غلا شوی غنم د عبدالاحد هلمندوال په کور کی وموندل شول
وایی چی دیر اید درست اید
او بل ځای وایی چی که غوښه خرابه شی مالګه پر واچوو که مالګه مو خرابه شی بیا به نو څه کوو؟
د هلمند ولایت مقام، ولایتی شورا، څارنوالی او ملی امنیت یو ډیر مثبت ګام پورته کړی چی د ۲۰۰۰ بوجیو د غنمو د غلاوو په تور یی د نادعلی د شورا ۱۴ تنه غړی او مشر تر څیړنو لاندی راوستلی دی، دا کار د هلمند د ولس لویه غوښتنه وه چی د اداری فاسدین او تش په نامه قومی مشران چی د خلګو حقونو خوری او پر سرونو یی لوبی کوی د محاکمی میز ته راکش کړی چی خوشبختانه نن مو ښه زیری ترلاسه کړ او ولایتی اداری په میړانه دا ګام پورته کړی او فاسدین او غله یی د محکمی میز ته راکش کړی دی چی له دی جملی څخه یوه مهمه څیره عبدالحد هلمندوال دی چی تل هلمند کی د جنجالو زیږیونکی او جنجال برانګیزه څیره پاتی شوی ده، د کرهڼی ریاست ۲۷۰۰ بوجی غنم د بزګرو او عامو خلګو سره د مرستی لپاره ولسوالی ته لیږدولی ول چی له هغه جملی څخه یوازی ۷۰۰ بوجی ولسوالی ته رسیدلی او پاتی ۲۰۰۰ بوجی عبدالحد هلمندوال او ۱۳ تنو د همدی شوار غړو او ریس سره ویشلی دی چی د تفتیش پر مهال ۲۰۰۰ بوجی غنم د همدوی له کوره راوتلی یا په حقوقی اصطلاح دا غله لاس په لاس نیول شوی دی، هیله ده چی امنیت ارګانونه او څارنوالی دا موضوع جدی وپلټی او ټولی هغه غلاوی او ظلمونه چی عبدلاحد هلمندوال او ملګرو یی هلمند کی کړی رابرسیره کړی او دوی د خپلو اعمالو په جزا ورسوی چی دا کار به ددی سبب شی چی هلمند کی بیا څوک د ولس حق و نه خوری او د یوی روپی د غلا کولو مخکی لس واره له ځانه سره فکر وکړی چی انجام به می څه وی. ددی موقعی څخه په استفادی د عبدالحد هلمندوال سوابق لاندی بیانوم چی کیدای شی دا نقطی د ولایت د مقام، ملی امنیت او څارنوالی سره مرستندویه ثابتی شی.
لکه څنګه چی وطنوالو ته معلومه ده چی تیرو لس کلونو کی افغانستان ته بی حسابه پیسی راغلی او له دی پیسو څخه په هر ولایت کی محدودو مافیایی کړیو ځانونه میلیونران کړی او ولس هماغسی بیچاره او ځوریدلی پاتی دی او په ژوندون کی هیڅ ډول مثبت بدلون ندی راغلی. هلمند ولایت د افغانستان په کچه د نړیوالو د مرستو ستر مرکز دی چی بیلا بیلو موسساتو او هیوادونو پکښی میلینونه ډالر لګولی خو بدبختانه مافیایی کړی چی هم د مخدره توکو قاچاق کی ښکیل دی او هم اقتصادی مافیا کی ددی سبب شوی چی د هلمند ولس تر ښه ورځ پیدا نه کړی او هره مرسته چی ددوی ولسوالیو او حتی د ولایت په سطح کیږی دوی خپله ونډه اخلی او ولس ته ناڅیزه مرستی رسوی او یا هم ټولی مرستی په بډه وهی دا هغه کسان دی چی ځانونه یی د قومی مشرانو په توګه پر خلګو تپلی او ولس هایجیک یا یرغمال کړی او کله چی یی ګټی خطر کی وی او یا کومه پروژه کی ونډه ورته و نه رسیږی بیا د پروژو د تطبیق په لارو کی خنډ ګرځی او د خپلو مافیایی چینلو په واسطه مرکز ته هم غلط ذهنیتونه ورکوی چی له دی جملی څخه یوه ډیره کرغیړنه څیره چی تل یی هلمند کی فساد او ناخوالو ته لمن وهلی د عبدالحد هلمندوال په نامه شخص دی چی ځان لوی قومی مشر ګڼی او حتی په عامه توګه د میډیا له لاری او لویو غونډو کی یی هم دولت ته څو څو ځلی بیلا بیلو برخو کی اخطارونه ورکړی دی. عبدالحد هلمندوال چی د هلمند ولایت له بدبختیو څخه یو همدی ګڼل کیږی په هلمند کی تل یو جنجال برانګیزه څیره پاتی شوی چی د هلمند ولس بلخصوص د نادعلی او مارجی سیمی اوسیدونکی یی تل د ظلم ښکار ګرځیدلی او د هغوی په سرونو او مالونو سوداوی کړی حتی دادی اوس یی د کونډو او یتیمانو پر ستونی پښه کیښوده او د هغوی لپاره راغلی غنم یی د خپل کړوسیانو لپاره سرمایه برابرولو په خاطر غلا کړی وه، راځی چی د لمړی پیل یی د ۱۳۸۱ او ۱۳۸۲ ه ش کلونو څخه وکړم چی کله دولت او بهرنیانو د کوکنارو د کښت په له مینځ وړلو په عوض کی هر بزګر ته د یو جریب کوکنارو د تخریب په خاطر ۳۰۰ امریکایی ډالره ټاکلی وه او په د هلمند په نادعلی کی یی مسول عبدالحد هلمندوال او مارجی کی یی مشر علیشاخان مظلومیار وو، کله چی د بزګرو د کوکنارو کروندی تخریب شوی نو په عوض کی یوه پارچه ورکول کیدل چی بیا د همغی پارچی له رویه د هر جریب په سر ۳۰۰ ډالر ورکول کیدی خو بدبختانه دی هلمندوال له بهرنیانو او دولت نه پیسی خپله واخستلی او د نادعلی د ځینو بزګرو سره تر اوسه هغه پارچی په کورو کی پرتی دی او یو غران هم ور ونه رسیدلو چی د هلمند دی ناځوانمردانه کړنی ددی سبب شوی چی نوموړی په اقتصادی لحاظ پیاوړی او ولس له دولت نه لیری شی، دا هغه ګام وو چی د لمړی ځل لپاره یی د ولس او دولت تر مینځ بی اعتباری وزیږول او د هلمند ناخوالو ته مخ شو او هر کال د کوکنارو د کمپاین پر مهال هلمند کی اخوډب را مینځ ته کیدل پیل شول.
تر دی راوروسته هره مرسته مستقیم د هلمندوال تر واک لاندی شول او د پوښتنی سړی یی پیدا نشو چی بلاخره د محمد ګلاب منګل په رارسیدو سره چی کله د فاسدینو سره جدی مبارزه پیل شول بیا په لومړی ځل د همدی نادعلی د ټولنیزی شورا چی هلمندوال یی مشری کول ځینو غړو د عبدالحد هلمندوال د غلاوو په اړه اوازونه پورته کړل چی پدی اړه دری کاله وړاندی روزنامه صبح افغانستان ماندګار لیکلی چی (د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالي قومي مشرانو يو پر بل د درغليو تورونه لګولي دي، د نادعلي ولسوالي د ټولنيزي شورا غړي د دې شورا پر رييس تور لګوي چي د ولسوالي هرډول امتياز يي خپل جيب ته اچوي ) او بیا لیکی چی (دنادعلي ولسوالي دټولنيزي شورا سره نه يوازي ځيني کسان دتخمونو ويش په سر ددرغليو ادعالري بلکي يو شمير کسان وايي په دي ولسوالي کي دانکشافي شورا له لوري چي اکثره چاري يي دکليو دپراختيا او بيا رغوني له رياست سره شريکی دي دزياتو ژورو څانګانو دکندولو پروسه هم روانه وه چي دوي بياهم دټولنيزي شورا پرريس هلمند وال باندي تورلګوي او وايي ددې په ځاى چي ژوري څاګاني وړيا خلګو ته وایستل شی پرسر يي پيسي اخستل کيږي) همداراز مادګار زیاتوی چی (د ناد علي ولسوالی د ټولنزي شورا دانکشافی کميټي مسئول ملامحمد کريم له دولت نه غوښتنه وکړه چي ولسوالي ته راتلونکي مرستي وخلګو ته په ښه توګه ورسوی .دى وايي مونږ داثابته کړي ده چي دشورا مشر په زياتو درغليو کي لاس لري) دا موضوع رسنیو ته او ځینو منابعو د هلمند ملی امنیت ته زرګونه لستونه وسپارل چی هغه کی په ښکاره د هلمندوال په امضا جعلی ترتیب شوی د مرستو لیستونه وه خو هغه مهال دولت دا جرعت و نه کړ چی نومړی څخه پوښتنی او ګرویږنی وکړی. تر دی وروسته بیا د ای ډبلیو پی ار د خبر له مخی چی په ۱۷ دیسامبر ۲۰۰۹ کال نشر شوی د هلمند د پخوانی مرستیال عبدالستار مرزکوال له خولی لیکلی چی(د عبدالحد هلمندوال په څیر یو شمیر خلګ، چی نه غواړی هلمند د نشه یی توکو د مافیا له لست څخه ولویږی، د خوارکی توکو د پروګرام ناکامیدل غواړی. که دا پروګرام بریالی شی په هلمند کی به نور د نشه یی توکو قاچاق رامینځ ته نه شی). باید یادونه وکړم چی د هلمند مرکزی جامع کی په کال ۱۳۸۶ ه ش کی عبدالحد هلمندوال د یو څو تنو د مافیا د غړو سره یوځای چی نوموړی قومی مشران بلل دولت ته د اخطارونه ورکړل او د کوکنارو د کروندو یی ننګه وکړل او دولت ته یی اخطارونه ورکړل که د کوکنارول ماتول و نه درول شی دوی به مسلحانه جنګونه له دولت سره پیل کړی او د نادعلی د بزګرانو څخه یی د دی کار لپاره زیاتی پسی د دی جلسی پر سر واخستلی هیله ده ملی امنیت هغه وډیویی اسناد چی په مطبوعاتو کی اوس هم موجود دی راواخلی او د مخدره توکو سره د مبارزی د قانون له مخی چی د کوکنارو د کښت تشویق او ساتنه او د قانون څخه د سر غړونی په تور یی هم محاکمه کړی.
عبدالحد هلمندوال د هلمند د پراختیا او ارامتیا په لار کی د ستر خنډ په توګه ډیری ناخوالی رامینځ ته کړی او تل د پرمختګ مانع ګرځیدلی چی حتی د نوموړی منفی پروپاګندونو او ناپاکو اهدافو لمن د انجنو و مکاتبو ته هم وغځیدل چی څه موده وړاندی یی کوښښ وکړ ترڅو مکاتبو کی ناخوالی رامینځ ته کړی تر څو زموږ اولادونه درس ته شا کړی چی نوموړی بی له کوم قانونی مسولیت څخه د لښکرګاه ملالی لیسی ته ورغلی وو او هلته یی خپل پر سره تفتیش ترسره کړی وو او بیا یی ویلی وو چی معلمین خپل دندو ته نه حاضریږی او کوښښ یی کړی وو چی د نوموړی لیسی او د ولایت او معارف ریاست تر مینځ اړیکی خړی پړی کړی چی دا کار د ښځینه زده کونکو او معلمینو او معارف ریاست د سخت غبرګون سره مخامخ شو چی پدی هکله مهال خبری پاڼی د مرغومی په ۳ نیټه لیکلی چی (دلښکرګاه ښاردملالۍ ښځینه لیسې ښوونکي اوزده کونکي وايي داصلاحي شوراپه نامه دغلته یوه جوړه شوې شورا دوی ته خنډونه جوړوي. دوی وايي داصلاحي شوراغړي دولایت مقام ته داسې ناسم راپوروړاندې کړی چې ګواکې ددې لیسې دګوتوپه شمیرښوونکي لیسې ته دزده کړې لپاره راځي اونوريې پرکورناست دي .
زده کونکو ویلی چی: داچې په ملالۍ ليسه كې ۱۰۸تنه په تشكيل كې وو نوتاسوولې غيرحاضرنه كړل نوته څنگه پلاوى وې؟ ځینو زده کونکو ویلی وو چی: دوى له چارواكوڅخه غوښتنه كوي چې ددې ستونزې مخه ونيسي اوكه په دې برخه كې كوم گام پورته نه شي دوى به د زده كړې بهيرته شا كړي. د عبدلاحد هلمندوال په اړه د پوهنی ریس محمد نسیم صافی ویلی ((له بده مرغه درته ووايم چې اصلاحي شورا هيڅ يورسمي نهاد نه دى. موږ دلته څارنوالي لروموږ دلته امنيت ملى لرو ،دلته نورې ادارې شتون لري چې اداري پرسونل كنترولولى شي . زه د دوى دغه عمل غندم اوټولورسنيوته بلنه وركوم چې زموږ له ښوونځيوڅخه ليدنه وكړي.))
دایی د عبدالاحد هلمندوال کارنامی چی تاسو ته بیان شوی، چی حتی پر کونډو، یتیمانو، بی وزله بزګرو او زموږ په بچیانو او لوڼو یی د هیڅ راز ظلم، ځورونی، چور او چپاول کولو څخه ډډه نده کړی. هلیه ده چی عبدالحد هلمندوال ونه وایی چی دا غنم چی زما کور کی نیول شوی دی دا باد راوړی زه نه یم خبر، هلمندوال ته باید ووایم چی دا یودانه غنم ندی چی باد راوړی وی پوره ۹۰ بوجی یی ستا کور کی نیول شوی او د قانون له مخی ستا دا عمل کلونه تا د زندان کونج ته استوی.