د کندهار ولايت د امنيت آمر رحمت ا لله اطرافي وايي چي تېره اوونۍ ئې د يوشمېر عملياتو په ترڅ کي وسلې او مهات نيولي. نوموړى وايي چي په نيول سوو وسلو او مهماتو کي ۱۲۰ حلقې ماينونه ، ۱ عراده د چاودېدونکو توکو څخه ډک موټرسيکل، ۱۳۰ کېلو ګرامه انفجاري مواد ، ۵ کلاشينکوف، ۶ ميله بالازن توپک، ۱ ميل دهشکه، ۶۰۰ فيره د کلاشينکوف مرمۍ، ۳ صندوقه د دهشکۍ مرمۍ، ۱۴ پايۍ مخابری ا و نور شامل دي چي چاودېدونکو توکو ته وروسته په سيمه کي چاودنه ورکړل سوې او له منځه وړل سوي.
په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.