کور / تازه خبرونه / زابل : اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

زابل : اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي ئې چاڼيز عمليات کړي او د هغوى په پايله کي ئې اوو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې.
د چارواکو په وينا چي ياد عمليات ئې په شاه جوى او سيوري اولسواليو کي کړي چي په پايله کي ئې ٥ وسله وال وژل سوي او دوه نور ئې ژوندي نيول سوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.