په هلمند كي د ټولنيزي شورا ۱۴ تنه غړي د غنمو د غلا په تور و نيول سول
د هلمند ولايت د ولايتي شورا مرستيال فضل الباري فياض وايي چي نادعلي اولسوالۍ ته د مرستي په موخه د لېږل سوو درې سوه ټنه غنمو څخه يوازي او يوازي اووه سوه ګونۍ رسېدلي او شااوخوا ٢٠٠٠ ګونۍ د ټولنيزي شورا غړو خپلو کورو ته وړي او په خپلو منځو کي ئې سره وېشلي.
د نوموړي په وينا چي په دې کار کي د ټولنيزي شورا ١٤ غړي پړه بلل سوي او د سپيناوي او سزا په موخه څارنوالۍ ته پېژندل سوي.
نوموړى وايي چي په دې کار کي د يادي شورا مشر باركزى خوشال او شورا غړى عبدالاحد هلمندوال او د هلمند د اصلاحي شورا رئېس شامل دي او څارنوالۍ ته پېژندل سوي دي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه