کور / تازه خبرونه / څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله واوښته

د بادغيس ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د پوليسو او وسله والو ترمنځ نښته رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې څلورو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
چارواکي وايي چي ياده نښته د دې ولايت په قادس اولسوالي کي هغه وخت رامنځ ته سوه چي کله وسله والو د پوليسو پر يوه کاروان بريد وکړ.
چارواکي زياتوي چي دې نښته تر نيم ساعته دوام وکړ او دوه تنه وسله وال پکښي ووژل سول او دوه تنه نور پکښي ټپيان سول .
خو وسله وال طالبان بيا وايي چي دوى درې پوليس وژلي او د دوى لوري ته کوم زيان نه دئ اوښتى.
وسله وال طالبان د دې تر څنګ زياتوي چي په دې نښته کي ئې د پوليسو څخه وسلې هم نيولي.