کور / تازه خبرونه / يوه ٧ کسيزه ډله د سولي د پروسې سره يوځاى سوه

يوه ٧ کسيزه ډله د سولي د پروسې سره يوځاى سوه

د هلمند ولايت د سولي د ولايتي کمېټې کاروکوونکي وايي چي په دې ولايت کي يوه اووه کسيزه ډله د سولي د پروسې سره يوځاى سو.
په دې ولايت کي د ولايتي کمېټې رئېس شاه ولي خان وايي چي يادو کسانو د تېرو شپږو کالو راهيسې د حکومت ضد وسله وال مقاومت کاوه.
نوموړى وايي چي ياد کسان چي د ملا محمد شاه تر مشرۍ لاندي ئې وسله وال فعاليت کاوه د دوى او د ملي امنيت رياست په هلوځلو د سولي د پروسې سره يو ځاى سوه.
نوموړي همدا ډول په راتلونکي کي هم د ځينو نورو وسله والو د يوځاى کېدو خبره وکړه چي دوى ورسه په تماس کي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو خپله څه نه دي ويلي.