کور / تازه خبرونه / اميرزى سنګين: فضاء ته مصنوعي سپوږمۍ لېږو

اميرزى سنګين: فضاء ته مصنوعي سپوږمۍ لېږو

د افغانستان د مخابراتو وزير انجينر اميرزى سنګين وايي شپږ مياشتي وروسته به يې هيواد په فضاء کي د خپلي شخصي مصنوعي سپوږمۍ خاوند وي.
انجينر سنګين د آزادۍ راډيو ته په مرکه کي وويل پر دې سپوږمۍ باندي شاوخوا ٢٥٠ ميليونه ډالره لګښت اټکل سوى دئ او نړۍ والو شرکتونو علاقه ښودلې چي له افغانستان سره په دې هلکه قرارداد لاسليک کړي.
نوموړي وويل د ټيلي کمونيکېشن د نړۍ والي ادارې له خوا افغانستان په فضاء کي ورکړل سوى ځاى په ډېر ښه موقعيت کي دئ چي د مصنوعي سپوږمۍ په لېږد سره به د هيواد په مواصلاتي برخه کي د پام وړ بدلون راسي.
د مخابراتو وزير وويل د مصنوعي سپوږمۍ تر لېږد وروسته به د افغانستان د تلويزونونو او راډيو ګانو په نشراتو کي اسانتياوي رامنځته سي او د تليفون او انټرنيټ د خدماتو کيفيت ته به هم ګټه ورسوي.