کور / تازه خبرونه / د امريکا د کانګرس غړى افغانستان ته پرېنښوول سو

د امريکا د کانګرس غړى افغانستان ته پرېنښوول سو

د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د امريکا د کانګرس غړى ډانا رورابکر افغانستان ته له راتګ څخه منع کړى دئ.
د بي بي سي د انګليسي څانګي راپور وايي ولسمشر کرزي د امريکا د کانګرس غړى نه دئ پرې ايښي چي افغانستان ته د يوه هئيت سره سفر وکړي.
راپور وايي د دې هيئت نور غړي افغانستان ته رسېدلي دي، خو رورابکر په دوبۍ کي افغانستان ته له راتګ څخه ګرځول سوى دئ.
بي بي سي وايي ولسمشر کرزي د امريکا د خارجه وزيري هيلاري کلنټن سره په تليفوني خبرو کي ويلي وو چي که رورابکر افغانستان ته راسي هرکلى به ورته ونه ويل سي.
رورابکر د کانګرس د خارجه کمېټې مشر او د افغانستان د حکومت له سختو منتقدينو څخه دئ او په افغانستان کي د مرکزي حکومت پر ځاى د فدرالي نظام طرفداري کوي.
نوموړي تېرکال په جرمني کي د شمال ايتلاف له مشرانو سره يوه پټه غونډه درلوده او هغوى يې د فدرالي نظام جوړېدو ته تشويق کړي وو.