په نړی د اوبو نه وروسته چای دی چی ډیر د څښلو موارد لری او ورځ تر بلی تاثیرات یی پر بدن جوتیږی مګر له شیدو سره یو ځای مصرف یی نه یواځی چی ګټه نلری بلکه د چای ځینی فواید هم له مینځه وړی ، همدارنګه ډاکتران توصیه لری چی درمل (تابلیت) باید د چای سره ونخوړل شی او چای د غذا نه وروسته ژر ونڅښل شی ځکه چی د غذا ځینی مینرالونه له مینځه وړی د مثال په ډول غوښه چی په خپل ترکیب کی اورسپنه لری او بدن خورا زیات ضرورت ورته لری د غذا د خوړلو سره پیوست د چای څښل د غوښی اورسپنه له مینځه وړی.
شین چای:
د امریکا پنسلوانیا ایالت محققانو موندنی ښیی چی شین چای سربیره پر دی چی د چاقی مخنیوی کوی د قلبی ، وریدی، سرطان او ځینو نورو ناروغیو مخنیوی کی هم مرسته کوی .
تور چای:
تور چای په خپل ترکیب کی داسی مواد لری چی په بدن کی د غذایی موادو هضم سره مرسته کوی او د احتراق عمل ته سرعت ورکوی به دی ترتیب سره دچاقی خنډ ګرځی، علمی تحقیقات ښیی چی تور چای په لنډه موده کی د غباندو(سرین) اندازه څو سانتی متره کموی.، همدارنګه تور چای داسی مواد لری چی د هډوکو د خوړل کیدو(پوسیدګی) څخه مخنیوی کوی.
د تور چای په ترکیب کی چی کوم الیګالوکاتیخین ماده وجود لری د خولی ساری ناروغیو مخنیوی کوی او همدا ډول په خوله کی سرطانی غدی له مینځه وړی په داسی حال کی چی پر نورمالو او سالمو غدو منفی تاثیر نه اچوی.
د چای ورځنی دوز څلور ګیلاسه ښودل شوی دی.
هیر د نوی له دی چای مدرر دی او په زیاته پیمانه اوبه له وجوده خارجیږی ضرور چی د چای په څنګ کی اوبه هم و څښل شی.