پېښور :د افغانستان ادبي انجمن پسرلنۍ مشاعره د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز په انګړ کې د چهارشنبې په ورځ د 2 بجو ماسپخين څخه تر ماښام 7 بجو پورې د ښاغلي پوهنمل زاهدي احمدزی په مشرۍ تر سره شوه، چې مشران مېلمانه يې عبدالکبير (طلايي) او حاجي غلام سخي وو او د ګزارش ليکنې چارې قاري محمد آياز جانباز تر سره کولې او د سټېج چارې د ښاغلي نظيرالحق (قريشي) او عماد الدين (دوران) تر سره کولې . غونډه د قاري شکر الله مخلص له خوا د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شوه .ورپسې بلال جان ترانه واوروله، بيا د غونډې پرانيستې وينا د افغانستان د اسلامي فرهنګي مرکز د رئيس قاضي محمد حسن اسلامي وکړه، ښاغلو ميلمنو ته د ښه راغلاست نه وروسته يې زياته کړه: زمونږ مرکز اسلامي مرکز دى، بايد شاعران ورونه داسې شعر ونه وايي چې زمونږ د فکر خلاف وي، دا چې زمونږ وطن صليبي يرغلګرو اشغال کړى او هره ورځ زمونږ په بې وزله ولس ظلمونه کوي، د باګرام په هوايي اډه کې د قرآن عظيم الشان د اور په لمبو کې وسوځولو، هغه ټپ مو لا ورغلى نه وو چې د کندهار په زنګاوات کې يې د وحشت څخه ډکه پېښه وکړه ، نو شاعرانو ته په کار ده چې د ولس درد ته دوا شي او داسې شعرونه ووايي چې ولس راويښ کړي، بيا د افغانسان ادبي انجمن مشر فضل مولا (تورکي) په زړه پورې ويناوې وکړه او له شاعرانو يې مننه وکړه چې د انجمن بلنه يې قبوله کړه او غونډې ته راغلل په دوهمه برخه کې آزاده پسرلنۍ مشاعده وشوه چې په کې تحسين الله (تحسين)، حاجي ګل آغا (شهباز) نصرالله (بيتاب) لطيف الله (صادق) ډاکټر اسماعيل نيازى، قاري محمد آياز (جانباز)، رويد (همت)، ظفر الله (ظفر) برهان الدين (بيتاب) مير عالم (نويد)، محب الربي (ګران) رياض الله (زغم)، ذبيح الله (مجاهد) عارف (بنديوان) عبدالکپير (طلايي) عبدالمير (محسني) رئيس خان (بسمل)، عبدالمنير (جلالي) محمد عارف همدرد، شکر الله مخلص او فضل مولا تورکي خپل شعرونه واورول او د شاعرانو تر څنګ په زيات شمېر کې د ادب مينه والو هم ګډون درلود، په آخر کې پوهنمل زاهدي احمدزي په روانو حالاتو تفصيلي خبرې وکړي او شاعران يې خپلو مسئوليتونو ته متوجه کړل او وېې ويل شاعران بايد د مسلمانانو ترمنځ د ورورولئ او اتفاق راوستلو لپاره کار وکړي او داسي شعر ونه وايې چې د مسلمانانو تر منځ نفاق او بد بيني پيدا کوي غونډه د ماښام په اوه بجو د محترم زاهدي صاحب په دعاء سره پاى ته ورسيده ياده دې وي چې د افغانستان اسلامي فرهنګي مرکز د شاعرانو او نورو ګډون کوونکو لپاره عصريه هم برابره کړي وه .