کور / تازه خبرونه / خطرناکه زلزلو د څونامي خطر رامنځته کړ

خطرناکه زلزلو د څونامي خطر رامنځته کړ

د اندونيزيا د آچه نومي ولایت د غربي ساحل په ۵۰۰ کیلومتري کي یوه سخته زلزله رامنځته سوې چي د ریختر په کچه يې اندازه اته اعشاریه شپږ ښودل سوې ده . دغه راز ویل کیږي چي تر لومړنۍ زلزلې شاوخوا یو ساعت وروسته مځکي بيا ټکان خوړلي چي دا ځل يې اندازه د ریختر په مقیاس اته اعشاریه دوه وه .


د جزیاتي معلوماتو له مخي باید وویل سي چي د امريکا د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې (USGS) په وینا د آچې نومي ولایت لومړنۍ زلزله په ۳۳ کیلومتره (= ۲۰ میله) ژوروالي کي رامنځته سوه . زلزله په لومړیو شېبو کي د ریختر په مقیاس اته اعشاریه نهه ښودل سوې وه، خو د امريکا د جیولوجيکي سروي له مخي دا اندازه اته اعشاریه شپږو ته ټيټه سوه .
یو شمېر راپورونه زیاتوي چي مځکه تخميناً ۵ دقیقې ښورېده .


Map


د رامنځته سوو دوو زلزلو تر څنګ اوس مهال د اندونيزيا د جیولوجيکي ادارې له خوا د هند په بحر کي د تسونامي اخطار ورکړل سوئ دئ . د تسونامي اخطار او د دوو رامنځته سوو زلزلو له امله رامنځته سوې ناآرامي او ناورین د اندونیزيا په وګړو کي زیاتیږي . هر تن د خپل ځان د ژغورلو په غم کي دئ، زیات وګړي و غونډیو او لوړو سيمو ته د تګ هلي ځلي کوي او دغه راز اکثره مسلمانان د مسجدونو په لوري تلوار کوي او په عبادت بوخت دي، د دې غمیز حالت څخه د خلاصون دعا کوي .


همدارنګه په سنګاپور، تایلېنډ او د هندوستان په جنوب کي هم ځیني اوسېدونکي د زلزلې د احساسولو له امله ډاريدلي دي .


Epicenter of earthquake off the coast of northern Sumatra


تر دې وړاندي په ۲۰۰۴ز کال کي د اندونيزيا په سوماترا نومي سیمه کي هم یوه زلزله رامنځته سوې وه چي د ریختر په مقیاس يې اندازه نهه اعشاریه یو وه; دغه د ۲۰۰۴ زلزله د اوس هغې سره په پرتله سخته او ساحل ته ډېره نږدې وه . د یادوني وړ ده چي د هغه مهال د زلزلې له امله یوه تسونامي هم رامنځته سوه . په هماغه تسونامي او زلزله کي مجموعاً ۲۰۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند دلاسه ورکړ .