کرزی صیب! ډېر ښه دې وکړل، چې د سولې د عالي شورا مشر دې بیا داسې څوک وټاکه، چې د دولت د وسله والو مخالیفینو لوی مخالف دی.
د ښاغلي کرزي صیب د ټاکنو له مخې خو دا په ډاګه کیږي، چي د دوی موخه د سولې په لړۍ او د دولت له وسله والو مخالیفینو سره د پخلاینې پر بهیر ملنډې وهل دي، ځکه د تش په نامه د سولې په عالي شورا کې داسې کسان شتون لري او د دې شورا مشر داسې څوک ټاکل کېږي، چي له امله یې د دولت وسله والو مخالیفینو ټوپک ته لاس کړی او د دوې له امله د دولت پر وړاندې جنګیږي؛ ځکه، چې دولت دوی ته پناه ورکړې ده.
د ښاغلي کرزي د وروستۍ ټاکنې له مخې جوتېږي چي ښاغلی کرزی د افغان ولس سترګو ته خاورې شیندې، د وسله والو طالبانو او د دولت له نورو وسله والو مخالیفینو سره د پخلایني او د سولې د رامنځ ته کولوغوښتونکی ندی او نه غواړي، څو د دولت وسله وال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شي.
په دي نه پوهیږو، چې ولې حامد کرزي ځان ناګومانه اچولی دی. دلته داسې پوښتنې راولاړیږي، چي کرزی صیب خو یا د بهرنیانو تر فشار لاندې دی، او یاد شمال له ټلوالې هیریږي نو ځکه خو ځینې څوکۍ میراثي ګڼي. که داسې نه وي، نو په دې خو هرڅوک پوهېږي، چي د دولت وسله وال مخالفین به له هغه چا سره سوله ونکړي، چي د دوی پر وړاندې جنګېږي او د دوی له کبله یې وسلې ته لاس کړی دی.
اوس ښاغلي کرزي داسې څوک د سولې د عالي شورا مشر ټاکلی، چې له شکه پرته به له هغه چا سره په یوه ټغر کېنهني، چي د پلار وژونکي یې دي. د حیرانتیا خبره خو دا ده، چې کرزی صیب د هغه چا په وسیله د سولې خبرې پر مخ بیایي، چي په زغرده د طالبانو سره دښمني اعلانوي.
نه پوهیږو، په دي ټاکنې سره ولسمشر حامد کرزی صیب څه غواړي؟ که موخه یې د خلکو سترګو ته د خاورې شیندل وي خو په دي ټول پوهیږي، که یې موخه د استاد برهان الدین رباني زوی ته د ا متیازاتو ورکول وي؛ دا امتیازات د یوې بلې دولتې لوړې دندې په ټاکلو سره هم ورکول کیدل.
مخکې له دې هم کله، چې استاد برهان الدین رباني د سولې د عالي شورا ریس وټاکل شو څه ناڅه روښانه وه، چي دولت په ریښتینې توګه سوله نه غواړي؛ خو بیا هم خلک هیلهمند وو؛ ځکه چې استاد رباني جهادي شخصیت او مشر وو؛ خو اوس د سولې عالي شورا د مشر په توګه د استاد برهان الدین رباني د زوی په ټاکلو سره سل په سلو کې روښانه شوه، چي ولسمشر د سولې ټینګښت ته لېواله نه دی.
په دې نیوکه نه کوو، چي ولي د سولې عالي شورا مشر یو پښتون ندی ټاکل شوی؟ که په ریښتینې توګه حامد کرزي سوله غوښتی، نو د سولې عالي شورا ریس به یی بې پلوه، بې پرې، صادق او په هیواد کې د سولې ریښتینی غوښتونکی او داسې کس ټاکلی وی، چی د افغانستان خلکوته یې زیان نه وي اړولی او نه یې هم په زړه کې کومه کینه لرلی. لکه: حضرت صبغت الله مجددي د دې څوکۍ لپاره وړ کس وو.
لکه څرنګه مو، چې مخکې یادونه وکړه ښاغلي کرزي د سولي د عالي شورا د مشر ټاکنې په لومړي پړاو کې هم تیروتنه کړې وه. ځکه هغه څوک یې په دې دندې ګمارلی وو، چي په کابل کې یې د مجاهدینو په خپل منځي نښتو او شخړو کې لوی لاس درلود او د افغانستان خلکو ته د منلو وړ نه وو. د حزب اسلامي او طالبانو سره یې ډيرې جګړې کړې وي او بیا د دوی سره د پخلاینې شورا د مشر په توګه وټاکل شو. له دې سره د سولې د عالي شورا د رییس په توګه د استاد برهان الدین رباني ټاکنې ډير غبرګونونه له ځان سره نه درلودل خو کیدای شي د زوی ټاکنه یې ځینې غبرګونونه له ځآن سره ولري، لکه لومړۍ غبرګون یې چي د حضرت صبغت الله مجددی له ټولو دولتي دندو څخه د لاس اخستل وو. که چیرې غبرګونونه له خان سره هم ونلري خلک؛ خو ډاډه شول، چي د سولې عالي شورا تش په نامه شورا وه او ده، او په دي شورا د کرزي صاحب ظاهري پلویان راټول شوي ، هسې خوشي د ولس له پیسو او بیت المال څخه معاشونه ورکول کیږي.
ښاغلي کرزي صیب ته مې دا مشوره ده، چي له ډیر احتیاط څخه کار اخله، چي دا کسان له دندو ګوښه نکړي که نو دا به هم د اپوزیسیون سره یوځآی شي. کیدای شي د همدي لپاره دې په دې دندې ګمارلی وي په داسې حال کې، چې په دي هم ښه پوهیږې چې د استاد برهان الدین د زوی په مشرۍ به د سولې عالي شورا هیڅ پرمختګ ونه کړي او هیڅ لاسته راوړنه به ونلري. تاسو ( کرزی صیب ) خو په ټاکنه کې ډير پام کوی؛ ځکه، چي تر هغې په ظاهري توګه دوستان وي، څو چې په دندې ګمارلي وي او هر کله دې، چې له دندې ګوښه کړل بیا نو د دولت سیاسي مخالفان شي لکه په تیرو وختونو کي مو چي ولیدل . که د دولت سیاسی مخالیفینو یا اپوزیسیون ته وګورو نو ټول په لومړیو کې د کرزي صیب دوستان وو.
په پای کې وایم چي ښاغلی کرزی صیب تاسو خو د خلکو په هیلو، غوښتنو او آرمانونه ملنډې ووهلې او وهی یې . د بیت المال څخه یو شیمر بې کاره او بې دندو کسانو ته د مفتو معاشونو ورکول دوی ته د بیت المال څخه د عیش او عشرت زمینې مساعدول نیونه او پوښتنه لري، که په دي دنیا کې نه وي نو په آخرت کې به هرو مرو پوښتنه درنه کیږي بیا به څه ځواب ورکوې؟.