دهلمندولايت دپوليسو مشر وايي چې تيره شپه يي دګرشك په ولسوالۍ كې يوداسي سړى نيولي چې پنځه ماينونه يي له ځان سره ليږدول .
دپوليسو مشر محمدحسين انډيوال وويل چې دغه تن يي دګرشك ولسوالۍ په ښورا سيمه كې نيولي دي .
هغه وويل چې دغه تن په يوه موټركې دغه ماينونه ليږدول .
امنيه قوماندان وويل (( كه دغه ماينونه چاوديدلي واي نو ډېر بېګناه ولسي وګړي به يي وژلي و اي ))
په هلمندولايت كې په دې ورستيو كې دماين چاودني ډيري شوي .
تيره ورځ په يوه چاودنه كې دپوليسو ديوه افسر په ګډون درې تنه پوليس وژل شوي وه .