دهلمندولايت په مركز لښكرګاه كې نن ديوه روغتيايي كلنيك دبنسټ ډبره كښيښودل شوه .
دهلمندوالي محمدګلاب منګل وويل چې ددغه مركز په جوړيدو سره به دښار دكارته لګان دسيمي دخلكو ستونزي حل شي .
دهلمنددعامي روغتيا رئيس ډاكټرعنايت الله غفاري وويل چې دغه كلنيك په يونيم لك امريكايي ډالره دعامي روغتيا دوزارت له خوا جوړيږي .
هغه وويل چې دغه روغتون به شپاړس كوټې ولري .
هلمندولايت دنورو ستونزو ترڅنګ دروغتيايي اسانتياو دنشتوالي سره هم مخامخ دي .