ښاغلي پوتين پوښتنه مطرح کړه چې (( ايا د روسيې له همکارۍ پرته په دغه برخه کې اغيزمن کار شونى دى ؟ ))
دغې پوښتنې ته خپله روسي ولسمشر ځواب درلود او ويل يې چې (( په احتمالي دول نه . )) .
بايد په ياد ولرو چې روسيه يوازينى هيواد و چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې يې ملاتړ وکړاو د هغوى د جگړييزې وړتيا د ساتلو لپاره يې په سلگونو ميليونه ډالر ولگول |
ولادمير پوتين زياته کړه چې روسيه د افغانستان په اړه دا ډول ضرفيتونه لري او ترانزيتي اسانتياوې ورته برابرولى شي .
د روسيې ولسمشر نړيوالو ته ور په زړۀ کړل چې په افغانستان کې دوى له شمالي ټلوالې سره د کلونو په اوږدو کې مالي او پوځي مرستې کړې دي .
ښاغلي پوتين وويل :
(( بايد په ياد ولرو چې روسيه يوازينى هيواد و چې له پخوانۍ شمالي ټلوالې يې ملاتړ وکړاو د هغوى د جگړييزې وړتيا د ساتلو لپاره يې په سلگونو ميليونه ډالر ولگول . موږ لا تر اوسه هم د افغانستان له وسله وال پوځ سره د فالتو وسايلو او کادرونو د روزنې په چاره کې مرسته کوو.))
افغان ولسمشر د نړيوالو او ناټو مرستې ومنلې او ويې ويل چې اوس د دۀ په وينا افغان ځواکونه خپله هم امنيتي مسووليت په غاړه اخيستلى شي .
حامد کرزي وويل :
(( افغان امنيتي ځواکونه په را روان اگست ( د زمري مياشت ) کې د کابل امنيت ته اوږه ورکړي . افغانستان به د ترهگرۍ خلاف روانه جگړه کې د نړيوالې ټولنې يو مظبوط ملاتړى پاتي شي . ))
افغان ولسمشر د اصلاحاتو د راوستو ، د قضا د سمون ، بشري حقونو او ولسواکۍ په اړه وويل چې په خپلو ژمنو به ولاړ پاتې شي . :
د ناټو غړو ته افغان مشرتابۀ وويل چې ورو ورو افغاني ځواکونه په خپلو پښو دريږي |
د ناټو سرمنشي ياپ دي هوپ شيفر وويل چې په ايساف کې ورښکيل هيوادونه پر دوه سندونو ، ليد لوري او داخلي سياسي او پوځي پلان سلا شوي او هغه يې امضا کړي دي.
د ښاغلي شيفر په وينا په دغو دواړو سندونو کې څلور مهمې خبرې راځي :
(( د افغانستان په اړه د اوږدې مودې ژمنه ، د افغان سياسي مشرتابه له غښتلتيا سره مرسته . په افغانستان کې د ناتو په ماموريت کې د ښکيلو انډيوالانو تر مينځ د همکارۍ پراخول او څلورم د ستونزو د مقابلې لپاره د سيمه ييزه لارو چارو موندل ، په دې تړاو په ځانگړې توگه له پاکستان سره کار شامل دى. ))
د ښاغلي شيفر په وينا د ټولو دغو پلانونو اصلي موخه انتقالي پړاو ته اوښتل او په پايله کې افغان امنيتي ځواکونو ته د چارو سپارل دي .
د ناټو سرمنشي د افغان مرشتابۀ څرگندونو ته په اشارې وويل چې افغان ځواکونه گواکې په خپلو پښو دريږي.
ښاغلي شيفر ومنله چې (( همدا اوس افغان امنيتي ځواکونه په ډيرو ځايونو کې د جگړې په لومړۍ ليکه کې دي .))