د فراه ولایت د افغانستان د فراه ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د هلمند او غور ولایتونه، شمال ته یې د هرات ولایت، جنوب ته یې د نیمروز ولایت او لویدیځ ته یې د ایران هیواد موقعیت لري.
د فراه ولایت چې د هېواد دویمه درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 458,500 تنو په شاوخوا کې اټکل کیږي، مرکز یې د فراه ښار دی او په مرکز سربیره 10 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له ګلستان، جوین، شیب کوه، انار دره، خاک سفید، پشترود، برچمن، بکوا، پشت کوه او بالا بلوک څخه عبارت دي.
د فراه په ولایت کې پوهنیز پرمختګ ډیر د صفت وړ نه دی او د ناامنۍ او ځینو نورو عواملو له کبله د پوهنې د بهیر په مخکې ګڼې ستونزې موجودي چې د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت
په 1390 کال کې د فراه په ولايت كې په ټولیزه توګه 314 بابه تعلیمي موسسو د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت درلود چې له دې جملې څخه 296 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 12 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 9 بابه دیني مدرسې، 2 بابه دارالحفاظونه) 1 بابه دارالمعلمین ، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات وو.
د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 110,743 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 2,816 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 7,689 تنه د سواد د زده كړې په 370 بابه كورسونو كې د 250 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
په 1390 کال کې د فراه ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 1,265 تنه وو چې د لا ښه کیدو لپاره یې زیاتو هڅو ته اړتیا لیدل کیږي.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د فراه په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی، د یو شمیر تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی او د نا امنیو موجودیت هغه ستونزې وې چې په دې ولایت کې یې تیر کال د پوهنې د نظام په وړاندې قرار درلود.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…