفهانه ورسېږي! نو ځکه د افغان ولس جګړه او بربادي د ايران او پاکستان په ګټه ده، خو هندوان هم په افغانستان کې خپلواکه، افغان صفته او په خپلو مټو درېدلي واکمني نه غواړي، مګر د هندوستان پلوې واکمني خواخوږي دي، ځکه يې د طالبانو په موده کې د مرحوم رباني سفارت د خليلي نومي په مشري فعاله ساتلی وو، چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنې وکړي.
وروسته له دې چې شوروي اتحاد د افغان ولس د جهاد په نتيجه کې له اقتصادي بحران سره مخامخ شو، دړې وړې شو او په لسهاوو ټوټو ووېشل شو، ميراث يې فدراتيف روسيې ته پاتې شو، چې يو ځپېدلی اقتصاد يې په برخه شو او يوه لسيزه يې په مافيايي سيستم کې تېره کړه، خو وروسته له ۲۰۰۱ ميلادي کاله د افغانستان نوې جګړه ورته د خپل اقتصاد د پياوړي کولو ښه زمينه برابره کړه او له امريکا نه د غچ اخيستنې ښه پلمه شوه، ځکه نو روسان د افغان ولس په وينه کې د امريکا زوال ويني او خپل هوسا ژوند او نېکمرغي! په افغانستان کې جګړه د روسانو لپاره څو اړخيزه ګټې لري، مګر جګړه د افغانستان لپاره يو ټولنيز ناسور زخم ګرځېدلی! اوس به راشو چې د افغانستان په جګړه کې د روسانوګټو ته ځير شو:
۱ – وروسته له ۲۰۰۱ ميلادي کاله روسيه د ناټو ځواکونو لپاره يوه لويه ترانزيتي لاره شوه، چې ګټه يې په ميلياردونو ډالره، روسيې ته شول، ځکه امريکا او د ناټو غړي ملکونه بايد، چې د ترانزيت لارې لګښتونه روسيې ته ورکړي.
۲ – روسيه د ناټو په ځواکونو تيل، خوراکه مواد او نظامي توکي خرڅوي، له بله پلوه طبيعي خبره ده، چې د روسيې نڅاځايونه، بارونه او نور تفريحي ځايونه هم د ناټو په ځواکونو ډک دي، چې دغه ټول د روسيې په اقتصادي وده کې يوه لويه پانګه ده، ځکه يې اوس په خپله خاوره کې د ناټو نظامي اډې هم جوړې کړې دي. تاسو ته څرګنده ده، چې نن سبا د تيلو بيه تر آسمانه اوچته شوې ده، چې په وروستيو لسو کلونو کې ورځ تر بلې د تېلو بيه لوړېږي، چې روسانو د تېلو له بازاره ښه ګټه پورته کړه او خپل وېجاړ اقتصاد يې پرې جوړ کړ، چې دا هم د افغانستان د جګړې برکت دی!
۳ – د افغانستان جګړه د روسانو لپاره د نظامي توکيو د پلورلو لوی بازار ګرځېدلی دی، چې ټولو ته څرګنده ده، چې د ناټو په لګښتونو روسي وسلې اخيستل کېږي او روسي چورلکې هم ليا افغانستان ته نه دي رسېدلې، نو روسان هم په خپله ګټه او نقص پوهېږي.
۴ – روسي نجلۍ او هلکان د نېشې او خومار لېوال دي، چې ګڼشمېر ځوانان يې په نشيي توکو روږدي دي او د روسيې لپاره نشيي توکې يو ستر ګواښ دی، خو نشيي توکي يوازې له افغانستانه روسيې ته نه لېږل کېږي، خو دغه آفت په ټوله آسيا کې توليدېږي، د افغانستان په جګړه کې دغه بدمرغي هم يوه سياسي او هم يوه تکتيکي لوبه ده. روسان خو هسې هم په خپله «سمه ګونکه يا خانګي ودکا» په جوړولو کې ښه ماهر دي، چې هم يې له شکرې او هم يې چغوندرو جوړوي، همغه خبره چې داسې ماهرين دي چې «له تيږې غوړي باسي». نن سبا ګڼشمېر روسان د ترخو اوبو تر څنګ په سپينو پوډرو هم آخته دي او چرس هم دودوي، نو د روسيې ډېر ځوان نسل يې په نشيي توکو روږدي دي، چې د روسيې ټولنيز ژوند يې له ګواښه سره مخامخ کړی دی، خو د منځنۍ آسيا بې امنه سرحدونه دغه ستونزه نوره هم پياوړې کوي.
۵ – بله ستونزه د روسانو لپاره د منځنۍ آسيا د سرحداتو امنيتي مسئله ده. روسان داسې انګېري، چې له افغانستانه د امريکايانو له وتلو سره سم د تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او تقريباً د ټولې منځنۍ آسيا سرحدونه د آزادي غوښتونکو ځواکونو تر برېد لاندې راځي، نو دغه اندېښنې روسانو ته د تاجکستان، ازبکستان، آذربايجان او داسې نورو سيمو د نويمو کلونو د ناخوالو پېښې ورپه يادوي، چې آرام خوب يې پرې حرام کړی وو! د امريکايانو له وتلو سره سم روسيه دې ته اړه کېږي، چې د منځنۍ آسیا د دغو سرحدونو په ساتنه کې له سيمه ييزو ملکونو سره جوخت مبارزه او مرسته وکړي او که نه نو د اور لمبه به د مسکو لمنې ته ورسېږي، ښه ويل شوي، چې مه يې کوه په چا چې و به شي په تا!
افغانان بايد په ياد ولري، چې روسان او امريکايان غواړي د افغانستان په مسئله کې د هندوکش لوبه بيا ولوبوي او د افغان ولس د يو شمېر نااهلو سياستوالو په وساطت په قومي شخړو کې ښکېل کړي. په نويمو کلونو کې د مجاهدينو له راتګ سره سم روسانو ليا د مرحوم ډاکټر نجيب الله د واکمني په موده کې يو الترناتيف (بديل) دولت د عبدالرشيد دوستم، عبدالعلي مزاري، شورای نظار، يو شمېر پرچميانو په مټ رامنځ ته کړی وو، چې د هر وزارت مينوټ د کونسلګري په بڼه فعاليت کولو، چې وزيران يې هم ټاکل شوي ول. ما هغه مهال د مزار شريف د بهرنيو چارو په کونسلګري کې خپل پاسپورت تمديد کړی وو او يو شمېر خلک يې ما له نيژدې پېژندل هم.
د روسانو د هندوکش د لوبې دغه تکتيک د يوې اوږدمهالې ستراتيژي لپاره تر سره شوی وو، ځکه شوروي اتحاد له يو ستر اقتصادي بحران سره مخامخ شوی وو او د منځنۍ آسيا د سرحداتو د ساتلو او د شوروي اتحاد د ټوټې کېدو ګواښ محسوسېدو، نو روسانو هم د دې لپاره چې افغانان په خپلو کې سره واچوي، نو د دغه بديل دولت ستنې يې په مزار شريف کې خښې کړې، چې هم د مرحوم ډاکټر نجيب الله واکمني يې پرې ختمه کړه او هم يې د څو کلونو په بهير کې د پښتنو، تاجکو، اوزبکو، هزاره ګانو او نورو ټبرونو جګړو اور ته لمنه ووهله، چې حتی د طالبانو په لومړيو کلونو کې هم د منځنۍ آسیا سرحداتو ته کوم ځانګړی ګواښ نه وو پېښ شوی، ځکه اکه دوستم خپله دنده ډېره ښه تر سره کوله، خو په کندوز، تالقان او بدخشان کې د تاجکستان په سرحدونو کې د روسانو ضد جګړه روانه وه، چې يو څه موده اسلامي ډلې په تاجکستان کې هم وجنګېدلې او هم يې واک تر لاسه کړ، نو روسان بيا غواړي، چې افغانستان د څو کلونو لپاره په جګړه بوخت وساتي، چې د خپل ملک د امنيت چارې مظبوتې کړې او خپل اقتصاد د ناټو ملکونو په پيسو تقويه کړي.
افغانانو ته بايد ياده شي، چې په نويمو کلونو کې د روسانو ستراتيژي د طالبانو په راتګ سره له ناکامي سره مخامخ شوه او د جګړې لمبې تر چچنستان، داغستان او اوستيا ورواښتې او د شوروي اتحاد ګڼشمېر ملکونه (اوکراين، لاتويا، ايستونيا او ليتوانيا) ناټو ته ورواښتل، د شرقي اروپا ملکونه هم د اورپا اتحاديې ته ورګډ شول او منځنۍ آسيا خو هسې هم اوسمهال امريکايانو لاندې کړې ده. روسان په خپل تکتيک افغانان ټول (پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، پشيي او نور) سره وجنګول، چې پايله يې په کابل کې جهادالطوايفي شوه او قرباني يې افغاني ټولنه شوه، چې يوازې په کابل کې تر ۸۰۰۰۰ ډېر انسانان ووژل شول، په لکهاوو ټپيان شول او په ميليوناوو مهاجر شول، خو روسان هم لکه تېره مرغۍ له دواړو پښو په لومه کې ونښته! خپل نيژدې ملکونه ترې پردي شول، په کورنيو جګړو کې ښکېله شوه او په نړيواله کچه له جيوپوليتيک تجريدېدو سره لاس او ګرېوان شوه، چې په سيمه کې کله ايران ته، کله هند ته او کله هم چين ته جيو جيو کوي.
نن سبا افغانستان بيا له نوي آزمېښت سره مخامخ دی، خو يو پلو ته يې پړانګ دی او بل پلو ته يې ډانګ! په نويمو کلونو کې د شوروي له جيوپوليتيک غوښتنو سره لاس او ګرېوان وو، خو دا ځل د روسيې تر څنګ د امريکا له عظمت طلبيو سره په شخړو کې ښکېل دی. د امريکا ستونزه دا ده، چې نه غواړي له سيمې په آساني سره پښې سپکې کړي، ځکه نو د روسيې زړه ستراتېژی غواړي بيا يو وار په افغانستان کې وآزمويي، چې بیا همغه د هندوکش زړه نقشه وکاروي، چې د رشيد دوستم، محقق او ضيا مسعود په هويت کې يې راژوندۍ کړې ده، چې په شمال کې افغاني تاجکو، ازبکو او هزاره ته بيا قومي ذهنيت ورپه ياد کړي، ځکه يې په ورستيو څو مياشتو کې په ګڼشمېر بهرنيو ملکونو او په افغانستان کې يو شمېر غونډې جوړې کړې دي او ټوليزو رسنيو کې د خراسان، فدراليزم، دېسنتراليزېشن (غير متمرکز) يعني ملکلطوايفي ببولالې تودې ساتل شوې، چې به دې ډول د افغانانو تر منځ بيا د ټبر کرښې راتېرې کړي او د څو کلونو لپاره يې وجنګوي، چې دا نو بيا د افغانستان په وګړو او ځوان نسل، چې د افغانستان ۶۵ ٪ نفوس تشکيلوي، پورې اړه لري، چې بيا د دوستم، محقق او مسعود خيلو د چلول قرباني کېږي او که نه؟
پايله
افغانستان بيا د نوي تاريخي بري په درشل کې دی او لويديز ځواکونه د امريکا په مشري دې ته اړ شوي دي، چې پښې له افغانستان سپکې کړي، د افغانستان خپلواکي ومني او د افغان ولس د خپلواکي مبارزې ته درنښت وکړي، نو موخه دا ده، چې وروسته له ۲۰۱۴ ميلادي کاله په افغانستان کې ټول سياسي، ديني، مذهبي او قومي ډلې بايد د افغانستان د سمې ادارې، د افغانستان د آرامي او د خلکو د سوکالي لپاره يو موټی شي او د خپلواکي ولولې په افغانستان کې رامنځ ته کړي او موږ بايد پرېنږدو چې د افغانانو د يوويشتمي پېړۍ قرباني بيا لکه په شلمه پېړۍ کې د روسانو په مقابل کې د افغاني جهاد د سرښيندنو بری په اوبو کې لاهو کړو!