د کابل امنيتي چارواکي وايي نن سهار يې دکابل ښار په دوو برخو کي د وسله والو مقاومت وځپئ چي د پرون راهيسي يې دوام درلودئ.
د کابل د امنيه قومندانۍ يوه افسر آزادۍ راډيو ته وويل چي په شيرپور کي نن سهار هم ټکان اورېدل کېدل، خو د ورځي له رڼا څخه په استفادې افغان ځواکونو د وسله والو له خوا نيول سوې وداني تصفيه کړه.
همدا راز د دارالامان په سيمه کي د وسله والو مقاومت دوام درلود، چي شاوخوا يې د سپکو وسلو ټکان کول، اوس د پوليسو له خوا ځپل سوي دي.
په کابل، لوګر، پکتيا او ننګرهار ولايتونه کي پرون پر يوه وخت د طالبانو ډله ايزي ځانمرګي حملې وکړې، چي د کورنيو چارو وزارت په وينا څو تنه ځانمرګي يې ژوندي نيولي او نور يې وژلي دي.
د دې حملو د مرګ ژوبلي په باب تراوسه دقيق معلومات نسته، خو د پکتيا چارواکو ويلي دوه تنه مړه او ٢٦ کسه ټپيان دي، چي په مړو کي يو پوليس او په ټپيانو کي دوه پوليس شامل دي او نور ټپيان ټول ولسي کسان دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي دا چي په کابل کي د وسله والو پر ضد عمليات د افغان امنيتي ځواکونو له خوا ترسره سول، ملکي کسانو ته د تاوان کوم خبر نه دئ ترلاسه سوى، خو څو تنه پوليس او عام وګړي ټپيان سوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي ويلي چي يو ځانمرګى ژوندى نيول سوى او نور له منځه وړل سوي دي، خو د تلفاتو په باب معلومات نه لري.
د دغو حملو مسئوليت طالبانو پر غاړه اخيستى او ويلي يې دي چي دا يې د پسرلنيو عملياتو شروع ده.