د نشه یی توکو پر خلاف د مبارزی وزارت وزیر ښاغلی ضرار احمد مقبل څو ورځی مخکی له هرات ولایت څخه د فراه ولایت پر مسولینو لفظی بریدونه وکړل او د یاد ولایت چارواکی ییپه بی کفایتی تورن کړل او په خبرو کی یی زیاته کړه چی د فراه ولایت دولتی چارواکی په فساد او ځینی کړی یی د مخدره توکو په کاروبار کی ښکیل و ګڼل چی د محترم وزیرصاحب دا خبری، افترا، غیر مسولانه او غیر عادلانه ګڼم او د محترم وزیر صاحب دا څرګندونی د نوموړی په بی وسی او په نړیواله کچه او بیا په خاصه توګه د افغانستان د نشه ییتوکو د معضلی څخه په بی خبری باندی دلالت کوی او دا د خپل ګران مملکت بد بختی ګڼم چی پدی کچه بی خبره افرادو ته دومره ستر مسولیتونه ور په غاړه سوی. ضرار احمد مقبلصاحب دا اولنی وزارت ندی بلکه تر دی مخکی د کورنیو چارو وزیر او تر هغه مخکی د پروان والی هم پاته شوی دی چی د دومرو دندو سره سره بیا هم د افغانستان د دومره لویی مسلی څخهبی خبره دی.
د مخدره موادو موضوع زیاتو تفصیلاتو ته اړتیا لری دلته زیاته څیړنیزه لیکنه نشم وړاندی کولای صرف کوښښ کوم تر څو لوستونکی او په خاص ډول محتر وزیر صاحب ضراراحمد مقبل عثمانی د ځینو حقایقو څخه خبر کړم. د حوصلی هیله تری کوم:
پس منظر:
په جهان کی مخدره توکو تقاضا له زیاته وخت څخه شتون لری خو ددی ناولی بوټی کروندی د دنیا په دوه سیمو کی له ډیره وخت څخه شتون لری چی په تاریخی لحاظ اوله مهمه سیمه دکوکنارو د کښت، تولید او پروسس د مثلث طلایی او دوهمه سیمه د حلال طلایی په نامه مشوری دی. په تیرو وختو کی د دنیا په تیره بیا د غرب د مخدره موادو تقاضا د مثلث طلاییسیمی څخه چی برما یا میانمار، لاوس، ویتنام او ټایلند هیوادونه په بر کی نیسی پوره کول، دلته زیاتول غواړم چی دا هیوادونه د انګلسانو کالونی، د فرانس سلطی او یا د امریکا دمداخلی او دوهم جنګ جهانی کی سخت ځپل سوی هیوادونه وه، چی په تدریج سره ځینو خپل ځانونه تر یو حده مستقل کړل. دا چی نړیواله مافیا او ملګری هیوادونه یی چی په مستقیم او غیرمستقیم ډول یی د مخدره توکو د تولید زمینه په دی ممالکو کی برابره کړی وه له د رسوایی سره مخ او نور یی دی هیوادو کی کار پر مخ بیول ستونزمن وګڼل او همدی مافیایی کړیو اوغرب ځینو هیوادو چی د مخدره توکو تقاضا یی خپل په مملکتو کی را ټیټه کړی نده او د همدی د مخدره توکو د کاروبار څخه بیلویونونه ډالر ګټه وړی پدی لپه کی سول تر څو بدیلهیوادونه و موندی چی بیا یی د خپل تجارت د مخته وړلو لپاره طلایی حلال (افغانستان او پاکستان) غوره کړل چی دی سیمه کی هم ځینو هیوادو لکه هند او پاکستان تر زیاته اندازه دمخدره توکو په مخ نیوی کی بریالی سوی خو بدبختانه زموږ ګران هیواد لا هم د دی کرغیړنی پدیدی چی د مافیایی کړیو او هیوادو زیږنده ده ځپلی او لا هم له دی ستونزی سره لاس اوګریوان یو.
د مخدره موادو اړوند اوسنی مسایل:
افغانستان له ۸۰ می لسیزی څخه کله چی هیواد مو د جنګونو او باندنی هیوادو د سیالی ډګر سو د مافیا غړوته هم زمینه برابره سوه چی دلته مخدره توکی ترویج کړی او زموږ دهقانانورسره بلد کړی چی بلاخره افغانستان د نړی د مخدره توکو ستر تولیدونکی هیواد وګرځید. په ۲۰۰۱ کال کی د امریکا په رهبری غربی هیوادو پر افغانستان یرغل پیل کړ نو دمخدره توکو سره مبارزه یی خپل له اولویتو څخه و ګڼل او د مخدره توکو سره د مبارزی پیټی یی د انګلستان پر اوږو کیښود او د همدی پدیدی سره د مبارزی لپاره یو وزارت د نشه ییتوکو سره د مبارزی وزارت جوړ او د مخدره توکو سره د مبارزی ستراتیژی چی اته ستونه لری جوړه سوی ده همداشانی د همدی پدیدی سره د مبارزی ځانګړی څانوالی او محکمه هم را مینځ تهسوی ده خو بدبختانه حال مو ورځ تر بلی خراب سو او په ۲۰۰۷ میلادی کال کی افغانستان د مخدره توکو په تولید داسی تاریخ جوړ کړ چی په ډیر وخت به مات نشی او ۱۹۳۰۰۰ هکتارهکوکنار وکرل شول چی ۸۲۰۰ ټنه تاریاک تری تولید شول. دا موضوع د محترم حامد کرزی لخوا په انګلستان کی هم مطرح سول او کابل کی د مخدره توکو سره د مبارزی په کلنیغونډی کی هم چی محترم ریس جمهور پر انګلستان تور ولګاوه چی تاسی د مخدره توکو په کاروبار کی داخل یاست او له کله نه چی تاسو هلمند واګی لاس کی اخستی د تاریاکو تولیداوج ته ورسید. دا چی افغانستان د نړی ۹۰ فیصده تاریاک تولیدوی، په افغانستان کی دننه بیا د فراه ګاونډی ولایت هلمند د افغانستان ۹۰ فیصده تاریاکو تولید ټټر ډبولی او دمیلینونو ډالرو مرستو سره سره بیا هم سږ کال د هیواد په کچه ستر د تاریاکو تولیدونکی ولایت اعلان کړای سو. قدرمن لوستونکی او محترم مقبل عثمانی صاحب دلته متوجه کومچی تاسی ځیر سی مثلث طلایی کی تاریاکو تولید ختم ته ورسول سو خو افغانستان کی زیات سو چی د نړی تقاضا له همدی ځایه پوره کیدل پیل سول یعنی مافیا او ځینی د مافیاحمایه کونکی هیوادو ته ضرر و نه رسید یواځی دومره وشول چی له مثلث طلایی یی کډه وکړه حلال طلایی ته او دلته حلال طلایی کی یی له پاکستانه پاک کړل خو مقدار چی جهان ورتهاړتیا لری کم نشو صرف د پاکستان برخه تولید هم افغانستان کی پیل سول او بیا د نوی اداری د راتګ سره سم چی کله ټولو ولایتو کی کوکنار کرل پیل سول نو دا چی زموږحکومت او حمایت کونکی یی ځان ته بریا وښوی نو ځینو ولایتونه کی کوکنارو کښت صفر کړای سو چی ستاسی محترم وزارت په نقدی مکافاتو هم ونازول خو بیا هم د مخدره موادوکوم تقاضا چی وجود لری هغه صرف له هلمند او کندهار نه پوره کیدل پیل سول بیا هم مافیا ته ضرر و نه رسید صرف داسی وشول چی د نورو ولایتونو برخه کوکنار هم هلمند کی وکرلشول او تاسی صرف پدی باندی افتخار کوی چی موږ ۲۰ یا ۲۱ ولایتونه صفر کړی او د موضوع اصلی جهت مو له یاده ایستلی چی مافیا ته دا مهمه نده چی خپله تقاضا له ۱۰۰ ولایاتوڅخه پوره کړی او که له یو ولایت څخه د هغوی هدف فرضا ۴۰۰ ټنه دی دا که په ۳۴ ولایاتو کی پوره کیږی او که په ۱ ولایت کی مافیا ته دا بی تفاوته دی هغوی صرف ۴۰۰۰ ټنه غواړیخدای دی وکړی چی په یو ولسوالی کی دی پوره سی.
همدا شان محترم وزیر صاحب دی نقطی ته هم متوجه کوم چی ستاسی وزارت او د انګلستان هیواد چی په ټول هیواد کی د مخدره توکو سره د مبارزی مسولیت لری نه یوازی لههغه ولایاتو سره چیری چی تاسی سیاسی اهداف تعقیبوی. هغه ولایتو چی کوکنارو کښت صفر کړی وو سږ کال د راپورونو له مخی بیرته کوکنارو کرلو ته مخه کړی دا ځکه چیتاسی محترم د یو منظمی پالیسی او د پالیسی د اجرا د ارادی د نه درلودلو له کبله او د پام غورځولو له کبله دا ولایت بیرته دی ناوړی پدیدی ته مخه کړی، همدا راز د انګلستان هیواد همیواځی د خپل سیاسی موقف د پیاوړی کولو لپاره صرف خپل مرستی په یوه ولایت کی منحصری کړی دی. تاسی محترم وزیر صاحب به په جریان کی یاست چی فراه ولایت کید نشه یی توکو سره ډیره کلکه مبارزه شوی وه او شریفو خلګو ته د مرستی وعدی ورکړل سوی وی خو دا وعدی ټولی هوایی ولاړلی، ستاسی محترم وزارت او مرسته کونکو ډونر ممالکوهم هیڅ راز مرستی او همکاری ته اماده شوی نده پداسی حال کی چی د فراه ولایت ګاونډی ولایت هلمند ته هر کال ۱۲ میلیونه ډالر مرسته ورکول کیږی چی مخدره توکو سره مبارزه وسی چیددی مرستو له کبله څه کمبود په مخدره توکو کاروبار کی واقع شوی خو تیر کال د ۱۲ میلیونو ډالرو په بدل کی صرف ۳ فیصده او سږ کال د ۱۲ میلیونو ډالرو په بدل کی صرف ۷فیصده کمبود واقع شوی چی د انصاف تله ستاسو په لاس کی ده چیری چی سږ کال د ۱۲ میلیونو ډالرو مستقیمو مرستو چی د هلمند ولایت مقام په واک کښی ورکړل سوی صرف ۷فیصده یعنی د ۶۹۸۳۳ هکتاره څخه و ۶۵۰۵۴ هکتاره ته را ټیټ شوی چی ۴۷۷۹ هکتاره کم کرل سوی پدی معنی چی هلمند کی د ۱۲ میلیونه ډالرو په لګښت ۲۱۰ ټنه تاریک کمبودراغلی یعنی هر ټن یی په ۵۷۱۴۲ ډالرو ستاسو وزارت ته تمام شوی دی پداسی حال کی چی هلته په سلهاوو میلیونه ډالر د زراعت او ابیاری او نورو پروژو کی لګول شوی او زیات نظامیعملیات هم ترسره شوی دی خو برعکس تاسی د فراه ولایت سره د ۱۲ میلیونو ډالرو یو فیصد مرسته هم نده کړی خو بیا هم د فراه ادار توانیدلی چی مخدره توکو کښت سره جدی مبارزهوکړی چی سږ کال د سروی له مخی ۲۱۴۷ هکتاره مځکه فراه کی د کوکنارو د کښت لاندی ده چی د تیر کال په پرتله ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی چی ستاسی ددی خبری تردید کوم چیویلی مو دی چی ۹۰ فیصده کرونده د تاریاکو ده. محترم وزیر صاحب که همداسی غیر عادلانه پالیسی روانه وی یو ولایت ته ۱۲ میلیونه ډالر هر کال و والی ته ورکړل شی او بل ولایتته یو میلیون هم ور نه کړل شی نو دا دی تاسو یی خبر چی مافیا به خپل مسیر ته بیا تغیر ورکړی هلمند کی به صفر شی خو فراه، هرات، غور، نیمروز، بادغیس، ارزګان، بدخشان،تخار، کاپیسا کی به زیات شی، لکه مخ کی چی عرض وکړ چی مافیا ته دا مهمه نده چی هدف یی هلمند کی پوره شی او یا فراه کی د هغوی هدف د مخدره توکو حاصلول دی او بس، تیر کالهم ۱۲۳۰۰۰ هکتاره کوکنار کرل سوی وه، سږ کال هم ۱۲۳۰۰۰ کوکنار کرل سوی، تاسی اساسی حل ولټول دا مهمه نده چی فراه کی څومره کرل شوی او یا هلمند کی اصلی د توجه وړ خبرهتاسی ته داده چی هر هم تیر کال او هم سږ کال ۱۲۳۰۰۰ هکتاره افغانستان کی کرل شوی، مافیا ۱۲۳۰۰۰ هکتاره ته ضرورت لری هغه یی افغانستان کی پوره کړی دا که فراه کی وی کهکابل کی ستاسی مسولیت ټول هیواد کی دی چی عمومی فکر ورته وکړی او بیا یی حل ولټوی. تاسی محترم وزیر صاحب شاهد یاست چی د تیر کال په پرتله د افغانستان پلازمینهکابل کی د کوکنارو کښت کی ۱۵ فیصده زیاتوالی راغلی نو څه ډول تاسی یواځی فراه ته ګوته نیسی او ستاسی معین چی له هلمند او کندهار څخه چیری چی د میلیونو ډالرو پهمصرف ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۱ کال کی نا حسابه کمښت واقع شوی ستاینه کوی، د فساد خبره هلته نه کوی، خپلو اشتباهات نه منی او د فراه پر ولایت مو بی مورده تورونه لګول پیلکړی؟
محترم وزیر صاحب مبارزه با مواد مخدر، که واقعا د مخدره توکو سره مبارزه کی جدی یاست نو مهربانی وکړی یوه عمومی ارزیابی ترسره کړی د هر ولایت سره پهمشوره پروګرام طرح کړی او کومی اړتیاوی چی هر ولایت لری رفع کړی داسی نشی کیدای چی ځینو خاصو ولایتو ته د سلیقی او سیاسی اهدافو لپاره د مخدره توکو سره د مبارزه کیمیلیونونه ډالر ورکړی او نور ولایت مو له یاده وتلی وی او بیا هیله ځینی کوی چی باید کوکنار صفر کړی! په څه شی یی صفر کړو؟ په کوم قوت او ځواک؟ په کومو امکاناتو؟ دا لږزیاتوالی چی واقع شوی هم دی دا پداسی ماحول کی طبعی خبره ده او دا ۶۹۵ هکتاره کوکنار د افغانستان په عمومی د مخدره توکو د کرکیلی او د مخدره توکو د تولید په ګراف کی نیمفیصد تاثیر واردوی خو بل لوری ته د ټولو امکاناتو په ورکړی سره سره به بیا هم هلمند د افغانستان د نشه یی توکو د کرکیلی په لست کی په قرمز قلم لیکل شوی اول مقامولری. نو تاسی د افکارو او اذهانو د تغیر هڅه مه کوی په هلمند کی خپل اشتباهات ومنی او د فساد او د مخدره توکو اصلی چیغی هلته ووهی په فراه ولایت کی نه! او ددی تر څنګ دنړیوالو اصلی هدف ته ځان ځیر کړی او د نشه یی توکو تقاضا او قاچاق چی د ټولی دنیا مسولیت دی یو له نړیوالو هم په کلکه هیله وکړی چی صادقانه مبارزه وکړی.
د یو افغان په صفت می پورته لیکنه کړی، پدی مورد کی می د فراه د والی او هیڅ امنیتی چارواکی نظر هم ندی اخیستی خو څومره معلومات چی می درلودل تاسو لوستونکو ته می وړاندیکړل، هیله ده چی محترم وزیر صاحب زما انتقادات د ځان په اړه شخصی و نه ګڼی او د زړه له کومی د کوکنارو د ناوړی بوټی سره مبارزه وکړی.
په اخر کی د ایران د جمهور ریس هغه څرګندونی چی څه موده وړاندی یی کړی وی چی د امریکا د راتګ سره سم د نشه یی توکو کرکیله افغانستان کی زیاته شوی زه یی په اړه یو احصایهوړاندی کوم، که څه هم دا موضوع سره زموږ ګران ولس حساسیت لری چی د ایران طرفداری وشی خو زه دا کار شرعی بولم چی ښه ته باید ښه وویل شی او بد ته بد. او په عین حال کی بایدواضح کړم چی د ایران ذکر کول دلته د نوموړی هیواد له ټولو کړنو او مداخلو دفاع نده بلکه ایران می پدی خاطر یاد کړ چی د ایران اسلامی جمهوریت په دنیا کی د مخدره توکو پروړاندیسخت دریځه هیواد دی چی پدی جرم که څوک ونیول شی د اعدام حکم پری کیږی او موږ ولیدل چی زموږ هیوادوال تیر کال هلته اعدام شوی او د پوښتنی سړی یی هم پیدا نشو، همدا راز ایرانهغه هیواد دی چی د نړی په کچه چی کوم مخدره توکی نیول شوی په هغه کی د ایران پولیس رغنده او بارز رول لری چی له له سلو نه ۴۱ فیصده هیروین او مورفین ایران کی، ۱۶ فیصدهترکیه کی، ۷ فیصده افغانستان کی، چین ۶، پاکستان ۴، روسیه ۳، امریکا ۱ فیصد، انګلستان ۱ فیصد، ایټالیا ۱ فیصد، تاجکستان ۱، هندوستان ۱ فیصد او پاتی نوروهیوادو کی نیول شوی.
د مخدره توکو د کرکیلی او تولید احصایه:
۲۰۰۴ ۲۰۰۳ ۲۰۰۲ ۲۰۰۱ ۲۰۰۰ ۱۹۹۹ ۱۹۹۸ ۱۹۹۷ ۱۹۹۶ کال
۱۳۱۰۰۰ ۸۰۰۰۰ ۷۴۱۰۰ ۷۶۰۶ ۸۲۱۷۱ ۹۰۵۸۳ ۶۳۶۷۴ ۵۸۴۱۶ ۵۶۸۲۴ تر کوکنارو لاندی مځکه (هکتاره)
۴۲۰۰ ۳۶۰۰ ۳۴۰۰ ۱۸۵ ۳۲۷۶ ۴۵۶۵ ۲۶۹۳ ۲۸۰۴ ۲۲۴۸ تولید شوی تاریاک
۲۰۰۹ ۲۰۰۸ ۲۰۰۷ ۲۰۰۶ ۲۰۰۵ کال
۱۲۳۰۰۰ ۱۵۷۰۰۰ ۱۹۳۰۰۰ ۱۶۵۰۰۰ ۱۰۴۰۰۰
تر کوکنارو لاندی مځکه (هکتاره)
۶۹۰۰ ۷۷۰۰ ۸۲۰۰ ۶۱۰۰ ۴۱۰۰ تولید شوی تاریاک
د پورته احصایی څخه داسی معلومیږی چی نړیواله تقاضا د ۳۵۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ تڼه ده او اوس چی افغانستان کی پر امریکا او نورو غربی ممالکو فشارونه راغلی چی نشه یی توکیددوی په موجودیت کی زیات شوی او مافیا هم کوښښ کی ده چی نور ممالک انتخاب کړی چی شاید زیات شمیږ جنګ ځپلی هیوادونه لکه لیبیا، راتلونکی کښی سوریه انتخاب شی کهد هغه ممالکو خاوره او اب او هوا د کوکنارو لپاره مناسب وګڼل شی، همدا شانی پدی کلونو کی چی افغانستان کی د کوکنارو کمښت راغلی په مثلث طلایی ممالکو کی زیاتوالی موندلیاو د هند په اړه چیری چی هلته په کمه اندازه کوکنار په رسمی شکل کرل کیږی هم اوازی راځی چی په غیر قانونی توګه د کوکنارو کښت او د نشه یی توکو کاروبار ارزښت میلونوډالرو ته جګ شوی دی.
په ډیر درناوی
ج . فراهی